Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - رواد الترجمة مرکز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

د معناګانو ژباړه سورت: مؤمنون   آیت:
فَاِذَا اسْتَوَیْتَ اَنْتَ وَمَنْ مَّعَكَ عَلَی الْفُلْكِ فَقُلِ الْحَمْدُ لِلّٰهِ الَّذِیْ نَجّٰىنَا مِنَ الْقَوْمِ الظّٰلِمِیْنَ ۟
نو كله چې ته او هغه څوك چې درسره وي، پر بېړۍ سم برابر شوئ نو بيا ووايه چې هغه الله لره ستاينه ده چې موږ يې له ظالمانو وژغورلو.
عربي تفسیرونه:
وَقُلْ رَّبِّ اَنْزِلْنِیْ مُنْزَلًا مُّبٰرَكًا وَّاَنْتَ خَیْرُ الْمُنْزِلِیْنَ ۟
او ووايه پروردګاره! ما په بركتناك ځاى كې ښكته كړه او ته ډېر ښه ځاى وركوونكى يې.
عربي تفسیرونه:
اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ وَّاِنْ كُنَّا لَمُبْتَلِیْنَ ۟
بې شكه په دې كې یقینًا دلیلونه (نښې) دي او بې شكه موږ خامخا ازمېښت كوونكي یو.
عربي تفسیرونه:
ثُمَّ اَنْشَاْنَا مِنْ بَعْدِهِمْ قَرْنًا اٰخَرِیْنَ ۟ۚ
بيا موږ له هغو وروسته نور قومونه راپورته كړل.
عربي تفسیرونه:
فَاَرْسَلْنَا فِیْهِمْ رَسُوْلًا مِّنْهُمْ اَنِ اعْبُدُوا اللّٰهَ مَا لَكُمْ مِّنْ اِلٰهٍ غَیْرُهٗ ؕ— اَفَلَا تَتَّقُوْنَ ۟۠
نو په هغوی كې مو له هغوى څخه رسول واستولو چې الله ولمانځئ، ستاسو لپاره له هغه پرته بل معبود نشته، آيا تاسو نه وېرېږئ؟
عربي تفسیرونه:
وَقَالَ الْمَلَاُ مِنْ قَوْمِهِ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا وَكَذَّبُوْا بِلِقَآءِ الْاٰخِرَةِ وَاَتْرَفْنٰهُمْ فِی الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا ۙ— مَا هٰذَاۤ اِلَّا بَشَرٌ مِّثْلُكُمْ ۙ— یَاْكُلُ مِمَّا تَاْكُلُوْنَ مِنْهُ وَیَشْرَبُ مِمَّا تَشْرَبُوْنَ ۟ۙ
او د هغه د قوم هغو مشرانو چې کفر يې کړی و، له آخرت سره مخامخ كېدل يې دروغ ګڼلي وو او د دنيا په ژوند كې مو سو كاله كړي وو، داسې وويل: دغه ستاسو په شان له يو انسان پرته بل څه نه دى، هغه څه خوري چې تاسو يې خورئ او هغه څه څښي چې تاسو يې څښئ.
عربي تفسیرونه:
وَلَىِٕنْ اَطَعْتُمْ بَشَرًا مِّثْلَكُمْ ۙ— اِنَّكُمْ اِذًا لَّخٰسِرُوْنَ ۟ۙ
او كه ستاسو په شان يو بشر ته مو غاړه كېښوده نو بيا به تاسو هرومرو تاوانيان ياست.
عربي تفسیرونه:
اَیَعِدُكُمْ اَنَّكُمْ اِذَا مِتُّمْ وَكُنْتُمْ تُرَابًا وَّعِظَامًا اَنَّكُمْ مُّخْرَجُوْنَ ۟
آيا هغه دا ژمنه درسره كوي چې كه تاسو كله مړه او خاورې او هډوكي شوئ نو (بيا به) را اېستل كېږئ.
عربي تفسیرونه:
هَیْهَاتَ هَیْهَاتَ لِمَا تُوْعَدُوْنَ ۟
لرې ده، بيخي لرې ده دغه ژمنه چې له تاسي سره كېږي.
عربي تفسیرونه:
اِنْ هِیَ اِلَّا حَیَاتُنَا الدُّنْیَا نَمُوْتُ وَنَحْیَا وَمَا نَحْنُ بِمَبْعُوْثِیْنَ ۟
نور څه نه دي، همدا زموږ د دنيا ژوند دى چې مرو او (تر څه وخته) ژوند كوو، خو بيا ژوندي راپورته كېدونكي نه يو.
عربي تفسیرونه:
اِنْ هُوَ اِلَّا رَجُلُ ١فْتَرٰی عَلَی اللّٰهِ كَذِبًا وَّمَا نَحْنُ لَهٗ بِمُؤْمِنِیْنَ ۟
دا هم يوازې داسې يو سړى دی چې پر الله يې درواغ تړلي او موږ يې منونكي نه يو.
عربي تفسیرونه:
قَالَ رَبِّ انْصُرْنِیْ بِمَا كَذَّبُوْنِ ۟
وويل (نوح) ای زما پالونکيه! پرهغه څه مې مرسته وکړه چې هغوی پرې درواغجن وګڼلم.
عربي تفسیرونه:
قَالَ عَمَّا قَلِیْلٍ لَّیُصْبِحُنَّ نٰدِمِیْنَ ۟ۚ
ويې فرمايل: لږ وخت وروسته به هغوى هرومرو پښېمانه شي.
عربي تفسیرونه:
فَاَخَذَتْهُمُ الصَّیْحَةُ بِالْحَقِّ فَجَعَلْنٰهُمْ غُثَآءً ۚ— فَبُعْدًا لِّلْقَوْمِ الظّٰلِمِیْنَ ۟
پس ونیول په پاى کې دوی لره له حق سره سم يوې سترې چغې او موږ هغوى نيزوړو غوندې وغورځول، ايسته دې وي ظالم قوم!
عربي تفسیرونه:
ثُمَّ اَنْشَاْنَا مِنْ بَعْدِهِمْ قُرُوْنًا اٰخَرِیْنَ ۟ؕ
بيا مو له هغوى وروسته نور ولسونه را پيدا كړل.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: مؤمنون
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - رواد الترجمة مرکز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

دا ژباړه د مرکز رواد الترجمة ټیم لخوا د ربوہ د تبلیغ ټولنې او د اسلامي منځپانګې د خدماتو ټولنې په همکارۍ شوې.

بندول