Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - رواد الترجمة مرکز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

د معناګانو ژباړه سورت: نور   آیت:

نور

سُوْرَةٌ اَنْزَلْنٰهَا وَفَرَضْنٰهَا وَاَنْزَلْنَا فِیْهَاۤ اٰیٰتٍۢ بَیِّنٰتٍ لَّعَلَّكُمْ تَذَكَّرُوْنَ ۟
دا يو سورت دى چې موږ رانازل كړى او فرض كړى دى او په هغه كې مو څرګند آيتونه نازل كړي، ښايي چې تاسو څه پند واخلئ.
عربي تفسیرونه:
اَلزَّانِیَةُ وَالزَّانِیْ فَاجْلِدُوْا كُلَّ وَاحِدٍ مِّنْهُمَا مِائَةَ جَلْدَةٍ ۪— وَّلَا تَاْخُذْكُمْ بِهِمَا رَاْفَةٌ فِیْ دِیْنِ اللّٰهِ اِنْ كُنْتُمْ تُؤْمِنُوْنَ بِاللّٰهِ وَالْیَوْمِ الْاٰخِرِ ۚ— وَلْیَشْهَدْ عَذَابَهُمَا طَآىِٕفَةٌ مِّنَ الْمُؤْمِنِیْنَ ۟
زنا كاره ښځه او زنا كار سړى، هر يو له هغوی دواړو څخه سل دورې ووهئ او د الله په دين كې دې پر هغوى دواړو څه زړه سوى نه درباندې راځې، كه تاسي (رېښتيا) پر الله او د آخرت پر ورځ باور لرئ، او د هغوى سزا ته دې يوه ډله مومنان حاضر شي.
عربي تفسیرونه:
اَلزَّانِیْ لَا یَنْكِحُ اِلَّا زَانِیَةً اَوْ مُشْرِكَةً ؗ— وَّالزَّانِیَةُ لَا یَنْكِحُهَاۤ اِلَّا زَانٍ اَوْ مُشْرِكٌ ۚ— وَحُرِّمَ ذٰلِكَ عَلَی الْمُؤْمِنِیْنَ ۟
زناكار سړى له زناكارې يا مشركې پرته بل چا سره نكاح نه كوي او زناكاره بل څوك نه په نكاح كوي مګر زناكار يا مشرك، او دا كار پر مومنانو حرام کړل شوى دى.
عربي تفسیرونه:
وَالَّذِیْنَ یَرْمُوْنَ الْمُحْصَنٰتِ ثُمَّ لَمْ یَاْتُوْا بِاَرْبَعَةِ شُهَدَآءَ فَاجْلِدُوْهُمْ ثَمٰنِیْنَ جَلْدَةً وَّلَا تَقْبَلُوْا لَهُمْ شَهَادَةً اَبَدًا ۚ— وَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْفٰسِقُوْنَ ۟ۙ
او هغه كسان چې پر پاك لمنو ښځو تور لګوي بيا څلور شاهدان رانه ولي، نو اتيا دورې يې ووهئ او هيڅكله يې شاهدي مه منئ او همدوی فاسقان دي.
عربي تفسیرونه:
اِلَّا الَّذِیْنَ تَابُوْا مِنْ بَعْدِ ذٰلِكَ وَاَصْلَحُوْا ۚ— فَاِنَّ اللّٰهَ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟
پرته له هغو کسانو چې له دغه كار وروسته يې توبه ویستلې او ځان يې سم كړ، نو (بيا) بې شکه الله بخښونكى مهربان دى.
عربي تفسیرونه:
وَالَّذِیْنَ یَرْمُوْنَ اَزْوَاجَهُمْ وَلَمْ یَكُنْ لَّهُمْ شُهَدَآءُ اِلَّاۤ اَنْفُسُهُمْ فَشَهَادَةُ اَحَدِهِمْ اَرْبَعُ شَهٰدٰتٍۢ بِاللّٰهِ ۙ— اِنَّهٗ لَمِنَ الصّٰدِقِیْنَ ۟
او كوم كسان چې په خپلو مېرمنو تور لګوي او له ځانو پرته څوك شاهدان ورسره نه وي؛ نو له هغو څخه د يو تن شاهدي (دا ده چې هغه) د الله په نوم څلور (ځلې) شاهدي ووايي چې پرته له شکه هغه له رېښتينو څخه دى.
عربي تفسیرونه:
وَالْخَامِسَةُ اَنَّ لَعْنَتَ اللّٰهِ عَلَیْهِ اِنْ كَانَ مِنَ الْكٰذِبِیْنَ ۟
او پنځم (ځل به ووايي) چې كه هغه درواغجن وي، نو د الله لعنت دې ورباندې وي.
عربي تفسیرونه:
وَیَدْرَؤُا عَنْهَا الْعَذَابَ اَنْ تَشْهَدَ اَرْبَعَ شَهٰدٰتٍۢ بِاللّٰهِ ۙ— اِنَّهٗ لَمِنَ الْكٰذِبِیْنَ ۟ۙ
او له هغې (ښځې) څخه د سزا مخنيوى داسې كيږي چې هغه ښځه د الله په نوم څلور ځلې شاهدى ووايي چې بې شكه هغه سړى له درواغجنو دى.
عربي تفسیرونه:
وَالْخَامِسَةَ اَنَّ غَضَبَ اللّٰهِ عَلَیْهَاۤ اِنْ كَانَ مِنَ الصّٰدِقِیْنَ ۟
او پنځم ځل دا چې پر هغې دې د الله غضب وي، كه هغه سړى به له رښتينو څخه وي.
عربي تفسیرونه:
وَلَوْلَا فَضْلُ اللّٰهِ عَلَیْكُمْ وَرَحْمَتُهٗ وَاَنَّ اللّٰهَ تَوَّابٌ حَكِیْمٌ ۟۠
او كه پر تاسي د الله فضل او رحمت نه وى (نو رسوا شوي به وئ)، او دا چې الله ښه توبه قبلوونكى حكمت والا دى.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: نور
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - رواد الترجمة مرکز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

دا ژباړه د مرکز رواد الترجمة ټیم لخوا د ربوہ د تبلیغ ټولنې او د اسلامي منځپانګې د خدماتو ټولنې په همکارۍ شوې.

بندول