Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - رواد الترجمة مرکز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

د معناګانو ژباړه سورت: نور   آیت:
اِنَّمَا الْمُؤْمِنُوْنَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا بِاللّٰهِ وَرَسُوْلِهٖ وَاِذَا كَانُوْا مَعَهٗ عَلٰۤی اَمْرٍ جَامِعٍ لَّمْ یَذْهَبُوْا حَتّٰی یَسْتَاْذِنُوْهُ ؕ— اِنَّ الَّذِیْنَ یَسْتَاْذِنُوْنَكَ اُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ یُؤْمِنُوْنَ بِاللّٰهِ وَرَسُوْلِهٖ ۚ— فَاِذَا اسْتَاْذَنُوْكَ لِبَعْضِ شَاْنِهِمْ فَاْذَنْ لِّمَنْ شِئْتَ مِنْهُمْ وَاسْتَغْفِرْ لَهُمُ اللّٰهَ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟
بې شكه مومنان هغه كسان دي چې پر الله او د هغه پر رسول يې ايمان راوړى وي او كله چې د څه ټولنيز كار په وخت كې هغه سره وي نو تر هغه ترې نه ځي څو يې اجازه نه وي غوښتې، دوى هغه كسان دي چې پر الله او رسول يې ايمان لري، نو كله چې د خپل څه كارو لپاره اجازه در څخه وغواړي، نو چاته چى دې خوښه وي اجازه وركوه او هغوى ته له الله څخه بخښنه وغواړه، بې شكه الله بخښونكى مهربان دى.
عربي تفسیرونه:
لَا تَجْعَلُوْا دُعَآءَ الرَّسُوْلِ بَیْنَكُمْ كَدُعَآءِ بَعْضِكُمْ بَعْضًا ؕ— قَدْ یَعْلَمُ اللّٰهُ الَّذِیْنَ یَتَسَلَّلُوْنَ مِنْكُمْ لِوَاذًا ۚ— فَلْیَحْذَرِ الَّذِیْنَ یُخَالِفُوْنَ عَنْ اَمْرِهٖۤ اَنْ تُصِیْبَهُمْ فِتْنَةٌ اَوْ یُصِیْبَهُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟
د رسول بلنه ستاسي د يو او بل د را بلنې په شان مه ګڼئ، الله له تاسو څخه هغه كسان ښه پېژني چې (يو او بل ته) پناه وركولو سره غلى غلى كيږي؛ نو هغه كسان چې د هغه له امره مخالفت كوي، له دې څخه دې ووېريږي چې څه فتنه ور ونه رسي، يا څه دردناك عذاب ورته ونه رسيږي.
عربي تفسیرونه:
اَلَاۤ اِنَّ لِلّٰهِ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— قَدْ یَعْلَمُ مَاۤ اَنْتُمْ عَلَیْهِ ؕ— وَیَوْمَ یُرْجَعُوْنَ اِلَیْهِ فَیُنَبِّئُهُمْ بِمَا عَمِلُوْا ؕ— وَاللّٰهُ بِكُلِّ شَیْءٍ عَلِیْمٌ ۟۠
خبردار اوسئ! څه چې په آسمانونو او ځمكه كې دي هغه الله لره دي، په هر حالت چې تاسي ياست هغه ورباندې پوهيږي او هغه ورځ چې هغه ته ورستنيږي؛ نو په هغه څه به يې خبر كړي چې كړي يې دي، او الله په هر څه ښه پوه دى.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: نور
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - رواد الترجمة مرکز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

دا ژباړه د مرکز رواد الترجمة ټیم لخوا د ربوہ د تبلیغ ټولنې او د اسلامي منځپانګې د خدماتو ټولنې په همکارۍ شوې.

بندول