Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - رواد الترجمة مرکز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

د معناګانو ژباړه سورت: فرقان   آیت:
اَمْ تَحْسَبُ اَنَّ اَكْثَرَهُمْ یَسْمَعُوْنَ اَوْ یَعْقِلُوْنَ ؕ— اِنْ هُمْ اِلَّا كَالْاَنْعَامِ بَلْ هُمْ اَضَلُّ سَبِیْلًا ۟۠
آيا ته انګېرې چې له دوى نه زياتره كسان اوري او پوهېږي؟ دوى خو د څارويو په شان دي بلكې له هغو نه هم هاخوا لار وركي دي.
عربي تفسیرونه:
اَلَمْ تَرَ اِلٰی رَبِّكَ كَیْفَ مَدَّ الظِّلَّ ۚ— وَلَوْ شَآءَ لَجَعَلَهٗ سَاكِنًا ۚ— ثُمَّ جَعَلْنَا الشَّمْسَ عَلَیْهِ دَلِیْلًا ۟ۙ
آيا تا خپل رب ته نه دي كتلي چې څنګه يې سيورى غځولى دى؟ او كه هغه غوښتي واى نو پر ځاى به يې درولى و، بيا مو لمر پر هغه دليل (پېژندونكى) وګرځولو.
عربي تفسیرونه:
ثُمَّ قَبَضْنٰهُ اِلَیْنَا قَبْضًا یَّسِیْرًا ۟
بيا مو ورو ورو هغه ځان ته راټول کړ.
عربي تفسیرونه:
وَهُوَ الَّذِیْ جَعَلَ لَكُمُ الَّیْلَ لِبَاسًا وَّالنَّوْمَ سُبَاتًا وَّجَعَلَ النَّهَارَ نُشُوْرًا ۟
او هماغه ذات دى چې شپه يې تاسو ته پوښاك، خوب يې آرام او ورځ يې د پاڅېدلو (وخت) ګرځولى.
عربي تفسیرونه:
وَهُوَ الَّذِیْۤ اَرْسَلَ الرِّیٰحَ بُشْرًاۢ بَیْنَ یَدَیْ رَحْمَتِهٖ ۚ— وَاَنْزَلْنَا مِنَ السَّمَآءِ مَآءً طَهُوْرًا ۟ۙ
او همغه ذات دى چې له خپل رحمت وړاندې زېرى وركوونكي بادونه ليږي او موږ له آسمانه پاكې اوبه را اورولي دي.
عربي تفسیرونه:
لِّنُحْیِ بِهٖ بَلْدَةً مَّیْتًا وَّنُسْقِیَهٗ مِمَّا خَلَقْنَاۤ اَنْعَامًا وَّاَنَاسِیَّ كَثِیْرًا ۟
چې پر هغو مړه ځمكه را ژوندى او د خپلو مخلوقاتو څخه ډېر څاروي او انسانان پرې خړوب كړو.
عربي تفسیرونه:
وَلَقَدْ صَرَّفْنٰهُ بَیْنَهُمْ لِیَذَّكَّرُوْا ۖؗ— فَاَبٰۤی اَكْثَرُ النَّاسِ اِلَّا كُفُوْرًا ۟
او هغه مو د دوى ترمنځ راز راز بيان كړ تر څو درس واخلي، خو بيا هم زياتره خلكو له ناشكرۍ پرته بل څه ونه منل.
عربي تفسیرونه:
وَلَوْ شِئْنَا لَبَعَثْنَا فِیْ كُلِّ قَرْیَةٍ نَّذِیْرًا ۟ؗۖ
او كه موږ غوښتي واى نو خامخا به مو په هر كلي كې يو وېروونکی راپورته كړى و.
عربي تفسیرونه:
فَلَا تُطِعِ الْكٰفِرِیْنَ وَجَاهِدْهُمْ بِهٖ جِهَادًا كَبِیْرًا ۟
نو د كافرانو مه منه او په دې (قرآن) له هغوى سره جهاد كوه، ستر جهاد.
عربي تفسیرونه:
وَهُوَ الَّذِیْ مَرَجَ الْبَحْرَیْنِ هٰذَا عَذْبٌ فُرَاتٌ وَّهٰذَا مِلْحٌ اُجَاجٌ ۚ— وَجَعَلَ بَیْنَهُمَا بَرْزَخًا وَّحِجْرًا مَّحْجُوْرًا ۟
او همغه ذات دى چې دوه سمندرونه يې خوشې كړي چې دا يو ډېر خوږ خوندور دى او دا بل مالګين تريخ او د دواړو ترمنځ يې يوه پرده واچوله، او يو بند چې منع كړى شوى دى.
عربي تفسیرونه:
وَهُوَ الَّذِیْ خَلَقَ مِنَ الْمَآءِ بَشَرًا فَجَعَلَهٗ نَسَبًا وَّصِهْرًا ؕ— وَكَانَ رَبُّكَ قَدِیْرًا ۟
او همغه ذات دى چې انسان يې له اوبو پيدا كړ بيا يې د نسب او خسرګنۍ خاوند وګرځولو او ستا رب ډېر قادر دى.
عربي تفسیرونه:
وَیَعْبُدُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ مَا لَا یَنْفَعُهُمْ وَلَا یَضُرُّهُمْ ؕ— وَكَانَ الْكَافِرُ عَلٰی رَبِّهٖ ظَهِیْرًا ۟
او هغوى الله له پرته هغه څه لمانځي چې نه څه ګټه ور رسوي او نه كوم تاوان، او کافر خو د خپل رب پر خلاف د (شيطان) ملاتړی دی.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: فرقان
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - رواد الترجمة مرکز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

دا ژباړه د مرکز رواد الترجمة ټیم لخوا د ربوہ د تبلیغ ټولنې او د اسلامي منځپانګې د خدماتو ټولنې په همکارۍ شوې.

بندول