Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - رواد الترجمة مرکز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

د معناګانو ژباړه سورت: فرقان   آیت:
وَمَاۤ اَرْسَلْنٰكَ اِلَّا مُبَشِّرًا وَّنَذِیْرًا ۟
او ته مو پرته له يو زېري وركوونكي او وېروونكي بل څه نه يې لېږلى.
عربي تفسیرونه:
قُلْ مَاۤ اَسْـَٔلُكُمْ عَلَیْهِ مِنْ اَجْرٍ اِلَّا مَنْ شَآءَ اَنْ یَّتَّخِذَ اِلٰی رَبِّهٖ سَبِیْلًا ۟
ورته ووايه: زه خو په دې له تاسي څه بدله نه غواړم پرته له دې چې كه څوك غواړي نو د خپل رب خواته دې لارونيسى.
عربي تفسیرونه:
وَتَوَكَّلْ عَلَی الْحَیِّ الَّذِیْ لَا یَمُوْتُ وَسَبِّحْ بِحَمْدِهٖ ؕ— وَكَفٰی بِهٖ بِذُنُوْبِ عِبَادِهٖ خَبِیْرَا ۟
او په هغه (تل) ژوندي ذات بروسه وكړه چې (هيڅكله) نه مري او له ستاينې سره يې پاكي بيانوه، او هماغه د خپلو بنده ګانو پر ګناهونو باخبر كافي دى.
عربي تفسیرونه:
١لَّذِیْ خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ وَمَا بَیْنَهُمَا فِیْ سِتَّةِ اَیَّامٍ ثُمَّ اسْتَوٰی عَلَی الْعَرْشِ ۛۚ— اَلرَّحْمٰنُ فَسْـَٔلْ بِهٖ خَبِیْرًا ۟
هغه چې آسمانونه، ځمكه او د هغو تر منځ هر څه يې په شپږو ورځو كې پيدا كړل بيا پر عرش پورته شو، هغه ډېر مهربان دى، نو له كوم ښه باخبر څخه يې پوښتنه وكړه.
عربي تفسیرونه:
وَاِذَا قِیْلَ لَهُمُ اسْجُدُوْا لِلرَّحْمٰنِ ۚ— قَالُوْا وَمَا الرَّحْمٰنُ ۗ— اَنَسْجُدُ لِمَا تَاْمُرُنَا وَزَادَهُمْ نُفُوْرًا ۟
او كله چې هغوی ته وويل شي: رحمن ته سجده وكړئ وايي: رحمن څه دى؟ څه شى چې ته يې راته امر كوې موږ به هغه ته سجده كوو؟ او لا يې كركه زياتوي.
عربي تفسیرونه:
تَبٰرَكَ الَّذِیْ جَعَلَ فِی السَّمَآءِ بُرُوْجًا وَّجَعَلَ فِیْهَا سِرٰجًا وَّقَمَرًا مُّنِیْرًا ۟
ډير مبارك دى هغه ذات چې په اسمان كې يې برجونه پېداكړل او په هغه كې يې يوه ډيوه او يوه ځلانده سپوږمۍ روڼه كړه.
عربي تفسیرونه:
وَهُوَ الَّذِیْ جَعَلَ الَّیْلَ وَالنَّهَارَ خِلْفَةً لِّمَنْ اَرَادَ اَنْ یَّذَّكَّرَ اَوْ اَرَادَ شُكُوْرًا ۟
او همغه ذات دى چې شپه او ورځ يې يو د بل ځاى ناستي وګرځول، هغه چا ته چې غواړي څه درس واخلي يا غواړي شكر اېستونكى شي.
عربي تفسیرونه:
وَعِبَادُ الرَّحْمٰنِ الَّذِیْنَ یَمْشُوْنَ عَلَی الْاَرْضِ هَوْنًا وَّاِذَا خَاطَبَهُمُ الْجٰهِلُوْنَ قَالُوْا سَلٰمًا ۟
او د رحمن (اصلى) بنده ګان هغه دي چې په ځمكه ورو ورو (په عاجزۍ) درومي او كله چې جاهلان ورسره مخامخ شي وايى سلام دې وي.
عربي تفسیرونه:
وَالَّذِیْنَ یَبِیْتُوْنَ لِرَبِّهِمْ سُجَّدًا وَّقِیَامًا ۟
او هغه كسان چې خپل رب ته په سجده او ولاړه شپې تېروي.
عربي تفسیرونه:
وَالَّذِیْنَ یَقُوْلُوْنَ رَبَّنَا اصْرِفْ عَنَّا عَذَابَ جَهَنَّمَ ۖۗ— اِنَّ عَذَابَهَا كَانَ غَرَامًا ۟ۗۖ
او هغه کسان چې وايي: ای زموږ پالونکيه! د دوزخ سزا له موږ لرې کړه، بې شکه د دوزخ سزا (له هغه چا سره تل تړلې وي څوک چې کافر مړ شوی وي).
عربي تفسیرونه:
اِنَّهَا سَآءَتْ مُسْتَقَرًّا وَّمُقَامًا ۟
هغه ډېر بد ټاټوبى او هستوګنځى دى.
عربي تفسیرونه:
وَالَّذِیْنَ اِذَاۤ اَنْفَقُوْا لَمْ یُسْرِفُوْا وَلَمْ یَقْتُرُوْا وَكَانَ بَیْنَ ذٰلِكَ قَوَامًا ۟
او هغوى چې كله لګښت كوي؛ نو نه زياتى كوي او نه بخيلي، بلكې د دې تر منځ سم برابر وي.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: فرقان
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - رواد الترجمة مرکز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

دا ژباړه د مرکز رواد الترجمة ټیم لخوا د ربوہ د تبلیغ ټولنې او د اسلامي منځپانګې د خدماتو ټولنې په همکارۍ شوې.

بندول