د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - رواد الترجمة مرکز

قصص

external-link copy
1 : 28

طٰسٓمّٓ ۟

طسم [1] info

[1] د سورت په پيل کې دغو مقطعاتو تورو کې د قرآن کريم اعجاز ته اشاره ده؛ ځکه چې په دې مشرکانو ته چلينج ورکړل شوی نو له مقابلې يې ناتوانه شول، په داسې حال کې چې دا قرآن له هماغو تورو جوړ شوی له کومو چې د عربو ژبه جوړه ده.
نو د قرآن په څېر د بل کلام راوړلو څخه د عربو ناتواني - سره له دې چې د نړۍ فصيح خلک وو- په دې دلالت کوي چي دا قرآن د الله له لوري وحي شوی دی.

التفاسير:

external-link copy
2 : 28

تِلْكَ اٰیٰتُ الْكِتٰبِ الْمُبِیْنِ ۟

دا د څرګندوونكي كتاب آيتونه دي. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 28

نَتْلُوْا عَلَیْكَ مِنْ نَّبَاِ مُوْسٰی وَفِرْعَوْنَ بِالْحَقِّ لِقَوْمٍ یُّؤْمِنُوْنَ ۟

موږ د موسى او فرعون څه خبر په سمه توګه پر تا لولو، د هغو خلكو لپاره چې ايمان راوړي. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 28

اِنَّ فِرْعَوْنَ عَلَا فِی الْاَرْضِ وَجَعَلَ اَهْلَهَا شِیَعًا یَّسْتَضْعِفُ طَآىِٕفَةً مِّنْهُمْ یُذَبِّحُ اَبْنَآءَهُمْ وَیَسْتَحْیٖ نِسَآءَهُمْ ؕ— اِنَّهٗ كَانَ مِنَ الْمُفْسِدِیْنَ ۟

بې شكه فرعون په ځمكه كې لويي وكړه او د هغې اوسېدونكي يې ډلې ډلې كړل، له هغو يوه ډله به يې لاس لاندې كړې وه چې زامن به يې ور حلالول او نجونې به يې ژوندۍ پرېښودې، يقيناً هغه له فساد كوونكو څخه و. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 28

وَنُرِیْدُ اَنْ نَّمُنَّ عَلَی الَّذِیْنَ اسْتُضْعِفُوْا فِی الْاَرْضِ وَنَجْعَلَهُمْ اَىِٕمَّةً وَّنَجْعَلَهُمُ الْوٰرِثِیْنَ ۟ۙ

او موږ غوښتل چې په هغو خلكو مهرباني وكړو چې په ځمكه كې كمزوري كړى شوي وو او امامان يې وګرځوو او هم هغوى وارثان وګرځوو. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 28

وَنُمَكِّنَ لَهُمْ فِی الْاَرْضِ وَنُرِیَ فِرْعَوْنَ وَهَامٰنَ وَجُنُوْدَهُمَا مِنْهُمْ مَّا كَانُوْا یَحْذَرُوْنَ ۟

او په ځمكه كې هغوى ته واكمني وركړو او فرعون، هامان او لښكرو ته يې له هغوى (بنى اسرائيلو) څخه هغه څه ور وښايو چې ترې وېرېدل به. info
التفاسير:

external-link copy
7 : 28

وَاَوْحَیْنَاۤ اِلٰۤی اُمِّ مُوْسٰۤی اَنْ اَرْضِعِیْهِ ۚ— فَاِذَا خِفْتِ عَلَیْهِ فَاَلْقِیْهِ فِی الْیَمِّ وَلَا تَخَافِیْ وَلَا تَحْزَنِیْ ۚ— اِنَّا رَآدُّوْهُ اِلَیْكِ وَجَاعِلُوْهُ مِنَ الْمُرْسَلِیْنَ ۟

او ښوونه وکړه موږ مور د موسى ته چې ته شېدې ورکوه ده لره خو كله چې پرې ووېرېدلې نو په سيند كې يې وغورځوه او څه وېره او خپګان مه كوه بې شكه موږ يې تا ته بيا راوستونكي او په رسولانو كې د هغه شاملوونكي يو. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 28

فَالْتَقَطَهٗۤ اٰلُ فِرْعَوْنَ لِیَكُوْنَ لَهُمْ عَدُوًّا وَّحَزَنًا ؕ— اِنَّ فِرْعَوْنَ وَهَامٰنَ وَجُنُوْدَهُمَا كَانُوْا خٰطِـِٕیْنَ ۟

نو راپورته کړ هغه لره د فرعون كورنۍ تر څو د هغوى لپاره دښمن او خپګان جوړ شي، بې شكه فرعون، هامان او د هغوى لښكرې، ټول خطا كاران (غوليدلي) وو. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 28

وَقَالَتِ امْرَاَتُ فِرْعَوْنَ قُرَّتُ عَیْنٍ لِّیْ وَلَكَ ؕ— لَا تَقْتُلُوْهُ ۖۗ— عَسٰۤی اَنْ یَّنْفَعَنَاۤ اَوْ نَتَّخِذَهٗ وَلَدًا وَّهُمْ لَا یَشْعُرُوْنَ ۟

او د فرعون مېرمن وويل: (دا) زما او ستا لپاره د سترګو يخوالى دى، مه يې وژنئ، كېداى شي څه ګټه راورسوي يا به يې خپل زوى وګرځوو، حال دا چې هغوى نه پوهېدل. info
التفاسير:

external-link copy
10 : 28

وَاَصْبَحَ فُؤَادُ اُمِّ مُوْسٰی فٰرِغًا ؕ— اِنْ كَادَتْ لَتُبْدِیْ بِهٖ لَوْلَاۤ اَنْ رَّبَطْنَا عَلٰی قَلْبِهَا لِتَكُوْنَ مِنَ الْمُؤْمِنِیْنَ ۟

او د موسى د مور زړه (د زوی د غم پرته) له هر څه نه تش (اوزګار) شو، نېږدې وه چې د هغه څرګندونه وكړي، كه موږ يې زړه نه واى ټينګ كړى، تر څو هغه له باور كوونكو واوسي. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 28

وَقَالَتْ لِاُخْتِهٖ قُصِّیْهِ ؗ— فَبَصُرَتْ بِهٖ عَنْ جُنُبٍ وَّهُمْ لَا یَشْعُرُوْنَ ۟ۙ

او د هغه (موسى) خور ته يې وويل چې ورپسې شه نو هغې به له لرې ورته كتل چې هغوى نه ورباندې پوهېدل. info
التفاسير:

external-link copy
12 : 28

وَحَرَّمْنَا عَلَیْهِ الْمَرَاضِعَ مِنْ قَبْلُ فَقَالَتْ هَلْ اَدُلُّكُمْ عَلٰۤی اَهْلِ بَیْتٍ یَّكْفُلُوْنَهٗ لَكُمْ وَهُمْ لَهٗ نٰصِحُوْنَ ۟

او موږ پر هغه لا مخكې پۍ وركوونكې حرامې كړې وې، نو (خور يې) وويل: آيا زه د يو داسې كور د خلكو درك دركړم چې هغه درته وساتي او د ده خير غوښتونكي وي. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 28

فَرَدَدْنٰهُ اِلٰۤی اُمِّهٖ كَیْ تَقَرَّ عَیْنُهَا وَلَا تَحْزَنَ وَلِتَعْلَمَ اَنَّ وَعْدَ اللّٰهِ حَقٌّ وَّلٰكِنَّ اَكْثَرَهُمْ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟۠

نو بيا مو هغه بيرته خپلې مور ته ورستون كړ، تر څو د هغې سترګې يخې او غمجنه نه شي او وپوهيږي چې د الله ژمنه حقه وه خو زياتره يې نه پوهيږي. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 28

وَلَمَّا بَلَغَ اَشُدَّهٗ وَاسْتَوٰۤی اٰتَیْنٰهُ حُكْمًا وَّعِلْمًا ؕ— وَكَذٰلِكَ نَجْزِی الْمُحْسِنِیْنَ ۟

او كله چې خپلې ځوانۍ ته ورسېد او سم برابر شو؛ نو موږ هغه ته حكمت او علم وركړ او نېكانو ته همدغسې بدله وركوو. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 28

وَدَخَلَ الْمَدِیْنَةَ عَلٰی حِیْنِ غَفْلَةٍ مِّنْ اَهْلِهَا فَوَجَدَ فِیْهَا رَجُلَیْنِ یَقْتَتِلٰنِ ؗ— هٰذَا مِنْ شِیْعَتِهٖ وَهٰذَا مِنْ عَدُوِّهٖ ۚ— فَاسْتَغَاثَهُ الَّذِیْ مِنْ شِیْعَتِهٖ عَلَی الَّذِیْ مِنْ عَدُوِّهٖ ۙ— فَوَكَزَهٗ مُوْسٰی فَقَضٰی عَلَیْهِ ؗ— قَالَ هٰذَا مِنْ عَمَلِ الشَّیْطٰنِ ؕ— اِنَّهٗ عَدُوٌّ مُّضِلٌّ مُّبِیْنٌ ۟

او هغه (يو ځل) ښار ته په داسې وخت کې ننوت چې خلك يې (د غرمې د خوب) په غفلت كې وو؛ نو هلته يې دوه كسان خپلو كې سره په جګړه وموندل، دا يو يې د خپل قوم او بل يې له دښمن قوم څخه و؛ نو د هغه د قوم سړي د هغه بل دښمن قوم سړي پر خلاف له هغه (موسى) مرسته وغوښته، خو موسى چې هغه بل يو سوك وواهه، ختم يې كړ، وېلې: دا د شيطان كار و، بې شكه هغه يو څرګند بې لارې كوونكى دښمن دى. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 28

قَالَ رَبِّ اِنِّیْ ظَلَمْتُ نَفْسِیْ فَاغْفِرْ لِیْ فَغَفَرَ لَهٗ ؕ— اِنَّهٗ هُوَ الْغَفُوْرُ الرَّحِیْمُ ۟

وېلې زما ربه! ما پر خپل ځان ظلم وكړ، نو ما ته بخښنه وكړې، الله هغه ته بخښنه وكړه، بې شكه همغه ډېر مهربان بخښونكى دى. info
التفاسير:

external-link copy
17 : 28

قَالَ رَبِّ بِمَاۤ اَنْعَمْتَ عَلَیَّ فَلَنْ اَكُوْنَ ظَهِیْرًا لِّلْمُجْرِمِیْنَ ۟

وېلې زما ربه! د هغې پېرزوينې له امله چې تا راباندې كړې، بيا به زه هيڅكله د مجرمانو ملاتړی نه شم. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 28

فَاَصْبَحَ فِی الْمَدِیْنَةِ خَآىِٕفًا یَّتَرَقَّبُ فَاِذَا الَّذِی اسْتَنْصَرَهٗ بِالْاَمْسِ یَسْتَصْرِخُهٗ ؕ— قَالَ لَهٗ مُوْسٰۤی اِنَّكَ لَغَوِیٌّ مُّبِیْنٌ ۟

نو (بله ورځ) سهار وېرېدونكى او په څار څار كې و چې دا دى كوم تن چې پرون يې مرسته ترې غوښتې وه، بيا چېغې ورته وهي، موسى ورته وويل: ته خو يقيناً ښكاره بې لارې يې. info
التفاسير:

external-link copy
19 : 28

فَلَمَّاۤ اَنْ اَرَادَ اَنْ یَّبْطِشَ بِالَّذِیْ هُوَ عَدُوٌّ لَّهُمَا ۙ— قَالَ یٰمُوْسٰۤی اَتُرِیْدُ اَنْ تَقْتُلَنِیْ كَمَا قَتَلْتَ نَفْسًا بِالْاَمْسِ ۗ— اِنْ تُرِیْدُ اِلَّاۤ اَنْ تَكُوْنَ جَبَّارًا فِی الْاَرْضِ وَمَا تُرِیْدُ اَنْ تَكُوْنَ مِنَ الْمُصْلِحِیْنَ ۟

نو كله چې موسى وغوښتل هغه كس راونيسي كوم چې د دواړو دښمن و، نو هغه وويل ای موسى! ته غواړې چې هغه شان ما هم ووژنې لكه پرون دې چې يو كس ووژلو، ته بل څه نه غواړې پرته له دې چې په دې سيمه كې د يو زورواكي په توګه واوسې او نه غواړې چې سوله ګرى شې. info
التفاسير:

external-link copy
20 : 28

وَجَآءَ رَجُلٌ مِّنْ اَقْصَا الْمَدِیْنَةِ یَسْعٰی ؗ— قَالَ یٰمُوْسٰۤی اِنَّ الْمَلَاَ یَاْتَمِرُوْنَ بِكَ لِیَقْتُلُوْكَ فَاخْرُجْ اِنِّیْ لَكَ مِنَ النّٰصِحِیْنَ ۟

بيا يو سړى د ښار له لرې سيمې په منډه راغى وېلې اې موسى! مشران ستا په هكله مشورې كوي چې ودې وژني، نو ځان وباسه، زه بالكل ستا لپاره خير غوښتونكى يم. info
التفاسير:

external-link copy
21 : 28

فَخَرَجَ مِنْهَا خَآىِٕفًا یَّتَرَقَّبُ ؗ— قَالَ رَبِّ نَجِّنِیْ مِنَ الْقَوْمِ الظّٰلِمِیْنَ ۟۠

نو په څار څار ترې ووتو، وېلې زما ربه له ظالمانو مې وژغورې! info
التفاسير:

external-link copy
22 : 28

وَلَمَّا تَوَجَّهَ تِلْقَآءَ مَدْیَنَ قَالَ عَسٰی رَبِّیْۤ اَنْ یَّهْدِیَنِیْ سَوَآءَ السَّبِیْلِ ۟

او هر كله چې مخ یې کړو طرف د مدین ته وویل ده هيله ده چې رب مې سمه لار راوښايي. info
التفاسير:

external-link copy
23 : 28

وَلَمَّا وَرَدَ مَآءَ مَدْیَنَ وَجَدَ عَلَیْهِ اُمَّةً مِّنَ النَّاسِ یَسْقُوْنَ ؗ۬— وَوَجَدَ مِنْ دُوْنِهِمُ امْرَاَتَیْنِ تَذُوْدٰنِ ۚ— قَالَ مَا خَطْبُكُمَا ؕ— قَالَتَا لَا نَسْقِیْ حَتّٰی یُصْدِرَ الرِّعَآءُ ٚ— وَاَبُوْنَا شَیْخٌ كَبِیْرٌ ۟

او کله چې ورسېد اوبو (كوهي) د مدین ته؛ نو يوه ډله خلك يې وموندل چې خپل څاروي اوبه كوي او له هغوی بل خوا دوې ښځې دي چې خپل څاروي يې ايسار كړي موسىٰ ورته وويل: ستاسو دواړو څه حالت دى؟ وېلې: موږ يې تر هغه نه شو اوبه كولى څو چې دا شپانه بېرته نه وي ګرځېدلي او زموږ پلار ډېر سپين ږيرى دى. info
التفاسير:

external-link copy
24 : 28

فَسَقٰی لَهُمَا ثُمَّ تَوَلّٰۤی اِلَی الظِّلِّ فَقَالَ رَبِّ اِنِّیْ لِمَاۤ اَنْزَلْتَ اِلَیَّ مِنْ خَیْرٍ فَقِیْرٌ ۟

نو موسى هغوى ته (څاروي) اوبه كړل بيا سيوري ته ورتاو شو، وېلې زما ربه! هره ښېګڼه چې پر ما راكوزه كړې، زه ورته اړ يم. info
التفاسير:

external-link copy
25 : 28

فَجَآءَتْهُ اِحْدٰىهُمَا تَمْشِیْ عَلَی اسْتِحْیَآءٍ ؗ— قَالَتْ اِنَّ اَبِیْ یَدْعُوْكَ لِیَجْزِیَكَ اَجْرَ مَا سَقَیْتَ لَنَا ؕ— فَلَمَّا جَآءَهٗ وَقَصَّ عَلَیْهِ الْقَصَصَ ۙ— قَالَ لَا تَخَفْ ۫— نَجَوْتَ مِنَ الْقَوْمِ الظّٰلِمِیْنَ ۟

نو له هغو يوه يې په حيا ورته راغله وېلې زما پلار دې غواړي چې د هغه كار بدله دركړي چې څاروي دې راته اوبه كړي دي، نو كله چې هغه ته ورغی او (ټوله) كيسه يې ورته وكړه وېلې: مه وېرېږه (اوس) له ظالمانو ژغورل شوى يې. info
التفاسير:

external-link copy
26 : 28

قَالَتْ اِحْدٰىهُمَا یٰۤاَبَتِ اسْتَاْجِرْهُ ؗ— اِنَّ خَیْرَ مَنِ اسْتَاْجَرْتَ الْقَوِیُّ الْاَمِیْنُ ۟

له هغو دواړو يوې يې وويل: اې پلاره! هغه مزدور کړه، بې شكه يو غوره مزدور چې ته يې نيسي هغه دى چې قوي او امين وي. info
التفاسير:

external-link copy
27 : 28

قَالَ اِنِّیْۤ اُرِیْدُ اَنْ اُنْكِحَكَ اِحْدَی ابْنَتَیَّ هٰتَیْنِ عَلٰۤی اَنْ تَاْجُرَنِیْ ثَمٰنِیَ حِجَجٍ ۚ— فَاِنْ اَتْمَمْتَ عَشْرًا فَمِنْ عِنْدِكَ ۚ— وَمَاۤ اُرِیْدُ اَنْ اَشُقَّ عَلَیْكَ ؕ— سَتَجِدُنِیْۤ اِنْ شَآءَ اللّٰهُ مِنَ الصّٰلِحِیْنَ ۟

هغه (شعيب) وويل: زه غواړم چې له خپلو دغو لوڼو يوه يې تا ته په نكاح كړم، په دې شرط چې اته كاله ما سره نوكري وكړې، او كه لس دې پوره كړل نو دا به ستا له لوري (نيكي) وي او زه پر تا څه سختي كول نه غواړم، ان شاء الله زر دی چې ته ما به ښه سړى ومومې. info
التفاسير:

external-link copy
28 : 28

قَالَ ذٰلِكَ بَیْنِیْ وَبَیْنَكَ ؕ— اَیَّمَا الْاَجَلَیْنِ قَضَیْتُ فَلَا عُدْوَانَ عَلَیَّ ؕ— وَاللّٰهُ عَلٰی مَا نَقُوْلُ وَكِیْلٌ ۟۠

موسى وويل: زما او ستا ترمنځ همدا خبره شوه چې كه له دې دواړو مې هره يوه نېټه پوره كړه بيا به پر ما څه زياتى نه وي، او الله پر هغه خبرو چې موږ یې وایو ذمه دار دی. info
التفاسير:

external-link copy
29 : 28

فَلَمَّا قَضٰی مُوْسَی الْاَجَلَ وَسَارَ بِاَهْلِهٖۤ اٰنَسَ مِنْ جَانِبِ الطُّوْرِ نَارًا ۚ— قَالَ لِاَهْلِهِ امْكُثُوْۤا اِنِّیْۤ اٰنَسْتُ نَارًا لَّعَلِّیْۤ اٰتِیْكُمْ مِّنْهَا بِخَبَرٍ اَوْ جَذْوَةٍ مِّنَ النَّارِ لَعَلَّكُمْ تَصْطَلُوْنَ ۟

نو كله چې موسىٰ هغه نېټه پوره كړه او له خپلې كورنۍ سره روان شو نو د طور لخوا يې يو اور وليد، هغه خپلې كورنۍ ته وويل: تاسي (دلته) اوسئ، ما يو اور ليدلى ښايي له هغه (لوري) څه خبر راوړم يا د اور كومه سكروټه چې تاسو (پرې) تاوده شئ. info
التفاسير:

external-link copy
30 : 28

فَلَمَّاۤ اَتٰىهَا نُوْدِیَ مِنْ شَاطِئِ الْوَادِ الْاَیْمَنِ فِی الْبُقْعَةِ الْمُبٰرَكَةِ مِنَ الشَّجَرَةِ اَنْ یّٰمُوْسٰۤی اِنِّیْۤ اَنَا اللّٰهُ رَبُّ الْعٰلَمِیْنَ ۟ۙ

نو كله چې هلته ورغی د ښۍ خوا د ناو د څنډې په يوه بركتناکه ټوټه ځمكه كې له يوې ونې لخوا غږ وشو چې ای موسى! همدا زه الله يم د ټولو مخلوقاتو پالونکی. info
التفاسير:

external-link copy
31 : 28

وَاَنْ اَلْقِ عَصَاكَ ؕ— فَلَمَّا رَاٰهَا تَهْتَزُّ كَاَنَّهَا جَآنٌّ وَّلّٰی مُدْبِرًا وَّلَمْ یُعَقِّبْ ؕ— یٰمُوْسٰۤی اَقْبِلْ وَلَا تَخَفْ ۫— اِنَّكَ مِنَ الْاٰمِنِیْنَ ۟

او امسا دې وغورځوه، نو كله چې ده وليدل هغه د مار په څېر خوځيږي نو مخ يې وګرځولو شا يې كړه او بيرته را ونه ګرځېد، (وويل شو) اى موسىٰ راوګرځه او مه وېرېږه، ته بیخي په امن يې. info
التفاسير:

external-link copy
32 : 28

اُسْلُكْ یَدَكَ فِیْ جَیْبِكَ تَخْرُجْ بَیْضَآءَ مِنْ غَیْرِ سُوْٓءٍ ؗ— وَّاضْمُمْ اِلَیْكَ جَنَاحَكَ مِنَ الرَّهْبِ فَذٰنِكَ بُرْهَانٰنِ مِنْ رَّبِّكَ اِلٰی فِرْعَوْنَ وَمَلَاۡىِٕهٖ ؕ— اِنَّهُمْ كَانُوْا قَوْمًا فٰسِقِیْنَ ۟

خپل لاس دې په ګرېوان كې ننباسه، تك سپين به راووځي، بې له كوم عيبه، او له وېرې (بچ كېدو لپاره) دې خپل مټ در جوخت كړه نو فرعون او د هغه سردارانو ته ستا د رب لخوا دا دوه (ښكاره) کلک دلیلونه دي، بې شكه هغوى سرغړوونکي خلك دي. info
التفاسير:

external-link copy
33 : 28

قَالَ رَبِّ اِنِّیْ قَتَلْتُ مِنْهُمْ نَفْسًا فَاَخَافُ اَنْ یَّقْتُلُوْنِ ۟

وېلې زما ربه! ما خو له هغوى يو تن وژلى نو ډارېږم چې ما به ووژني. info
التفاسير:

external-link copy
34 : 28

وَاَخِیْ هٰرُوْنُ هُوَ اَفْصَحُ مِنِّیْ لِسَانًا فَاَرْسِلْهُ مَعِیَ رِدْاً یُّصَدِّقُنِیْۤ ؗ— اِنِّیْۤ اَخَافُ اَنْ یُّكَذِّبُوْنِ ۟

او زما ورور هارون تر ما زيات فصیح (خوله ور) دى؛ نو له ما سره يې مرستيال ولېږه چې تصديق مې كوي، زه وېرېږم چې درواغجن به مې وګڼي. info
التفاسير:

external-link copy
35 : 28

قَالَ سَنَشُدُّ عَضُدَكَ بِاَخِیْكَ وَنَجْعَلُ لَكُمَا سُلْطٰنًا فَلَا یَصِلُوْنَ اِلَیْكُمَا ۚۛ— بِاٰیٰتِنَا ۚۛ— اَنْتُمَا وَمَنِ اتَّبَعَكُمَا الْغٰلِبُوْنَ ۟

الله وويل: دا دى په خپل ورور به دې مټ در قوي كړو او يو داسې برلاسى به دركړو چې دوى به هيڅ نه شي در رسولاى، زموږ په دې نښانو به تاسي او ستاسي پيروان برلاسي وي. info
التفاسير:

external-link copy
36 : 28

فَلَمَّا جَآءَهُمْ مُّوْسٰی بِاٰیٰتِنَا بَیِّنٰتٍ قَالُوْا مَا هٰذَاۤ اِلَّا سِحْرٌ مُّفْتَرًی وَّمَا سَمِعْنَا بِهٰذَا فِیْۤ اٰبَآىِٕنَا الْاَوَّلِیْنَ ۟

نو كله چې موسى زموږ له څرګندو نښانو سره هغوى ته ورغى، وېلې دا خو په درواغو جوړ شوو كوډو پرته بل څه نه دي او دا خو موږ په پخوانيو پلرونو كې نه وې اورېدلې. info
التفاسير:

external-link copy
37 : 28

وَقَالَ مُوْسٰی رَبِّیْۤ اَعْلَمُ بِمَنْ جَآءَ بِالْهُدٰی مِنْ عِنْدِهٖ وَمَنْ تَكُوْنُ لَهٗ عَاقِبَةُ الدَّارِ ؕ— اِنَّهٗ لَا یُفْلِحُ الظّٰلِمُوْنَ ۟

او موسى وويل: زما رب په هغه چا ښه پوه دى چې د ده له لوري هدايت سره راغلى او (دا چې) ښه پايله به د چا وي؟ يقيناً ظالمان برى نه مومي. info
التفاسير:

external-link copy
38 : 28

وَقَالَ فِرْعَوْنُ یٰۤاَیُّهَا الْمَلَاُ مَا عَلِمْتُ لَكُمْ مِّنْ اِلٰهٍ غَیْرِیْ ۚ— فَاَوْقِدْ لِیْ یٰهَامٰنُ عَلَی الطِّیْنِ فَاجْعَلْ لِّیْ صَرْحًا لَّعَلِّیْۤ اَطَّلِعُ اِلٰۤی اِلٰهِ مُوْسٰی ۙ— وَاِنِّیْ لَاَظُنُّهٗ مِنَ الْكٰذِبِیْنَ ۟

او فرعون وويل: اى د قوم مشرانو! نه پېژنم زه ستاسو لپاره د بندګۍ هېڅ حقدارپرته له ما څخه، نو ای هامانه زما لپاره په خټو باندې اور بل کړه، نو جوړه کړه ما لره یوه بنګله، کېدی شي چې پورته د موسی معبود ته وروخېژم، او یقینا زه په ده باندې د دروغجنو ګمان کوم. info
التفاسير:

external-link copy
39 : 28

وَاسْتَكْبَرَ هُوَ وَجُنُوْدُهٗ فِی الْاَرْضِ بِغَیْرِ الْحَقِّ وَظَنُّوْۤا اَنَّهُمْ اِلَیْنَا لَا یُرْجَعُوْنَ ۟

او لویې وکړه ده او لښکرو د ده په ملک کې بغیر د حق نه او ګمان وکړ دوی چې یقینا دوی به موږ ته نشي راګرځیدلی. info
التفاسير:

external-link copy
40 : 28

فَاَخَذْنٰهُ وَجُنُوْدَهٗ فَنَبَذْنٰهُمْ فِی الْیَمِّ ۚ— فَانْظُرْ كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الظّٰلِمِیْنَ ۟

نو موږ هغه او د هغه لښكرې راونيولې او په سيند كې مو وغورځول، نو ګوره چې د ظالمانو پايله څنګه وه. info
التفاسير:

external-link copy
41 : 28

وَجَعَلْنٰهُمْ اَىِٕمَّةً یَّدْعُوْنَ اِلَی النَّارِ ۚ— وَیَوْمَ الْقِیٰمَةِ لَا یُنْصَرُوْنَ ۟

او وګرځول موږ دوی لره پېشوایان چې اور ته بلنه کوي او د قیامت په ورځ به د دوی مرسته نشي کیدلی. info
التفاسير:

external-link copy
42 : 28

وَاَتْبَعْنٰهُمْ فِیْ هٰذِهِ الدُّنْیَا لَعْنَةً ۚ— وَیَوْمَ الْقِیٰمَةِ هُمْ مِّنَ الْمَقْبُوْحِیْنَ ۟۠

او په دې دنيا كې مو هم لعنت ورپسې كړ او هغوى به د قيامت په ورځ هم له بد ویلی شوو څخه وي. info
التفاسير:

external-link copy
43 : 28

وَلَقَدْ اٰتَیْنَا مُوْسَی الْكِتٰبَ مِنْ بَعْدِ مَاۤ اَهْلَكْنَا الْقُرُوْنَ الْاُوْلٰی بَصَآىِٕرَ لِلنَّاسِ وَهُدًی وَّرَحْمَةً لَّعَلَّهُمْ یَتَذَكَّرُوْنَ ۟

او یقینا ورکړی و موږ موسی ته کتاب وروسته له هغې نه چې موږ هلاکې کړې مخکینۍ پيړۍ تر څو شي د خلکو لپاره بينايي (د زړه)، لارښوونه او رحمت، تر څو هغوى درس واخلي. info
التفاسير:

external-link copy
44 : 28

وَمَا كُنْتَ بِجَانِبِ الْغَرْبِیِّ اِذْ قَضَیْنَاۤ اِلٰی مُوْسَی الْاَمْرَ وَمَا كُنْتَ مِنَ الشّٰهِدِیْنَ ۟ۙ

او هغه مهال خو ته په لويديځه غاړه كې نه وې چې موسى ته مو امر (پیغمبري) وركړ او نه (هلته) حاضر وې. info
التفاسير:

external-link copy
45 : 28

وَلٰكِنَّاۤ اَنْشَاْنَا قُرُوْنًا فَتَطَاوَلَ عَلَیْهِمُ الْعُمُرُ ۚ— وَمَا كُنْتَ ثَاوِیًا فِیْۤ اَهْلِ مَدْیَنَ تَتْلُوْا عَلَیْهِمْ اٰیٰتِنَا ۙ— وَلٰكِنَّا كُنَّا مُرْسِلِیْنَ ۟

او یقینا موږ پيړۍ (خلک) پیدا کړي دي، نو اوږده تېر شول په هغوی باندې عمرونه او نه وې ته اوسیدونکی په مدین والو کې چې لوستلی تا پر هغوی باندې آیتونه زموږ او لیکن یو موږ رالیږونکي. info
التفاسير:

external-link copy
46 : 28

وَمَا كُنْتَ بِجَانِبِ الطُّوْرِ اِذْ نَادَیْنَا وَلٰكِنْ رَّحْمَةً مِّنْ رَّبِّكَ لِتُنْذِرَ قَوْمًا مَّاۤ اَتٰىهُمْ مِّنْ نَّذِیْرٍ مِّنْ قَبْلِكَ لَعَلَّهُمْ یَتَذَكَّرُوْنَ ۟

او ته د طور په څنډه كې هم نه وې، كله چې موږ (موسىٰ ته) غږ وكړ خو دا ستا د رب رحمت دى تر څو هغه قوم ووېروې چې له تا مخكې كوم وېروونكى نه دى ورغلى ښایي چې پند واخلي. info
التفاسير:

external-link copy
47 : 28

وَلَوْلَاۤ اَنْ تُصِیْبَهُمْ مُّصِیْبَةٌ بِمَا قَدَّمَتْ اَیْدِیْهِمْ فَیَقُوْلُوْا رَبَّنَا لَوْلَاۤ اَرْسَلْتَ اِلَیْنَا رَسُوْلًا فَنَتَّبِعَ اٰیٰتِكَ وَنَكُوْنَ مِنَ الْمُؤْمِنِیْنَ ۟

او كه داسې نه واى چې هغوى ته به د خپلو كړو وړو له امله څه مصيبت (عذاب) ورسيږي، بيا به وايي چې اې زموږ ربه! ولې دې موږ ته كوم رسول راونه لېږلو چې ستا د آيتونو پيروي مو كړې واى او مومنان شوي واى. info
التفاسير:

external-link copy
48 : 28

فَلَمَّا جَآءَهُمُ الْحَقُّ مِنْ عِنْدِنَا قَالُوْا لَوْلَاۤ اُوْتِیَ مِثْلَ مَاۤ اُوْتِیَ مُوْسٰی ؕ— اَوَلَمْ یَكْفُرُوْا بِمَاۤ اُوْتِیَ مُوْسٰی مِنْ قَبْلُ ۚ— قَالُوْا سِحْرٰنِ تَظَاهَرَا ۫— وَقَالُوْۤا اِنَّا بِكُلٍّ كٰفِرُوْنَ ۟

نو كله چې هغوى ته زموږ له لوري حق ورغى وېلې ولې هغه څه ورنه كړل شول كوم چې موسىٰ ته وركړل شوي وو؟ آيا نو هغوى له هغه څه نه وو منكر شوي کوم چې له دې مخکې موسىٰ ته وركړل شوي وو؟ وېلې دا دواړه كوډې دي چې يو د بل مرسته (ټينګتن) كوي او ويل يې: موږ دا ټول نه منو. info
التفاسير:

external-link copy
49 : 28

قُلْ فَاْتُوْا بِكِتٰبٍ مِّنْ عِنْدِ اللّٰهِ هُوَ اَهْدٰی مِنْهُمَاۤ اَتَّبِعْهُ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ ۟

ورته ووايه: ښه نو د الله له لوري كوم داسې كتاب راوړئ چې له دې دواړو زيات لارښوونكى وي، زه به يې پيروي وكړم، كه تاسي رېښتوني ياست. info
التفاسير:

external-link copy
50 : 28

فَاِنْ لَّمْ یَسْتَجِیْبُوْا لَكَ فَاعْلَمْ اَنَّمَا یَتَّبِعُوْنَ اَهْوَآءَهُمْ ؕ— وَمَنْ اَضَلُّ مِمَّنِ اتَّبَعَ هَوٰىهُ بِغَیْرِ هُدًی مِّنَ اللّٰهِ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ لَا یَهْدِی الْقَوْمَ الظّٰلِمِیْنَ ۟۠

نو كه ستا خبره يې ونه منله نو پوه شه چې هغوى ايله خپلو هوسونو پسې روان دي، او تر هغه چا زيات بې لارې به څوك وي چې د الله لخوا له لارښوونو پرته خپلو هوسونو پسې درومي؟ بې شكه الله ظالمو خلكو ته هدايت نه كوي. info
التفاسير:

external-link copy
51 : 28

وَلَقَدْ وَصَّلْنَا لَهُمُ الْقَوْلَ لَعَلَّهُمْ یَتَذَكَّرُوْنَ ۟ؕ

او موږ پرله پسې هغوى ته (د نصيحت) خبره رسولې ده چې ښايي څه درس واخلي. info
التفاسير:

external-link copy
52 : 28

اَلَّذِیْنَ اٰتَیْنٰهُمُ الْكِتٰبَ مِنْ قَبْلِهٖ هُمْ بِهٖ یُؤْمِنُوْنَ ۟

هغه كسان چې له دې مخكې مو كتاب وركړى و، هغوى په دې (قرآن) ايمان راوړي. info
التفاسير:

external-link copy
53 : 28

وَاِذَا یُتْلٰی عَلَیْهِمْ قَالُوْۤا اٰمَنَّا بِهٖۤ اِنَّهُ الْحَقُّ مِنْ رَّبِّنَاۤ اِنَّا كُنَّا مِنْ قَبْلِهٖ مُسْلِمِیْنَ ۟

او كله چې پر هغوى لوستل كيږي وايي موږ پرې ايمان راوړى، بې شكه دا زموږ د رب لخوا حق دى، موږ له دې لا مخکې مسلمانان وو. info
التفاسير:

external-link copy
54 : 28

اُولٰٓىِٕكَ یُؤْتَوْنَ اَجْرَهُمْ مَّرَّتَیْنِ بِمَا صَبَرُوْا وَیَدْرَءُوْنَ بِالْحَسَنَةِ السَّیِّئَةَ وَمِمَّا رَزَقْنٰهُمْ یُنْفِقُوْنَ ۟

دغو خلكو ته به يې اجر دوه ځلې وركړى شي، چې صبر يې كړى وو، او دوى د بدۍ مخنيوى په نيكۍ كوي او له هغه څه چې موږ ور روزي كړي لګښت كوي. info
التفاسير:

external-link copy
55 : 28

وَاِذَا سَمِعُوا اللَّغْوَ اَعْرَضُوْا عَنْهُ وَقَالُوْا لَنَاۤ اَعْمَالُنَا وَلَكُمْ اَعْمَالُكُمْ ؗ— سَلٰمٌ عَلَیْكُمْ ؗ— لَا نَبْتَغِی الْجٰهِلِیْنَ ۟

او كله چې دوی واوري بې فایدې خبرې مخ اړوي د هغې نه او دوی وایې موږ لپاره زموږ عملونه دي او تاسو ته خپل عملونه، سلام (د بیلتون) دې وي پر تاسو، نه لټوو موږ ملګرتیا د جاهلانو. info
التفاسير:

external-link copy
56 : 28

اِنَّكَ لَا تَهْدِیْ مَنْ اَحْبَبْتَ وَلٰكِنَّ اللّٰهَ یَهْدِیْ مَنْ یَّشَآءُ ۚ— وَهُوَ اَعْلَمُ بِالْمُهْتَدِیْنَ ۟

ته هغه چا ته هدايت نه شې كولاى چې ستا خوښ وي خو چا ته چې الله وغواړي هدايت ورته كوي او همغه په لار موندونكو ښه پوه دى. info
التفاسير:

external-link copy
57 : 28

وَقَالُوْۤا اِنْ نَّتَّبِعِ الْهُدٰی مَعَكَ نُتَخَطَّفْ مِنْ اَرْضِنَا ؕ— اَوَلَمْ نُمَكِّنْ لَّهُمْ حَرَمًا اٰمِنًا یُّجْبٰۤی اِلَیْهِ ثَمَرٰتُ كُلِّ شَیْءٍ رِّزْقًا مِّنْ لَّدُنَّا وَلٰكِنَّ اَكْثَرَهُمْ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟

او هغوى وويل: كه له تاسره د دې هدايت پيروي وكړو نو له خپلې ځمكې به وتښتول شو! آيا هغوى ته مو بې غمه حرم كې ځاى نه دى وركړى؟ چې زموږ لخوا د روزۍ په توګه هر ډول مېوې ورته راچليږي خو زياتره يې نه پوهيږي. info
التفاسير:

external-link copy
58 : 28

وَكَمْ اَهْلَكْنَا مِنْ قَرْیَةٍ بَطِرَتْ مَعِیْشَتَهَا ۚ— فَتِلْكَ مَسٰكِنُهُمْ لَمْ تُسْكَنْ مِّنْ بَعْدِهِمْ اِلَّا قَلِیْلًا ؕ— وَكُنَّا نَحْنُ الْوٰرِثِیْنَ ۟

او څومره داسې كلي موږ تباه كړي دي چې په خپل ژوندون كې مغرور شوي وو، نو دا دی كورونه يې چې له هغوى وروسته څه ډېره لږ هستوګنه پكې شوې ده او وو موږ اخري مالکان. info
التفاسير:

external-link copy
59 : 28

وَمَا كَانَ رَبُّكَ مُهْلِكَ الْقُرٰی حَتّٰی یَبْعَثَ فِیْۤ اُمِّهَا رَسُوْلًا یَّتْلُوْا عَلَیْهِمْ اٰیٰتِنَا ۚ— وَمَا كُنَّا مُهْلِكِی الْقُرٰۤی اِلَّا وَاَهْلُهَا ظٰلِمُوْنَ ۟

او نه و رب ستا هلاكوونكى د کلیو، څو چې په مینځ د هغې کې به يې يو رسول نه و لېږلى چې زموږ آيتونه به يې پرې لوستل او نه و موږ هلاکوونکي د کلیو، مګر اوسیدونکي د هغې ظالمان دي. info
التفاسير:

external-link copy
60 : 28

وَمَاۤ اُوْتِیْتُمْ مِّنْ شَیْءٍ فَمَتَاعُ الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا وَزِیْنَتُهَا ۚ— وَمَا عِنْدَ اللّٰهِ خَیْرٌ وَّاَبْقٰی ؕ— اَفَلَا تَعْقِلُوْنَ ۟۠

او تاسي ته چې څه دركړ شوي، هغه خو د دنيوي ژوند وسايل او ښكلا ده، خو څه چې الله سره دي هغه غوره او ډېر پايېدونكي دي، آيا نو تاسي عقل نه كاروئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
61 : 28

اَفَمَنْ وَّعَدْنٰهُ وَعْدًا حَسَنًا فَهُوَ لَاقِیْهِ كَمَنْ مَّتَّعْنٰهُ مَتَاعَ الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا ثُمَّ هُوَ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ مِنَ الْمُحْضَرِیْنَ ۟

آيا نو هغه كس چې موږ غوره ژمنه وركړې او هغه يې موندونكى وي، د هغه چا غوندې دى چې (يوازې) د دنيوي ژوند سامان مو وركړى، بيا به هغه د قيامت په ورځ (عذاب ته) له حاضرېدونكو څخه وي. info
التفاسير:

external-link copy
62 : 28

وَیَوْمَ یُنَادِیْهِمْ فَیَقُوْلُ اَیْنَ شُرَكَآءِیَ الَّذِیْنَ كُنْتُمْ تَزْعُمُوْنَ ۟

او (په) كومه ورځ چې آواز ورته وكړي: زما هغه شريكان چېرته دي چې تاسو به ګومان كولو؟ info
التفاسير:

external-link copy
63 : 28

قَالَ الَّذِیْنَ حَقَّ عَلَیْهِمُ الْقَوْلُ رَبَّنَا هٰۤؤُلَآءِ الَّذِیْنَ اَغْوَیْنَا ۚ— اَغْوَیْنٰهُمْ كَمَا غَوَیْنَا ۚ— تَبَرَّاْنَاۤ اِلَیْكَ ؗ— مَا كَانُوْۤا اِیَّانَا یَعْبُدُوْنَ ۟

بيا به هغه كسان ووايي كوم چې (د عذاب) خبره ورباندې ثابته شوې: اې زموږ ربه! همدغه خلك دي چې موږ بې لارې كړي وو، داسې مو بې لارې كړي وو لكه موږ چې بې لارې شوي وو، موږ تاته له هغوى نه بېزاري څرګندوو، دوى زموږ عبادت نه كولو. info
التفاسير:

external-link copy
64 : 28

وَقِیْلَ ادْعُوْا شُرَكَآءَكُمْ فَدَعَوْهُمْ فَلَمْ یَسْتَجِیْبُوْا لَهُمْ وَرَاَوُا الْعَذَابَ ۚ— لَوْ اَنَّهُمْ كَانُوْا یَهْتَدُوْنَ ۟

او وبه ويل شي، خپل شريكان مو راوبولئ، نو هغوى به يې راوبولي خو هغوى به څه ځواب ورنه كړي او عذاب به وويني، ( او وایې به ) كاشكې دوى پوهېدلی (چې دا شریکان هیڅ مرسته نشي کولی). info
التفاسير:

external-link copy
65 : 28

وَیَوْمَ یُنَادِیْهِمْ فَیَقُوْلُ مَاذَاۤ اَجَبْتُمُ الْمُرْسَلِیْنَ ۟

او هغه ورځ چې دوى ته غږ وكړي وايي څه ځواب وركړی و تاسو رسولانو ته؟ info
التفاسير:

external-link copy
66 : 28

فَعَمِیَتْ عَلَیْهِمُ الْاَنْۢبَآءُ یَوْمَىِٕذٍ فَهُمْ لَا یَتَسَآءَلُوْنَ ۟

نو هغه ورځ به ټول خبرونه (ځوابونه) ورباندې پټ كړی شي بيا به يو بل پوښتلى هم نه شي. info
التفاسير:

external-link copy
67 : 28

فَاَمَّا مَنْ تَابَ وَاٰمَنَ وَعَمِلَ صَالِحًا فَعَسٰۤی اَنْ یَّكُوْنَ مِنَ الْمُفْلِحِیْنَ ۟

نو چا چې توبه وكړه، ايمان يې راوړو او نېك عمل يې وكړ، نیږدې دی چې هغه له بري موندونكو څخه وي. info
التفاسير:

external-link copy
68 : 28

وَرَبُّكَ یَخْلُقُ مَا یَشَآءُ وَیَخْتَارُ ؕ— مَا كَانَ لَهُمُ الْخِیَرَةُ ؕ— سُبْحٰنَ اللّٰهِ وَتَعٰلٰی عَمَّا یُشْرِكُوْنَ ۟

او ستا رب چې څه غواړي هغه پيدا كوي او غوره كوي يې، د دوى څه اختيار نشته، الله لره پاكي ده او له هغه څه ډېر اوچت دى چې دوى يې ورسره شريكوي. info
التفاسير:

external-link copy
69 : 28

وَرَبُّكَ یَعْلَمُ مَا تُكِنُّ صُدُوْرُهُمْ وَمَا یُعْلِنُوْنَ ۟

او ستا پالونکي پوهیږي په هغه څه چې د هغوى سينې يې پټوي او هغه چې څرګندوي يې. info
التفاسير:

external-link copy
70 : 28

وَهُوَ اللّٰهُ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ ؕ— لَهُ الْحَمْدُ فِی الْاُوْلٰی وَالْاٰخِرَةِ ؗ— وَلَهُ الْحُكْمُ وَاِلَیْهِ تُرْجَعُوْنَ ۟

او همغه الله دى، له هغه پرته كوم بل لایق د عبادت نشته، همغه لره ستاينه ده په دنيا او آخرت كې او حكم د هغه دى او د همغه لور ته به ورستنېږئ. info
التفاسير:

external-link copy
71 : 28

قُلْ اَرَءَیْتُمْ اِنْ جَعَلَ اللّٰهُ عَلَیْكُمُ الَّیْلَ سَرْمَدًا اِلٰی یَوْمِ الْقِیٰمَةِ مَنْ اِلٰهٌ غَیْرُ اللّٰهِ یَاْتِیْكُمْ بِضِیَآءٍ ؕ— اَفَلَا تَسْمَعُوْنَ ۟

ووایه: خبر راکړئ که چېرته الله د قيامت تر ورځې پورې شپه درباندې اوږده كړي، نو له الله پرته هغه معبود څوك دى چې تاسي ته رڼايي راولي؟ نو آيا تاسي نه اورئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
72 : 28

قُلْ اَرَءَیْتُمْ اِنْ جَعَلَ اللّٰهُ عَلَیْكُمُ النَّهَارَ سَرْمَدًا اِلٰی یَوْمِ الْقِیٰمَةِ مَنْ اِلٰهٌ غَیْرُ اللّٰهِ یَاْتِیْكُمْ بِلَیْلٍ تَسْكُنُوْنَ فِیْهِ ؕ— اَفَلَا تُبْصِرُوْنَ ۟

ورته ووايه: آيا تاسي پام كړی چې كه الله تر قيامت ورځې پورې ورځ درباندې هميشه كړي، له الله پرته بل معبود څوك دى چې تاسي ته شپه راولي تر څو پكې آرام وكړئ؟ آيا نو تاسي نه وينئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
73 : 28

وَمِنْ رَّحْمَتِهٖ جَعَلَ لَكُمُ الَّیْلَ وَالنَّهَارَ لِتَسْكُنُوْا فِیْهِ وَلِتَبْتَغُوْا مِنْ فَضْلِهٖ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُوْنَ ۟

او له خپل رحمته يې تاسي ته شپه او ورځ پيدا كړي چې تاسي پكې آرام وكړئ او د هغه فضل ولټوئ او د دې لپاره چې شكر وباسئ. info
التفاسير:

external-link copy
74 : 28

وَیَوْمَ یُنَادِیْهِمْ فَیَقُوْلُ اَیْنَ شُرَكَآءِیَ الَّذِیْنَ كُنْتُمْ تَزْعُمُوْنَ ۟

او (په) كومه ورځ چې آواز ورته وكړي: زما هغه شريكان چېرته دي چې تاسو به ګومان كولو؟ info
التفاسير:

external-link copy
75 : 28

وَنَزَعْنَا مِنْ كُلِّ اُمَّةٍ شَهِیْدًا فَقُلْنَا هَاتُوْا بُرْهَانَكُمْ فَعَلِمُوْۤا اَنَّ الْحَقَّ لِلّٰهِ وَضَلَّ عَنْهُمْ مَّا كَانُوْا یَفْتَرُوْنَ ۟۠

او راوباسو به موږ له هر امته يو شاهد بيا به ووايو: راوړئ خپل دليل مو (په شرک باندې) نو بيا به پوه شي چې حق (د الوهیت) الله لره دى او هغه ټول درواغ به ترې ورك شي چې هغوى به جوړول. info
التفاسير:

external-link copy
76 : 28

اِنَّ قَارُوْنَ كَانَ مِنْ قَوْمِ مُوْسٰی فَبَغٰی عَلَیْهِمْ ۪— وَاٰتَیْنٰهُ مِنَ الْكُنُوْزِ مَاۤ اِنَّ مَفَاتِحَهٗ لَتَنُوْٓاُ بِالْعُصْبَةِ اُولِی الْقُوَّةِ ۗ— اِذْ قَالَ لَهٗ قَوْمُهٗ لَا تَفْرَحْ اِنَّ اللّٰهَ لَا یُحِبُّ الْفَرِحِیْنَ ۟

بې شکه قارون د موسىٰ له قومه و، خو بيا يې پر هغوى تېرى وكړ او هغه ته مو دومره خزانې وركړې وې چې کنجيانې (چابیانې) به يې پر يوې ځواكمنې ډلې هم درنېدلې، يو وخت چې قوم يې ورته ووېل: (په دنيا) مه نازېږه! بې شكه الله نازېدونكي نه خوښوي. info
التفاسير:

external-link copy
77 : 28

وَابْتَغِ فِیْمَاۤ اٰتٰىكَ اللّٰهُ الدَّارَ الْاٰخِرَةَ وَلَا تَنْسَ نَصِیْبَكَ مِنَ الدُّنْیَا وَاَحْسِنْ كَمَاۤ اَحْسَنَ اللّٰهُ اِلَیْكَ وَلَا تَبْغِ الْفَسَادَ فِی الْاَرْضِ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ لَا یُحِبُّ الْمُفْسِدِیْنَ ۟

او په هغه څه (مال) كې چې الله دركړی، د آخرت كور ولټوه او په دنيا كې دې هم خپله برخه مه هېروه او ښېګڼه كوه لكه تا سره چې الله ښېګڼه كړې ده او په ځمكه كې فساد (جوړول) مه غواړه، بې شكه الله فساد كوونكي نه خوښوي. info
التفاسير:

external-link copy
78 : 28

قَالَ اِنَّمَاۤ اُوْتِیْتُهٗ عَلٰی عِلْمٍ عِنْدِیْ ؕ— اَوَلَمْ یَعْلَمْ اَنَّ اللّٰهَ قَدْ اَهْلَكَ مِنْ قَبْلِهٖ مِنَ الْقُرُوْنِ مَنْ هُوَ اَشَدُّ مِنْهُ قُوَّةً وَّاَكْثَرُ جَمْعًا ؕ— وَلَا یُسْـَٔلُ عَنْ ذُنُوْبِهِمُ الْمُجْرِمُوْنَ ۟

هغه ويل: دا خو ماته په هغه پوهه راكړی شوي چې زه يې لرم، آيا هغه ته نه وه معلومه چې بې شكه الله له هغه مخكى (هم) داسې قومونه هلاك كړي دي چې له هغه ډېر ځواكمن او په ډله كې ډېر زيات وو؟ او له (داسې) مجرمانو خو د ګناهونو پوښتنه نه كيږي. info
التفاسير:

external-link copy
79 : 28

فَخَرَجَ عَلٰی قَوْمِهٖ فِیْ زِیْنَتِهٖ ؕ— قَالَ الَّذِیْنَ یُرِیْدُوْنَ الْحَیٰوةَ الدُّنْیَا یٰلَیْتَ لَنَا مِثْلَ مَاۤ اُوْتِیَ قَارُوْنُ ۙ— اِنَّهٗ لَذُوْ حَظٍّ عَظِیْمٍ ۟

نو راووتلو دی خپل قوم ته په سينګار كې نو كومو خلكو چې دنيوي ژوند غوښته، وويل: كاشكې زموږ هم هغه څه واى لكه قارون ته چې وركړى شوي، رېښتيا چې دى د لويې برخې څښتن دى. info
التفاسير:

external-link copy
80 : 28

وَقَالَ الَّذِیْنَ اُوْتُوا الْعِلْمَ وَیْلَكُمْ ثَوَابُ اللّٰهِ خَیْرٌ لِّمَنْ اٰمَنَ وَعَمِلَ صَالِحًا ۚ— وَلَا یُلَقّٰىهَاۤ اِلَّا الصّٰبِرُوْنَ ۟

او چا ته چې علم وركړى شوى و، هغوى وويل: ستاسي په حال افسوس دى، د الله ثواب د هغه چا لپاره ډېر غوره دى چې ايمان راوړي او نيك عمل وكړي او دا پرته له صابرانو بل چا ته نه وركول كيږي. info
التفاسير:

external-link copy
81 : 28

فَخَسَفْنَا بِهٖ وَبِدَارِهِ الْاَرْضَ ۫— فَمَا كَانَ لَهٗ مِنْ فِئَةٍ یَّنْصُرُوْنَهٗ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ ؗۗ— وَمَا كَانَ مِنَ الْمُنْتَصِرِیْنَ ۟

نو هغه او د هغه كور مو په ځمكه ننوېست، نو بيا د هغه کومه ډله نه وه چې د الله په مقابله كې يې مرسته وكړي او نه په خپله د ځان مرسته كوونكى و. info
التفاسير:

external-link copy
82 : 28

وَاَصْبَحَ الَّذِیْنَ تَمَنَّوْا مَكَانَهٗ بِالْاَمْسِ یَقُوْلُوْنَ وَیْكَاَنَّ اللّٰهَ یَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ یَّشَآءُ مِنْ عِبَادِهٖ وَیَقْدِرُ ۚ— لَوْلَاۤ اَنْ مَّنَّ اللّٰهُ عَلَیْنَا لَخَسَفَ بِنَا ؕ— وَیْكَاَنَّهٗ لَا یُفْلِحُ الْكٰفِرُوْنَ ۟۠

او سبا کړو هغو کسانو چې ارمان یې کړی و د حالت د ده پرون، ویل یې: آیا ته نه ګورې؟ یقینا الله تعالی پراخوي روزي هغه چا لره چې وغواړي د بنده ګانو خپلو نه او تنګوي، که چیرته احسان نه و کړی الله تعالی پر موږ باندې خامخا ښخ کړی به یې وای موږ لره، آیا ته پوه نه یې؟ یقینا کافران نشي بچ کیدلی. info
التفاسير:

external-link copy
83 : 28

تِلْكَ الدَّارُ الْاٰخِرَةُ نَجْعَلُهَا لِلَّذِیْنَ لَا یُرِیْدُوْنَ عُلُوًّا فِی الْاَرْضِ وَلَا فَسَادًا ؕ— وَالْعَاقِبَةُ لِلْمُتَّقِیْنَ ۟

هغه د آخرت كور موږ د هغو كسانو لپاره ټاكو چې په ځمكه كې لويي او فساد كول نه غواړي او ښه پايله د متقيانو ده. info
التفاسير:

external-link copy
84 : 28

مَنْ جَآءَ بِالْحَسَنَةِ فَلَهٗ خَیْرٌ مِّنْهَا ۚ— وَمَنْ جَآءَ بِالسَّیِّئَةِ فَلَا یُجْزَی الَّذِیْنَ عَمِلُوا السَّیِّاٰتِ اِلَّا مَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟

چا چې نيكى راوړه نو د هغه لپاره به بهتره بدله وي د هغې نه، او چا چې راتلل وکړل په بدۍ سره نو بيا هغوى ته چې بدۍ يې كړې وي، له خپل عمله پرته بله بدله نه وركول كيږي. info
التفاسير:

external-link copy
85 : 28

اِنَّ الَّذِیْ فَرَضَ عَلَیْكَ الْقُرْاٰنَ لَرَآدُّكَ اِلٰی مَعَادٍ ؕ— قُلْ رَّبِّیْۤ اَعْلَمُ مَنْ جَآءَ بِالْهُدٰی وَمَنْ هُوَ فِیْ ضَلٰلٍ مُّبِیْنٍ ۟

بې شکه هغه ذات چې فرض کړی یې دی پر تا باندې دا قران، خامخا واپس کوي به تا لره ځای د واپسۍ ته، ووايه: زما رب ښه پوه دی په هغه چا باندې چې راتلل وکړي په هدایت سره او په هغه چا چې هغه وي په ښکاره ګمراهۍ کې. info
التفاسير:

external-link copy
86 : 28

وَمَا كُنْتَ تَرْجُوْۤا اَنْ یُّلْقٰۤی اِلَیْكَ الْكِتٰبُ اِلَّا رَحْمَةً مِّنْ رَّبِّكَ فَلَا تَكُوْنَنَّ ظَهِیْرًا لِّلْكٰفِرِیْنَ ۟ؗ

او ستا خو دا هيله نه وه چې دا كتاب دې تاته راولېږل شي، پرته له دې چې ستا د رب له لوري يو رحمت و نو ته د كافرو ملاتړی مه كېږه. info
التفاسير:

external-link copy
87 : 28

وَلَا یَصُدُّنَّكَ عَنْ اٰیٰتِ اللّٰهِ بَعْدَ اِذْ اُنْزِلَتْ اِلَیْكَ وَادْعُ اِلٰی رَبِّكَ وَلَا تَكُوْنَنَّ مِنَ الْمُشْرِكِیْنَ ۟ۚ

او په كار ده چې هغوى دې هيڅكله د الله له اّيتونو وانړوي، له هغه وروسته چې تاته رانازل شي، او د خپل رب لور ته بلنه كوه او هېڅكله په مشركانو كې مه شاملېږه. info
التفاسير:

external-link copy
88 : 28

وَلَا تَدْعُ مَعَ اللّٰهِ اِلٰهًا اٰخَرَ ۘ— لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ ۫— كُلُّ شَیْءٍ هَالِكٌ اِلَّا وَجْهَهٗ ؕ— لَهُ الْحُكْمُ وَاِلَیْهِ تُرْجَعُوْنَ ۟۠

او له الله سره كوم بل معبود مه رابوله، د هغه پرته بل د عبادت لایق نشته، د هغه له مخ (ذات) پرته هر څه له منځه تلونكي دي واكمني يوازې د هغه ده او تاسي ټول به همغه ته ورستنېږئ. info
التفاسير: