Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - رواد الترجمة مرکز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

د معناګانو ژباړه سورت: رحمن   آیت:
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟
پس کوم نعمتونه د خپل پالونکي تاسو دواړه (ای پیریه او انسانه) درواغ ګڼئ؟
عربي تفسیرونه:
هٰذِهٖ جَهَنَّمُ الَّتِیْ یُكَذِّبُ بِهَا الْمُجْرِمُوْنَ ۟ۘ
دا همغه جهنم دى چې مجرمانو به درواغ ګڼلو.
عربي تفسیرونه:
یَطُوْفُوْنَ بَیْنَهَا وَبَیْنَ حَمِیْمٍ اٰنٍ ۟ۚ
د هغه (دوزخ) او تودو خوټېدونكو اوبو ترمنځ به چكر خوري.
عربي تفسیرونه:
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟۠
پس کوم نعمتونه د خپل پالونکي تاسو دواړه (ای پیریه او انسانه) درواغ ګڼئ؟
عربي تفسیرونه:
وَلِمَنْ خَافَ مَقَامَ رَبِّهٖ جَنَّتٰنِ ۟ۚ
او د هغه چا لپاره چې د خپل پالونکي پر وړاندې له درېدلو ډاريږي، دوه جنتونه دي.
عربي تفسیرونه:
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟ۙ
پس کوم نعمتونه د خپل پالونکي تاسو دواړه (ای پیریه او انسانه) درواغ ګڼئ؟
عربي تفسیرونه:
ذَوَاتَاۤ اَفْنَانٍ ۟ۚ
دواړه د ډېرو څانګو والا (باغونه) دي.
عربي تفسیرونه:
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟
پس کوم نعمتونه د خپل پالونکي تاسو دواړه (ای پیریه او انسانه) درواغ ګڼئ؟
عربي تفسیرونه:
فِیْهِمَا عَیْنٰنِ تَجْرِیٰنِ ۟ۚ
په هغو دواړو كې دوې چينې دي، بهيږي.
عربي تفسیرونه:
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟
پس کوم نعمتونه د خپل پالونکي تاسو دواړه (ای پیریه او انسانه) درواغ ګڼئ؟
عربي تفسیرونه:
فِیْهِمَا مِنْ كُلِّ فَاكِهَةٍ زَوْجٰنِ ۟ۚ
په هغو دواړو كې به له هرې مېوې دوه دوه ډوله وي.
عربي تفسیرونه:
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟
پس کوم نعمتونه د خپل پالونکي تاسو دواړه (ای پیریه او انسانه) درواغ ګڼئ؟
عربي تفسیرونه:
مُتَّكِـِٕیْنَ عَلٰی فُرُشٍ بَطَآىِٕنُهَا مِنْ اِسْتَبْرَقٍ ؕ— وَجَنَا الْجَنَّتَیْنِ دَانٍ ۟ۚ
پر داسې فرشونو به ډډه وهونكي (ناست) وي چې استرونه به يې د غټو ورېښمو وي او د هغو دواړو باغونو مېوې به لاس ته نېږدې وي.
عربي تفسیرونه:
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟
پس کوم نعمتونه د خپل پالونکي تاسو دواړه (ای پیریه او انسانه) درواغ ګڼئ؟
عربي تفسیرونه:
فِیْهِنَّ قٰصِرٰتُ الطَّرْفِ ۙ— لَمْ یَطْمِثْهُنَّ اِنْسٌ قَبْلَهُمْ وَلَا جَآنٌّ ۟ۚ
په هغو كې ښكته كتونكې د خپل نظر (حورې) دي چې تر هغوى مخکې نه كوم انسان لاس وروړى او نه پېري.
عربي تفسیرونه:
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟
پس کوم نعمتونه د خپل پالونکي تاسو دواړه (ای پیریه او انسانه) درواغ ګڼئ؟
عربي تفسیرونه:
كَاَنَّهُنَّ الْیَاقُوْتُ وَالْمَرْجَانُ ۟ۚ
لكه هغوى چې (سره ګډ شوي) لال او مرجان وي.
عربي تفسیرونه:
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟
پس کوم نعمتونه د خپل پالونکي تاسو دواړه (ای پیریه او انسانه) درواغ ګڼئ؟
عربي تفسیرونه:
هَلْ جَزَآءُ الْاِحْسَانِ اِلَّا الْاِحْسَانُ ۟ۚ
آيا د ښېګڼې بدله ښېګڼه نه ده؟
عربي تفسیرونه:
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟
پس کوم نعمتونه د خپل پالونکي تاسو دواړه (ای پیریه او انسانه) درواغ ګڼئ؟
عربي تفسیرونه:
وَمِنْ دُوْنِهِمَا جَنَّتٰنِ ۟ۚ
او له هغو پرته به دوه باغونه نور هم وي.
عربي تفسیرونه:
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟ۙ
پس کوم نعمتونه د خپل پالونکي تاسو دواړه (ای پیریه او انسانه) درواغ ګڼئ؟
عربي تفسیرونه:
مُدْهَآمَّتٰنِ ۟ۚ
(له ډېر شينوالي به) دواړه تك تور وي
عربي تفسیرونه:
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟ۚ
پس کوم نعمتونه د خپل پالونکي تاسو دواړه (ای پیریه او انسانه) درواغ ګڼئ؟
عربي تفسیرونه:
فِیْهِمَا عَیْنٰنِ نَضَّاخَتٰنِ ۟ۚ
په هغو دواړو كې دوې چينې دي راخوټېدونكې.
عربي تفسیرونه:
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟ۚ
پس کوم نعمتونه د خپل پالونکي تاسو دواړه (ای پیریه او انسانه) درواغ ګڼئ؟
عربي تفسیرونه:
فِیْهِمَا فَاكِهَةٌ وَّنَخْلٌ وَّرُمَّانٌ ۟ۚ
په هغو دواړو كې مېوې، خرماوې او انار دي.
عربي تفسیرونه:
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟ۚ
پس کوم نعمتونه د خپل پالونکي تاسو دواړه (ای پیریه او انسانه) درواغ ګڼئ؟
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: رحمن
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - رواد الترجمة مرکز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

دا ژباړه د مرکز رواد الترجمة ټیم لخوا د ربوہ د تبلیغ ټولنې او د اسلامي منځپانګې د خدماتو ټولنې په همکارۍ شوې.

بندول