Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - رواد الترجمة مرکز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

د معناګانو ژباړه سورت: رحمن   آیت:

رحمن

اَلرَّحْمٰنُ ۟ۙ
ډېر مهربان (الله).
عربي تفسیرونه:
عَلَّمَ الْقُرْاٰنَ ۟ؕ
هغه قرآن ښوولی دی.
عربي تفسیرونه:
خَلَقَ الْاِنْسَانَ ۟ۙ
هغه انسان پيدا کړی دی.
عربي تفسیرونه:
عَلَّمَهُ الْبَیَانَ ۟
هغه ته يې وينا ښوولې ده.
عربي تفسیرونه:
اَلشَّمْسُ وَالْقَمَرُ بِحُسْبَانٍ ۟ۙ
لمر او سپوږمۍ په حساب سره (روان) دي.
عربي تفسیرونه:
وَّالنَّجْمُ وَالشَّجَرُ یَسْجُدٰنِ ۟
او ستوري او ونې سجده کوي.
عربي تفسیرونه:
وَالسَّمَآءَ رَفَعَهَا وَوَضَعَ الْمِیْزَانَ ۟ۙ
او هغه آسمان پورته كړى او تله يې اېښې ده.
عربي تفسیرونه:
اَلَّا تَطْغَوْا فِی الْمِیْزَانِ ۟
چې تاسي په تله كې تېرى نه کوئ
عربي تفسیرونه:
وَاَقِیْمُوا الْوَزْنَ بِالْقِسْطِ وَلَا تُخْسِرُوا الْمِیْزَانَ ۟
او په انصاف سره سم تول كوئ او تله مه كموئ.
عربي تفسیرونه:
وَالْاَرْضَ وَضَعَهَا لِلْاَنَامِ ۟ۙ
او هغه ځمكه د خلكو لپاره (غوړولې) اېښې ده.
عربي تفسیرونه:
فِیْهَا فَاكِهَةٌ وَّالنَّخْلُ ذَاتُ الْاَكْمَامِ ۟ۖ
په هغې كې مېوې دي او د وږو والا خرماوو ونې دي.
عربي تفسیرونه:
وَالْحَبُّ ذُو الْعَصْفِ وَالرَّیْحَانُ ۟ۚ
او د وښو والا (غلې) دانې دي او وږمين (خوشبو او کشمالیو) ګلونه.
عربي تفسیرونه:
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟
پس کوم نعمتونه د خپل پالونکي تاسو دواړه (ای پیریه او انسانه) درواغ ګڼئ؟
عربي تفسیرونه:
خَلَقَ الْاِنْسَانَ مِنْ صَلْصَالٍ كَالْفَخَّارِ ۟ۙ
پیدا کړی یې دی انسان د ټنګیدلې خټې څخه په شان د کردوڼي.
عربي تفسیرونه:
وَخَلَقَ الْجَآنَّ مِنْ مَّارِجٍ مِّنْ نَّارٍ ۟ۚ
او پېريان يې د اور له لمبې څخه پيدا کړل.
عربي تفسیرونه:
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟
پس کوم نعمتونه د خپل پالونکي تاسو دواړه (ای پیریه او انسانه) درواغ ګڼئ؟
عربي تفسیرونه:
رَبُّ الْمَشْرِقَیْنِ وَرَبُّ الْمَغْرِبَیْنِ ۟ۚ
هغه د دواړو ختيځونو پالونکی او د دواړو لويديځونو پالونکی دى.
عربي تفسیرونه:
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟
پس کوم نعمتونه د خپل پالونکي تاسو دواړه (ای پیریه او انسانه) درواغ ګڼئ؟
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: رحمن
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - رواد الترجمة مرکز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

دا ژباړه د مرکز رواد الترجمة ټیم لخوا د ربوہ د تبلیغ ټولنې او د اسلامي منځپانګې د خدماتو ټولنې په همکارۍ شوې.

بندول