Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - رواد الترجمة مرکز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

د معناګانو ژباړه سورت: اعراف   آیت:
وَلَوْ اَنَّ اَهْلَ الْقُرٰۤی اٰمَنُوْا وَاتَّقَوْا لَفَتَحْنَا عَلَیْهِمْ بَرَكٰتٍ مِّنَ السَّمَآءِ وَالْاَرْضِ وَلٰكِنْ كَذَّبُوْا فَاَخَذْنٰهُمْ بِمَا كَانُوْا یَكْسِبُوْنَ ۟
او كه چېرى د دې كليو خلكو ايمان راوړى واى او تقوى يې كړې واى نو پر دوى به مو د اسمان او ځمكې د بركتونو (دروازې) پرانيستلې وې، خو دروغ يې وګڼل (رسولان) نو په هغه عمل كې مو راونيول چې دوى كولو.
عربي تفسیرونه:
اَفَاَمِنَ اَهْلُ الْقُرٰۤی اَنْ یَّاْتِیَهُمْ بَاْسُنَا بَیَاتًا وَّهُمْ نَآىِٕمُوْنَ ۟ؕ
ايا د دې كليو خلك له دې بې غمه وو چې د شپې په ويدو به زموږ عذاب ورته راشي؟
عربي تفسیرونه:
اَوَاَمِنَ اَهْلُ الْقُرٰۤی اَنْ یَّاْتِیَهُمْ بَاْسُنَا ضُحًی وَّهُمْ یَلْعَبُوْنَ ۟
يا د دې كليو خلك له دې بې غمه وو چې په (رڼا) غرمه به زموږ عذاب ورته راشي په داسې حال چې دوى به لوبې كوي.
عربي تفسیرونه:
اَفَاَمِنُوْا مَكْرَ اللّٰهِ ۚ— فَلَا یَاْمَنُ مَكْرَ اللّٰهِ اِلَّا الْقَوْمُ الْخٰسِرُوْنَ ۟۠
آيا د الله له پټ تدبيره ډاډه دي؟ نو د الله له پټ تدبيره خو پرته له تباه كېدونكي قومه بل څوك نه بې غمه كيږي.
عربي تفسیرونه:
اَوَلَمْ یَهْدِ لِلَّذِیْنَ یَرِثُوْنَ الْاَرْضَ مِنْ بَعْدِ اَهْلِهَاۤ اَنْ لَّوْ نَشَآءُ اَصَبْنٰهُمْ بِذُنُوْبِهِمْ ۚ— وَنَطْبَعُ عَلٰی قُلُوْبِهِمْ فَهُمْ لَا یَسْمَعُوْنَ ۟
آيا هغوى ته چې له (پخوانيو) خلكو وروسته ځمكه په ميراث اخلي، نه ده څرګنده شوې چې كه موږوغواړو نو په ګناهونو يې سزا وركولى شو او په زړونو به يې مهر ووهو بيا به هغوى څه نه اوري.
عربي تفسیرونه:
تِلْكَ الْقُرٰی نَقُصُّ عَلَیْكَ مِنْ اَنْۢبَآىِٕهَا ۚ— وَلَقَدْ جَآءَتْهُمْ رُسُلُهُمْ بِالْبَیِّنٰتِ ۚ— فَمَا كَانُوْا لِیُؤْمِنُوْا بِمَا كَذَّبُوْا مِنْ قَبْلُ ؕ— كَذٰلِكَ یَطْبَعُ اللّٰهُ عَلٰی قُلُوْبِ الْكٰفِرِیْنَ ۟
دا (هغه) كلي چې موږ يې تاته كيسې بيانوو، او رسولان يې هم له څرګندو نښانو سره ورته راغلي وو، خو كوم شى چې دوى مخكى دروغ ګڼلى و بيا په هغه ايمان راوړونكي نه وو، همدارنګه الله به د دې كافرانو په زړونو هم مهر وهي.
عربي تفسیرونه:
وَمَا وَجَدْنَا لِاَكْثَرِهِمْ مِّنْ عَهْدٍ ۚ— وَاِنْ وَّجَدْنَاۤ اَكْثَرَهُمْ لَفٰسِقِیْنَ ۟
او په زياترو كې يې موږ څه لوز نه دى موندلى بلكې زياتره يې موږ فاسقان موندلي دى.
عربي تفسیرونه:
ثُمَّ بَعَثْنَا مِنْ بَعْدِهِمْ مُّوْسٰی بِاٰیٰتِنَاۤ اِلٰی فِرْعَوْنَ وَمَلَاۡىِٕهٖ فَظَلَمُوْا بِهَا ۚ— فَانْظُرْ كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُفْسِدِیْنَ ۟
بيا مو له خپلو نښانو سره له دوې وروسته فرعون او د هغه (د قوم) مشرانو ته موسى ولېږلو خو هغوى ظالمانه چلند ورسره وكړ نوګوره چې د هغو ورانكارو انجام څنګه شو؟
عربي تفسیرونه:
وَقَالَ مُوْسٰی یٰفِرْعَوْنُ اِنِّیْ رَسُوْلٌ مِّنْ رَّبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟ۙ
او موسى وويل ای فرعونه! زه د مخلوقاتو د رب له خوا يو استازى راغلى يم.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: اعراف
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - رواد الترجمة مرکز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

دا ژباړه د مرکز رواد الترجمة ټیم لخوا د ربوہ د تبلیغ ټولنې او د اسلامي منځپانګې د خدماتو ټولنې په همکارۍ شوې.

بندول