Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - رواد الترجمة مرکز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

د معناګانو ژباړه سورت: اعراف   آیت:
قَالُوْۤا اٰمَنَّا بِرَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟ۙ
ويلې په رب العالمين مو ايمان راوړو.
عربي تفسیرونه:
رَبِّ مُوْسٰی وَهٰرُوْنَ ۟
هماغه د موسى او هارون -علیهما السلام- په رب.
عربي تفسیرونه:
قَالَ فِرْعَوْنُ اٰمَنْتُمْ بِهٖ قَبْلَ اَنْ اٰذَنَ لَكُمْ ۚ— اِنَّ هٰذَا لَمَكْرٌ مَّكَرْتُمُوْهُ فِی الْمَدِیْنَةِ لِتُخْرِجُوْا مِنْهَاۤ اَهْلَهَا ۚ— فَسَوْفَ تَعْلَمُوْنَ ۟
فرعون وويل: مخكې له دې چې زه اجازه دركړم تاسو پرې ايمان راوړو، دا خامخا يوه دسيسه ده چې تاسو په دې ښار كې جوړه كړې ده، ترڅو خلك (واكمنان) يې ترې وباسئ، نو زر به وپوهېږئ.
عربي تفسیرونه:
لَاُقَطِّعَنَّ اَیْدِیَكُمْ وَاَرْجُلَكُمْ مِّنْ خِلَافٍ ثُمَّ لَاُصَلِّبَنَّكُمْ اَجْمَعِیْنَ ۟
خامخا به مو لاسونه او پښې ردې بدلې غوڅې، بيا به مو ټول په سولۍ وخېژوم (په دار وځړوم).
عربي تفسیرونه:
قَالُوْۤا اِنَّاۤ اِلٰی رَبِّنَا مُنْقَلِبُوْنَ ۟ۚ
هغوى وويل: يقيناً موږ د خپل رب لور ته ورستنېدونكي يو.
عربي تفسیرونه:
وَمَا تَنْقِمُ مِنَّاۤ اِلَّاۤ اَنْ اٰمَنَّا بِاٰیٰتِ رَبِّنَا لَمَّا جَآءَتْنَا ؕ— رَبَّنَاۤ اَفْرِغْ عَلَیْنَا صَبْرًا وَّتَوَفَّنَا مُسْلِمِیْنَ ۟۠
او ته له موږ څخه پرته له دې د بل څه غچ نه اخلې چې موږ د خپل رب آيتونه ومنل، كله چې راته راغلل. زموږ ربه! پر موږ صبر راتوی كړه او مسلمانان مو له دنيا تېر كړه.
عربي تفسیرونه:
وَقَالَ الْمَلَاُ مِنْ قَوْمِ فِرْعَوْنَ اَتَذَرُ مُوْسٰی وَقَوْمَهٗ لِیُفْسِدُوْا فِی الْاَرْضِ وَیَذَرَكَ وَاٰلِهَتَكَ ؕ— قَالَ سَنُقَتِّلُ اَبْنَآءَهُمْ وَنَسْتَحْیٖ نِسَآءَهُمْ ۚ— وَاِنَّا فَوْقَهُمْ قٰهِرُوْنَ ۟
او د فرعون د قوم مشرانو وويل: آيا ته موسى او قوم يې (نور هم) پرېږدې چې په ځمكه كې ورانى جوړ او تا او ستا خدايان پرېږدي؟ ويلې موږ به يې زامن وژنو او ښځې به يې ژوندۍ پرېږدو او موږ خو پر دوى برلاسي يو.
عربي تفسیرونه:
قَالَ مُوْسٰی لِقَوْمِهِ اسْتَعِیْنُوْا بِاللّٰهِ وَاصْبِرُوْا ۚ— اِنَّ الْاَرْضَ لِلّٰهِ ۙ۫— یُوْرِثُهَا مَنْ یَّشَآءُ مِنْ عِبَادِهٖ ؕ— وَالْعَاقِبَةُ لِلْمُتَّقِیْنَ ۟
موسى خپل قوم ته وويل: الله نه مرسته وغواړئ او صبركوئ، بې شكه دا ځمكه د الله ده، له خپلو بندګانو يې چاته چې خوښه شي، د هغى وارث ګرځوي او وروستۍ (بريا) د متقيانو ده.
عربي تفسیرونه:
قَالُوْۤا اُوْذِیْنَا مِنْ قَبْلِ اَنْ تَاْتِیَنَا وَمِنْ بَعْدِ مَا جِئْتَنَا ؕ— قَالَ عَسٰی رَبُّكُمْ اَنْ یُّهْلِكَ عَدُوَّكُمْ وَیَسْتَخْلِفَكُمْ فِی الْاَرْضِ فَیَنْظُرَ كَیْفَ تَعْمَلُوْنَ ۟۠
بنى اسرائيلو وويل: ستا له راتګه مخكې هم ځورول كېدلو او ستا له راتلو وروسته هم ځورول كيږو، (موسى) وويل: نږدې ده چې رب مو دښمن تباه كړي او په ځمكه كې خلافت دركړي، بيا به ګوري چې تاسو څنګه كار كوئ.
عربي تفسیرونه:
وَلَقَدْ اَخَذْنَاۤ اٰلَ فِرْعَوْنَ بِالسِّنِیْنَ وَنَقْصٍ مِّنَ الثَّمَرٰتِ لَعَلَّهُمْ یَذَّكَّرُوْنَ ۟
او فرعونيان مو په كلونو كلونو د وچکالۍ او د مېوو په كمي اخته كړل، ترڅو ښايي هغوى پند واخلي.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: اعراف
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - رواد الترجمة مرکز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

دا ژباړه د مرکز رواد الترجمة ټیم لخوا د ربوہ د تبلیغ ټولنې او د اسلامي منځپانګې د خدماتو ټولنې په همکارۍ شوې.

بندول