Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - رواد الترجمة مرکز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

د معناګانو ژباړه سورت: نوح   آیت:

نوح

اِنَّاۤ اَرْسَلْنَا نُوْحًا اِلٰی قَوْمِهٖۤ اَنْ اَنْذِرْ قَوْمَكَ مِنْ قَبْلِ اَنْ یَّاْتِیَهُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟
بېشکه موږ نوح (عليه السلام) د هغه قوم ته ورلېږلي و چې خپل قوم دې ووېروه، مخكې له دې چې دردوونکی عذاب ورته راشي.
عربي تفسیرونه:
قَالَ یٰقَوْمِ اِنِّیْ لَكُمْ نَذِیْرٌ مُّبِیْنٌ ۟ۙ
وېلې اې زما قومه! زه تاسو ته يو ښكاره وېروونكى (رسول) يم.
عربي تفسیرونه:
اَنِ اعْبُدُوا اللّٰهَ وَاتَّقُوْهُ وَاَطِیْعُوْنِ ۟ۙ
دا چې الله ولمانځئ، ترې وډار شئ او زما خبره ومنئ.
عربي تفسیرونه:
یَغْفِرْ لَكُمْ مِّنْ ذُنُوْبِكُمْ وَیُؤَخِّرْكُمْ اِلٰۤی اَجَلٍ مُّسَمًّی ؕ— اِنَّ اَجَلَ اللّٰهِ اِذَا جَآءَ لَا یُؤَخَّرُ ۘ— لَوْ كُنْتُمْ تَعْلَمُوْنَ ۟
ستاسي ګناهونه به دروبخښي او تر يوې ټاكلې نېټې به مو وځنډوي، بېشكه هغه وخت چې د الله نېټه راشي نو بيا نه ځنډيږي، كاشكې تاسې پوهېدلاى.
عربي تفسیرونه:
قَالَ رَبِّ اِنِّیْ دَعَوْتُ قَوْمِیْ لَیْلًا وَّنَهَارًا ۟ۙ
هغه وويل: اې زما ربه! ما شپه ورځ خپل قوم ته بلنه وركړه.
عربي تفسیرونه:
فَلَمْ یَزِدْهُمْ دُعَآءِیْۤ اِلَّا فِرَارًا ۟
خو زما بلنې نوره هم د هغوى تېښته (انكار او کرکه) زياته كړه.
عربي تفسیرونه:
وَاِنِّیْ كُلَّمَا دَعَوْتُهُمْ لِتَغْفِرَ لَهُمْ جَعَلُوْۤا اَصَابِعَهُمْ فِیْۤ اٰذَانِهِمْ وَاسْتَغْشَوْا ثِیَابَهُمْ وَاَصَرُّوْا وَاسْتَكْبَرُوا اسْتِكْبَارًا ۟ۚ
او ما به چې هر كله د دې لپاره رابلل چې ته بخښنه ورته وكړې نو هغوى به غوږونو كې ګوتې واچولې، په جامو كې به يې ځانونه ونغاړل، په همدې به يې ټينګار كولو او ډېره لويي به يې كوله.
عربي تفسیرونه:
ثُمَّ اِنِّیْ دَعَوْتُهُمْ جِهَارًا ۟ۙ
بيا مې هغوى ته په لوړ غږ بلنه وركړه.
عربي تفسیرونه:
ثُمَّ اِنِّیْۤ اَعْلَنْتُ لَهُمْ وَاَسْرَرْتُ لَهُمْ اِسْرَارًا ۟ۙ
بيا مې ښكاره او پټ پټ ویلي دي دوی ته په پټ ویلو سره.
عربي تفسیرونه:
فَقُلْتُ اسْتَغْفِرُوْا رَبَّكُمْ ۫— اِنَّهٗ كَانَ غَفَّارًا ۟ۙ
او ورته ومې ويل چې له خپل پالونکي مو بخښنه وغواړئ، هغه په رېښتيا ډېر بخښونكى دى.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: نوح
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - رواد الترجمة مرکز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

دا ژباړه د مرکز رواد الترجمة ټیم لخوا د ربوہ د تبلیغ ټولنې او د اسلامي منځپانګې د خدماتو ټولنې په همکارۍ شوې.

بندول