Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - رواد الترجمة مرکز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

د معناګانو ژباړه سورت: نوح   آیت:
یُّرْسِلِ السَّمَآءَ عَلَیْكُمْ مِّدْرَارًا ۟ۙ
آسمان به ډېر وروونكى درباندې راخوشی كړي.
عربي تفسیرونه:
وَّیُمْدِدْكُمْ بِاَمْوَالٍ وَّبَنِیْنَ وَیَجْعَلْ لَّكُمْ جَنّٰتٍ وَّیَجْعَلْ لَّكُمْ اَنْهٰرًا ۟ؕ
او په مالونو او زامنو به ستاسو مرسته وكړي، باغونه او ويالې به درته پيدا كړي.
عربي تفسیرونه:
مَا لَكُمْ لَا تَرْجُوْنَ لِلّٰهِ وَقَارًا ۟ۚ
پر تاسي څه شوي چې د الله د درناوي عقيده نه لرئ.
عربي تفسیرونه:
وَقَدْ خَلَقَكُمْ اَطْوَارًا ۟
حال دا چې تاسې يې په پړاو پړاو پيدا كړي ياست.
عربي تفسیرونه:
اَلَمْ تَرَوْا كَیْفَ خَلَقَ اللّٰهُ سَبْعَ سَمٰوٰتٍ طِبَاقًا ۟ۙ
آيا نه وينئ چې الله په څه ډول لاندې باندې اوه آسمانونه پيدا كړي دي؟
عربي تفسیرونه:
وَّجَعَلَ الْقَمَرَ فِیْهِنَّ نُوْرًا وَّجَعَلَ الشَّمْسَ سِرَاجًا ۟
او په هغو كې يې سپوږمۍ روښانه او لمر ډېوه (ځلېدونکی) ګرځولى.
عربي تفسیرونه:
وَاللّٰهُ اَنْۢبَتَكُمْ مِّنَ الْاَرْضِ نَبَاتًا ۟ۙ
او تاسې يې له ځمكې (په يوه خاص ډول) راوټوكولئ.
عربي تفسیرونه:
ثُمَّ یُعِیْدُكُمْ فِیْهَا وَیُخْرِجُكُمْ اِخْرَاجًا ۟
بيا به مو بېرته هغې ته ورستانه كړي او (بيابه مو ) ترې راوباسې په راویستلو سره.
عربي تفسیرونه:
وَاللّٰهُ جَعَلَ لَكُمُ الْاَرْضَ بِسَاطًا ۟ۙ
او الله ستاسي لپاره ځمكه فرش ګرځولې.
عربي تفسیرونه:
لِّتَسْلُكُوْا مِنْهَا سُبُلًا فِجَاجًا ۟۠
چې تاسي يې په پلنو پراخه لارو لاړ شئ.
عربي تفسیرونه:
قَالَ نُوْحٌ رَّبِّ اِنَّهُمْ عَصَوْنِیْ وَاتَّبَعُوْا مَنْ لَّمْ یَزِدْهُ مَالُهٗ وَوَلَدُهٗۤ اِلَّا خَسَارًا ۟ۚ
نوح علیه السلام وويل: زما پالونکيه! هغوى زما خبره ونه منله او د هغه چا پيروي يې وكړه چې مال او اولاد يې له تاوانه پرته نور څه نه دي ور زيات كړي.
عربي تفسیرونه:
وَمَكَرُوْا مَكْرًا كُبَّارًا ۟ۚ
او دسیسه جوړې کړې ده هغوى ډېره لويه دسيسه.
عربي تفسیرونه:
وَقَالُوْا لَا تَذَرُنَّ اٰلِهَتَكُمْ وَلَا تَذَرُنَّ وَدًّا وَّلَا سُوَاعًا ۙ۬— وَّلَا یَغُوْثَ وَیَعُوْقَ وَنَسْرًا ۟ۚ
او هغوى وويل: هيڅكله خپل معبودان مه پرېږدئ او هيڅكله ود، سواع، يغوث، يعوق او نسر مه پرېږدئ.
عربي تفسیرونه:
وَقَدْ اَضَلُّوْا كَثِیْرًا ۚ۬— وَلَا تَزِدِ الظّٰلِمِیْنَ اِلَّا ضَلٰلًا ۟
او بېشكه هغوى ډېر خلك بې لارې كړي دي او ته هم دغو ظالمانو ته پرته له بې لاريتوبه نور څه مه ورزياتوه.
عربي تفسیرونه:
مِمَّا خَطِیْٓـٰٔتِهِمْ اُغْرِقُوْا فَاُدْخِلُوْا نَارًا ۙ۬— فَلَمْ یَجِدُوْا لَهُمْ مِّنْ دُوْنِ اللّٰهِ اَنْصَارًا ۟
د (همدې) ګناهونو له امله (اوبو كې) غرق کړی شول او اور ته ننه اېستل شول، بيا يې له الله څوك ژغورونكي مرستندويان ونه موندل.
عربي تفسیرونه:
وَقَالَ نُوْحٌ رَّبِّ لَا تَذَرْ عَلَی الْاَرْضِ مِنَ الْكٰفِرِیْنَ دَیَّارًا ۟
او نوح علیه السلام وويل: زما ربه! له دې كافرانو يو هم پر ځمكه اوسېدونكى مه پرېږده.
عربي تفسیرونه:
اِنَّكَ اِنْ تَذَرْهُمْ یُضِلُّوْا عِبَادَكَ وَلَا یَلِدُوْۤا اِلَّا فَاجِرًا كَفَّارًا ۟
ته كه هغوى پريږدې، په رېښتيا ستا بندګان بې لارې كوي او پرته له بد عمله كافره بل څوك نه زېږوي.
عربي تفسیرونه:
رَبِّ اغْفِرْ لِیْ وَلِوَالِدَیَّ وَلِمَنْ دَخَلَ بَیْتِیَ مُؤْمِنًا وَّلِلْمُؤْمِنِیْنَ وَالْمُؤْمِنٰتِ ؕ— وَلَا تَزِدِ الظّٰلِمِیْنَ اِلَّا تَبَارًا ۟۠
زما ربه! ماته بخښنه وكړې، مور او پلار ته مې، هغه چا ته چې ايمان راوړونكى زما كور ته راننوځي او مومنانو نارينه او ښځينه وو ته، او ظالمانو ته له تباهۍ پرته بل څه مه ور زياتوه.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: نوح
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - رواد الترجمة مرکز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

دا ژباړه د مرکز رواد الترجمة ټیم لخوا د ربوہ د تبلیغ ټولنې او د اسلامي منځپانګې د خدماتو ټولنې په همکارۍ شوې.

بندول