Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - رواد الترجمة مرکز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

د معناګانو ژباړه سورت: نبا   آیت:

نبا

عَمَّ یَتَسَآءَلُوْنَ ۟ۚ
د څه په اړه دوی پوښتنې کوي (یو له بل نه).
عربي تفسیرونه:
عَنِ النَّبَاِ الْعَظِیْمِ ۟ۙ
د هغه لوى خبر په اړه.
عربي تفسیرونه:
الَّذِیْ هُمْ فِیْهِ مُخْتَلِفُوْنَ ۟ؕ
هغه چې دوى پكې سره اختلاف كوونكي دي.
عربي تفسیرونه:
كَلَّا سَیَعْلَمُوْنَ ۟ۙ
هيڅكله نه، ژر به هغوى پوه شي.
عربي تفسیرونه:
ثُمَّ كَلَّا سَیَعْلَمُوْنَ ۟
بیا هېڅكله نه، ډېره ژر به دوې ته څرګنده شي.
عربي تفسیرونه:
اَلَمْ نَجْعَلِ الْاَرْضَ مِهٰدًا ۟ۙ
آيا موږ ځمكه فرش نه ده ګرځولې.
عربي تفسیرونه:
وَّالْجِبَالَ اَوْتَادًا ۟ۙ
او غرونه مېخونه؟
عربي تفسیرونه:
وَّخَلَقْنٰكُمْ اَزْوَاجًا ۟ۙ
او تاسي مو جوړه جوړه پيدا كړي ياست.
عربي تفسیرونه:
وَّجَعَلْنَا نَوْمَكُمْ سُبَاتًا ۟ۙ
او ګرځولی دی موږ خوب ستاسو آرام.
عربي تفسیرونه:
وَّجَعَلْنَا الَّیْلَ لِبَاسًا ۟ۙ
او ګرځولې ده موږ شپې لره جامه.
عربي تفسیرونه:
وَّجَعَلْنَا النَّهَارَ مَعَاشًا ۟ۚ
او ګرځولې ده موږ ورځ وخت د ګټلو د روزۍ.
عربي تفسیرونه:
وَبَنَیْنَا فَوْقَكُمْ سَبْعًا شِدَادًا ۟ۙ
او جوړ کړي مو دي ستاسې له پاسه اووه آسمانونه کلک.
عربي تفسیرونه:
وَّجَعَلْنَا سِرَاجًا وَّهَّاجًا ۟ۙ
او جوړ کړی دی موږ چراغ ځلیدونکی.
عربي تفسیرونه:
وَّاَنْزَلْنَا مِنَ الْمُعْصِرٰتِ مَآءً ثَجَّاجًا ۟ۙ
او له ډكو ورېځو مو پرله پسې اوبه را ورولې دي.
عربي تفسیرونه:
لِّنُخْرِجَ بِهٖ حَبًّا وَّنَبَاتًا ۟ۙ
ترڅو پرې غلې دانې او شنه ګيا راوټوكوو.
عربي تفسیرونه:
وَّجَنّٰتٍ اَلْفَافًا ۟ؕ
او ګڼ باغونه.
عربي تفسیرونه:
اِنَّ یَوْمَ الْفَصْلِ كَانَ مِیْقَاتًا ۟ۙ
بېشكه د پرېكړې ورځ يو ټاكلى وخت دى.
عربي تفسیرونه:
یَّوْمَ یُنْفَخُ فِی الصُّوْرِ فَتَاْتُوْنَ اَفْوَاجًا ۟ۙ
كومه ورځ چې په شپېلۍ كې پو كړى شي نو بيا به تاسي ډلې ډلې راځئ.
عربي تفسیرونه:
وَّفُتِحَتِ السَّمَآءُ فَكَانَتْ اَبْوَابًا ۟ۙ
او آسمان به پرانيستل شي نو دروازې دروازې به وي.
عربي تفسیرونه:
وَّسُیِّرَتِ الْجِبَالُ فَكَانَتْ سَرَابًا ۟ؕ
او روان به کړی شي غرونه نو شي به په څېر د شګې.
عربي تفسیرونه:
اِنَّ جَهَنَّمَ كَانَتْ مِرْصَادًا ۟ۙ
بېشكه چې دوزخ يو څارنځى دى.
عربي تفسیرونه:
لِّلطَّاغِیْنَ مَاٰبًا ۟ۙ
د سركښانو استوګنځى دی.
عربي تفسیرونه:
لّٰبِثِیْنَ فِیْهَاۤ اَحْقَابًا ۟ۚ
اوسیږي به هغه کې تر ډیرې مودې پورې.
عربي تفسیرونه:
لَا یَذُوْقُوْنَ فِیْهَا بَرْدًا وَّلَا شَرَابًا ۟ۙ
نه به يخوالى پكى وڅكي او نه څښاك.
عربي تفسیرونه:
اِلَّا حَمِیْمًا وَّغَسَّاقًا ۟ۙ
پرته له خوټېدلو اوبو او زوو.
عربي تفسیرونه:
جَزَآءً وِّفَاقًا ۟ؕ
سمه برابره بدله ده.
عربي تفسیرونه:
اِنَّهُمْ كَانُوْا لَا یَرْجُوْنَ حِسَابًا ۟ۙ
په رېښتيا هغوى د هيڅ حساب هيله نه درلوده.
عربي تفسیرونه:
وَّكَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَا كِذَّابًا ۟ؕ
او زموږ آيتونه يې دروغ ګڼلي وو.
عربي تفسیرونه:
وَكُلَّ شَیْءٍ اَحْصَیْنٰهُ كِتٰبًا ۟ۙ
او موږ هرڅه په شمېر ليكلي وو.
عربي تفسیرونه:
فَذُوْقُوْا فَلَنْ نَّزِیْدَكُمْ اِلَّا عَذَابًا ۟۠
نو ويې څكئ! اوس به موږ پرته له عذابه نور څه در زيات نه كړو.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: نبا
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - رواد الترجمة مرکز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

دا ژباړه د مرکز رواد الترجمة ټیم لخوا د ربوہ د تبلیغ ټولنې او د اسلامي منځپانګې د خدماتو ټولنې په همکارۍ شوې.

بندول