Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - رواد الترجمة مرکز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

د معناګانو ژباړه سورت: نبا   آیت:
اِنَّ لِلْمُتَّقِیْنَ مَفَازًا ۟ۙ
یقینا متقیانو لره ځای د کامیابۍ دی.
عربي تفسیرونه:
حَدَآىِٕقَ وَاَعْنَابًا ۟ۙ
باغونه او انګور دي.
عربي تفسیرونه:
وَّكَوَاعِبَ اَتْرَابًا ۟ۙ
او نوې پېغلې همزولې دي.
عربي تفسیرونه:
وَّكَاْسًا دِهَاقًا ۟ؕ
او ډك ډك جامونه.
عربي تفسیرونه:
لَا یَسْمَعُوْنَ فِیْهَا لَغْوًا وَّلَا كِذّٰبًا ۟ۚۖ
نه به هلته چټيات پكې اوري او نه دروغ.
عربي تفسیرونه:
جَزَآءً مِّنْ رَّبِّكَ عَطَآءً حِسَابًا ۟ۙ
ستا د پالونکي لخوا بدله او پوره پوره لورېينه.
عربي تفسیرونه:
رَّبِّ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَمَا بَیْنَهُمَا الرَّحْمٰنِ لَا یَمْلِكُوْنَ مِنْهُ خِطَابًا ۟ۚ
د آسمانونو، ځمكې او د هغو ترمنځ شيانو ډېر مهربان پالونکی دى، هغوى به له هغه سره د خبرو كولو وس نه لري.
عربي تفسیرونه:
یَوْمَ یَقُوْمُ الرُّوْحُ وَالْمَلٰٓىِٕكَةُ صَفًّا ۙۗؕ— لَّا یَتَكَلَّمُوْنَ اِلَّا مَنْ اَذِنَ لَهُ الرَّحْمٰنُ وَقَالَ صَوَابًا ۟
هغه ورځ چې روح او پرېښتې كتار كتار ودريږي، هيڅوك به خبرې نه كوي له هغه چا پرته چې رحمان اجازه وركړې وي او سمې خبرې به كوي.
عربي تفسیرونه:
ذٰلِكَ الْیَوْمُ الْحَقُّ ۚ— فَمَنْ شَآءَ اتَّخَذَ اِلٰی رَبِّهٖ مَاٰبًا ۟
دا حقه ورځ ده نو چې د چا خوښه وي د خپل پالونکي لور ته د ورګرځېدو لار دې ونيسي.
عربي تفسیرونه:
اِنَّاۤ اَنْذَرْنٰكُمْ عَذَابًا قَرِیْبًا ۖۚ۬— یَّوْمَ یَنْظُرُ الْمَرْءُ مَا قَدَّمَتْ یَدٰهُ وَیَقُوْلُ الْكٰفِرُ یٰلَیْتَنِیْ كُنْتُ تُرٰبًا ۟۠
بېشكه موږ له (راتلونكي) نېږدې عذابه ووېرولئ هغه ورځ چې هرسړى به هغه څه وويني چې خپلو لاسونو يې وړاندې لېږلي او كافر به وايي: كاشكې زه خاورې واى.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: نبا
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - رواد الترجمة مرکز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

دا ژباړه د مرکز رواد الترجمة ټیم لخوا د ربوہ د تبلیغ ټولنې او د اسلامي منځپانګې د خدماتو ټولنې په همکارۍ شوې.

بندول