Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - رواد الترجمة مرکز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

د معناګانو ژباړه سورت: فجر   آیت:

فجر

وَالْفَجْرِ ۟ۙ
قسم دی پر سهار.
عربي تفسیرونه:
وَلَیَالٍ عَشْرٍ ۟ۙ
او پر لسو شپو.
عربي تفسیرونه:
وَّالشَّفْعِ وَالْوَتْرِ ۟ۙ
او پر جفت او تاق.
عربي تفسیرونه:
وَالَّیْلِ اِذَا یَسْرِ ۟ۚ
او پر شپه کله چې روانه وي.
عربي تفسیرونه:
هَلْ فِیْ ذٰلِكَ قَسَمٌ لِّذِیْ حِجْرٍ ۟ؕ
آیا په دې کې د عقل څښتن ته څه قسم شته؟
عربي تفسیرونه:
اَلَمْ تَرَ كَیْفَ فَعَلَ رَبُّكَ بِعَادٍ ۟
ايا ودې نه ليدل چې پالونکي دې له عاديانو سره څه وکړل.
عربي تفسیرونه:
اِرَمَ ذَاتِ الْعِمَادِ ۟
ارم سره، د لوړو ستنو والا سره.
عربي تفسیرونه:
الَّتِیْ لَمْ یُخْلَقْ مِثْلُهَا فِی الْبِلَادِ ۟
هغه چې سيال يې په ښارونو کې نه و پيدا شوی.
عربي تفسیرونه:
وَثَمُوْدَ الَّذِیْنَ جَابُوا الصَّخْرَ بِالْوَادِ ۟
او له هغو ثموديانو سره چې په ناو کې يې (د سمڅو لپاره) لويې ډبرې تراشلې وې.
عربي تفسیرونه:
وَفِرْعَوْنَ ذِی الْاَوْتَادِ ۟
او د ميخونو والا فرعون سره.
عربي تفسیرونه:
الَّذِیْنَ طَغَوْا فِی الْبِلَادِ ۟
هغه چې په ښارونو کې يې سرکښي کړې وه.
عربي تفسیرونه:
فَاَكْثَرُوْا فِیْهَا الْفَسَادَ ۟
او ډېره ورانکاري يې پکې کړې وه.
عربي تفسیرونه:
فَصَبَّ عَلَیْهِمْ رَبُّكَ سَوْطَ عَذَابٍ ۟ۚۙ
نو راوغورځوله پر هغوی رب ستا دره (متروکه) د عذاب.
عربي تفسیرونه:
اِنَّ رَبَّكَ لَبِالْمِرْصَادِ ۟ؕ
په رېښتيا چې پالونکی دې په څارنځي کې دی.
عربي تفسیرونه:
فَاَمَّا الْاِنْسَانُ اِذَا مَا ابْتَلٰىهُ رَبُّهٗ فَاَكْرَمَهٗ وَنَعَّمَهٗ ۙ۬— فَیَقُوْلُ رَبِّیْۤ اَكْرَمَنِ ۟ؕ
خو انسان ( داسې دی) چې کله يې خپل پالونکی و ازمويي او عزت او نعمت ورکړي، وايي: پالونکي مې عزت راکړ.
عربي تفسیرونه:
وَاَمَّاۤ اِذَا مَا ابْتَلٰىهُ فَقَدَرَ عَلَیْهِ رِزْقَهٗ ۙ۬— فَیَقُوْلُ رَبِّیْۤ اَهَانَنِ ۟ۚ
او کله يې چې و ازمويي او روزي يې ورباندې تنګه کړي، بيا وايي پالونکي مې سپک کړم.
عربي تفسیرونه:
كَلَّا بَلْ لَّا تُكْرِمُوْنَ الْیَتِیْمَ ۟ۙ
هيڅکله نه، بلکې (ستاسې عمل سم نه دی) تاسې د يتيم عزت نه کوئ.
عربي تفسیرونه:
وَلَا تَحٰٓضُّوْنَ عَلٰی طَعَامِ الْمِسْكِیْنِ ۟ۙ
او بې وزله ته په خوړو ورکولو يو بل نه هڅوئ.
عربي تفسیرونه:
وَتَاْكُلُوْنَ التُّرَاثَ اَكْلًا لَّمًّا ۟ۙ
او ميراث مال يو ځايي ټول خورئ.
عربي تفسیرونه:
وَّتُحِبُّوْنَ الْمَالَ حُبًّا جَمًّا ۟ؕ
او مال ډېر زيات خوښوئ.
عربي تفسیرونه:
كَلَّاۤ اِذَا دُكَّتِ الْاَرْضُ دَكًّا دَكًّا ۟ۙ
هيڅکله نه، کله چې ځمکه په سختو ټکولو سره وټکول شي.
عربي تفسیرونه:
وَّجَآءَ رَبُّكَ وَالْمَلَكُ صَفًّا صَفًّا ۟ۚ
او راشي رب ستا او پرېښتې کتار کتار.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: فجر
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - رواد الترجمة مرکز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

دا ژباړه د مرکز رواد الترجمة ټیم لخوا د ربوہ د تبلیغ ټولنې او د اسلامي منځپانګې د خدماتو ټولنې په همکارۍ شوې.

بندول