Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه سورت: عادیات   آیت:

عادیات

وَالْعٰدِیٰتِ ضَبْحًا ۟ۙ
لوړه پر اسونو چې په خغلیدلو سره په پرشهار ساه خلي.
عربي تفسیرونه:
فَالْمُوْرِیٰتِ قَدْحًا ۟ۙ
او د سوم په وهلو داور سپرغۍ راپورته کوي.
عربي تفسیرونه:
فَالْمُغِیْرٰتِ صُبْحًا ۟ۙ
او سهار څرک پردښمن یرغل کوي.
عربي تفسیرونه:
فَاَثَرْنَ بِهٖ نَقْعًا ۟ۙ
او یو خړ ګرد پرې راپورته کوي.
عربي تفسیرونه:
فَوَسَطْنَ بِهٖ جَمْعًا ۟ۙ
د دښمن په مینځ کې ورننووځي.
عربي تفسیرونه:
اِنَّ الْاِنْسَانَ لِرَبِّهٖ لَكَنُوْدٌ ۟ۚ
بې شکه چې انسان د خپل رب ډير ناشکره دی.
عربي تفسیرونه:
وَاِنَّهٗ عَلٰی ذٰلِكَ لَشَهِیْدٌ ۟ۚ
او خپله دانا دوده په خپلو سترګو ویني.
عربي تفسیرونه:
وَاِنَّهٗ لِحُبِّ الْخَیْرِ لَشَدِیْدٌ ۟ؕ
له مال سره یې مینه خورا ډیره ده.
عربي تفسیرونه:
اَفَلَا یَعْلَمُ اِذَا بُعْثِرَ مَا فِی الْقُبُوْرِ ۟ۙ
ایا نه پوهیږي چې کله د قبرونو مړي راپورته کړای شي؟
عربي تفسیرونه:
وَحُصِّلَ مَا فِی الصُّدُوْرِ ۟ۙ
او د زړونو ټول پټ راز ونه را ښکاره شي؟
عربي تفسیرونه:
اِنَّ رَبَّهُمْ بِهِمْ یَوْمَىِٕذٍ لَّخَبِیْرٌ ۟۠
بې شکه چې رب یي له ټولو حالاتو څخه په هغه ورځ ښه خبر دی.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: عادیات
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

د مولوي جانباز سرفراز له خوا ترجمه شوی

بندول