Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه سورت: قارعه   آیت:

قارعه

اَلْقَارِعَةُ ۟ۙ
هغه ټکوونکې.
عربي تفسیرونه:
مَا الْقَارِعَةُ ۟ۚ
څه ده هغه ټکوونکې.
عربي تفسیرونه:
وَمَاۤ اَدْرٰىكَ مَا الْقَارِعَةُ ۟ؕ
ته څه پوهیږي چې ټکوونکې به څه وي؟
عربي تفسیرونه:
یَوْمَ یَكُوْنُ النَّاسُ كَالْفَرَاشِ الْمَبْثُوْثِ ۟ۙ
په کومه ورځ چې:انسانان د خورو،ورو ملخانو او پتنګانو په څير شي.
عربي تفسیرونه:
وَتَكُوْنُ الْجِبَالُ كَالْعِهْنِ الْمَنْفُوْشِ ۟ؕ
او غرونه د رنګا رنګ ډانډس شوو وړیو په شان.
عربي تفسیرونه:
فَاَمَّا مَنْ ثَقُلَتْ مَوَازِیْنُهٗ ۟ۙ
نو د چا چې د ایمان او نیکی تله درنه شوه.
عربي تفسیرونه:
فَهُوَ فِیْ عِیْشَةٍ رَّاضِیَةٍ ۟ؕ
نو خورا خوښ ژوند ته به ځي.
عربي تفسیرونه:
وَاَمَّا مَنْ خَفَّتْ مَوَازِیْنُهٗ ۟ۙ
او د چا چې د ایمان او نیکی تله سپکه شوه.
عربي تفسیرونه:
فَاُمُّهٗ هَاوِیَةٌ ۟ؕ
نو ورتګ یې ژورې کندې ته دی.
عربي تفسیرونه:
وَمَاۤ اَدْرٰىكَ مَا هِیَهْ ۟ؕ
او ته څه پوهیږي چې ژوره کنده څه ده؟
عربي تفسیرونه:
نَارٌ حَامِیَةٌ ۟۠
ګرم اور دی.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: قارعه
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

د مولوي جانباز سرفراز له خوا ترجمه شوی

بندول