Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه سورت: حجر   آیت:
اِذْ دَخَلُوْا عَلَیْهِ فَقَالُوْا سَلٰمًا ؕ— قَالَ اِنَّا مِنْكُمْ وَجِلُوْنَ ۟
کله چې ابراهیم ته راغلل نو سلام يې پرې ووایه! ابرهیم وویل: مونږ در نه ډاریږو.
عربي تفسیرونه:
قَالُوْا لَا تَوْجَلْ اِنَّا نُبَشِّرُكَ بِغُلٰمٍ عَلِیْمٍ ۟
هغوی وویل: ډاریږه مه مونږ د یوه هوښیار هلک زیری درکوو.
عربي تفسیرونه:
قَالَ اَبَشَّرْتُمُوْنِیْ عَلٰۤی اَنْ مَّسَّنِیَ الْكِبَرُ فَبِمَ تُبَشِّرُوْنَ ۟
ابراهیم وویل: ایا سره له دې چې زوړوالي راګیر کړی یم د ځوی زیری راکوئ؟ تاسې لږ وګورئ چې دا څه زیری دی؟
عربي تفسیرونه:
قَالُوْا بَشَّرْنٰكَ بِالْحَقِّ فَلَا تَكُنْ مِّنَ الْقٰنِطِیْنَ ۟
میلمنو وویل: مونږ په حقه زیری درکوو تاسې مایوسه کیږئ مه.
عربي تفسیرونه:
قَالَ وَمَنْ یَّقْنَطُ مِنْ رَّحْمَةِ رَبِّهٖۤ اِلَّا الضَّآلُّوْنَ ۟
ابراهیم وویل: د خپل رب له رحمت نه خو یوازې بې لارې خلک مایوسه کیږي.
عربي تفسیرونه:
قَالَ فَمَا خَطْبُكُمْ اَیُّهَا الْمُرْسَلُوْنَ ۟
ابراهیم پوښتنه وکړه چې ای د الله استازو! د کوم کار لپاره راغلي یاست؟
عربي تفسیرونه:
قَالُوْۤا اِنَّاۤ اُرْسِلْنَاۤ اِلٰی قَوْمٍ مُّجْرِمِیْنَ ۟ۙ
هغوی وویل مونږ یوه مجرم قوم ته رالیږلي شوي یو.
عربي تفسیرونه:
اِلَّاۤ اٰلَ لُوْطٍ ؕ— اِنَّا لَمُنَجُّوْهُمْ اَجْمَعِیْنَ ۟ۙ
ده چې مونږ به ټول ژغورو.
عربي تفسیرونه:
اِلَّا امْرَاَتَهٗ قَدَّرْنَاۤ ۙ— اِنَّهَا لَمِنَ الْغٰبِرِیْنَ ۟۠
خو ښځه يې[۸] نه ځکه مونږ د هغې په هکله پریکړه کړې ده چې په پاتې کیدونکو کې به وي.
[۸] دا یاد ملایکو خبره ده. او یا د الله . دواړه صحیح دي( فتح القدیر د امام الشوکاني)
عربي تفسیرونه:
فَلَمَّا جَآءَ اٰلَ لُوْطِ ١لْمُرْسَلُوْنَ ۟ۙ
کله چې استازي د لوط کورنۍ ته راغلل.
عربي تفسیرونه:
قَالَ اِنَّكُمْ قَوْمٌ مُّنْكَرُوْنَ ۟
لوط ورته وویل: تاسو خو نا اشنا خلک يې.
عربي تفسیرونه:
قَالُوْا بَلْ جِئْنٰكَ بِمَا كَانُوْا فِیْهِ یَمْتَرُوْنَ ۟
هغوی وویل: زمونږ انسانان نه بلکې پرښتي یو، او هغه څه مو درته راوړي دي چې ستا قوم پکې شکمن ؤ.
عربي تفسیرونه:
وَاَتَیْنٰكَ بِالْحَقِّ وَاِنَّا لَصٰدِقُوْنَ ۟
او مونږ رښتیا وایو چې تا ته مو حق راوړی دی.
عربي تفسیرونه:
فَاَسْرِ بِاَهْلِكَ بِقِطْعٍ مِّنَ الَّیْلِ وَاتَّبِعْ اَدْبَارَهُمْ وَلَا یَلْتَفِتْ مِنْكُمْ اَحَدٌ وَّامْضُوْا حَیْثُ تُؤْمَرُوْنَ ۟
نو خپله کورنس د شپې په یوه برخه کې روانه او ته هم ورپسې شه او ستاسې یو تن هم باید شاته ونه ګوري او مخامخ همغه لور ته ولاړ شئ چې خکم يي درته کیږي.
عربي تفسیرونه:
وَقَضَیْنَاۤ اِلَیْهِ ذٰلِكَ الْاَمْرَ اَنَّ دَابِرَ هٰۤؤُلَآءِ مَقْطُوْعٌ مُّصْبِحِیْنَ ۟
او په دې توګه مو لوط ته خپله اخرنۍ پریکړه واوره وله چې د سهار له ختلو سره جوخت به هغوی ريښې پرې کړای شي.
عربي تفسیرونه:
وَجَآءَ اَهْلُ الْمَدِیْنَةِ یَسْتَبْشِرُوْنَ ۟
په همدې ترڅ کې د ښار خلک یو بل ته د زیري ورکولو له خوښۍ سره د لوط کور ته راغلل.
عربي تفسیرونه:
قَالَ اِنَّ هٰۤؤُلَآءِ ضَیْفِیْ فَلَا تَفْضَحُوْنِ ۟ۙ
لوط ورته وویل دا زما میلمانه دي پام چې رسوا مې نه کړئ.
عربي تفسیرونه:
وَاتَّقُوا اللّٰهَ وَلَا تُخْزُوْنِ ۟
له الله نه وډار شئ او پام چې سپک مې نه کړئ.
عربي تفسیرونه:
قَالُوْۤا اَوَلَمْ نَنْهَكَ عَنِ الْعٰلَمِیْنَ ۟
هغوی وویل: ایا ته مونږ نه وي منع کړی چې له خلکو سره به اړیکې نه ساتې؟
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: حجر
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

د مولوي جانباز سرفراز له خوا ترجمه شوی

بندول