Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه سورت: حجر   آیت:
الَّذِیْنَ جَعَلُوا الْقُرْاٰنَ عِضِیْنَ ۟
هغغوی چې قران يي ټوټه، ټوټه کړی وو.
عربي تفسیرونه:
فَوَرَبِّكَ لَنَسْـَٔلَنَّهُمْ اَجْمَعِیْنَ ۟ۙ
نو ستا په رب مې لوړه ده چې له دې ټولو نه به پوښتنه وکړم.
عربي تفسیرونه:
عَمَّا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟
چې څه يي کول.
عربي تفسیرونه:
فَاصْدَعْ بِمَا تُؤْمَرُ وَاَعْرِضْ عَنِ الْمُشْرِكِیْنَ ۟
نو ای محمده! هغه څه په ډاګ کړه چې تا ته پرې امر کیږي او د مشرکانو هیڅ باک مه لره.
عربي تفسیرونه:
اِنَّا كَفَیْنٰكَ الْمُسْتَهْزِءِیْنَ ۟ۙ
د ملنډو وهونکو لپاره مونږ درته بس یو
عربي تفسیرونه:
الَّذِیْنَ یَجْعَلُوْنَ مَعَ اللّٰهِ اِلٰهًا اٰخَرَ ۚ— فَسَوْفَ یَعْلَمُوْنَ ۟
هغوی چې له الله سره نور معبودان نیسي، نو ژر دی چې په خپله غلطۍ به پوه شي.
عربي تفسیرونه:
وَلَقَدْ نَعْلَمُ اَنَّكَ یَضِیْقُ صَدْرُكَ بِمَا یَقُوْلُوْنَ ۟ۙ
او مونږ پوهیږو چې ستا زړه په هغو خبرو تنګیږي چې هغوی يې وايې.
عربي تفسیرونه:
فَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ وَكُنْ مِّنَ السّٰجِدِیْنَ ۟ۙ
نو ته د خپل رب تسبیح او ثنا وایه. او تل له سجده کوونکو څخه اوسه.
عربي تفسیرونه:
وَاعْبُدْ رَبَّكَ حَتّٰی یَاْتِیَكَ الْیَقِیْنُ ۟۠
او د مرګ تر راتګ پورې د خپل رب عبادت کوه.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: حجر
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

پښتو ژبې ته د قرآن کریم د معناګانو ژباړه، د مولوي جانباز سرفراز لخوا ژباړل شوې ده.

بندول