Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه آیت: (260) سورت: بقره
وَاِذْ قَالَ اِبْرٰهٖمُ رَبِّ اَرِنِیْ كَیْفَ تُحْیِ الْمَوْتٰی ؕ— قَالَ اَوَلَمْ تُؤْمِنْ ؕ— قَالَ بَلٰی وَلٰكِنْ لِّیَطْمَىِٕنَّ قَلْبِیْ ؕ— قَالَ فَخُذْ اَرْبَعَةً مِّنَ الطَّیْرِ فَصُرْهُنَّ اِلَیْكَ ثُمَّ اجْعَلْ عَلٰی كُلِّ جَبَلٍ مِّنْهُنَّ جُزْءًا ثُمَّ ادْعُهُنَّ یَاْتِیْنَكَ سَعْیًا ؕ— وَاعْلَمْ اَنَّ اللّٰهَ عَزِیْزٌ حَكِیْمٌ ۟۠
او ای محمده! هغه وخت یاد کړه چې ابراهیم وویل: ای زما ربه ماته وښایه چې تاسې څنګه مړي ژوندي کوئ؟ الله وفرمایل: ایا ستا لا باور نشته؟ ابراهیم وویل: هو! باور مې پوره شته خو پوښتنه مې ددې لپاره ده چې زړه مې مطمئن شي، الله وفرمایل څلور مرغان ونیسه ځان ته یې رانژدې کړه بیا د جلا، جلاغرونو په څوک د مرغانو جلا، جلا برخې کیده بیا ټول،( بیل، بیل) را وبله تاته به ټول مرغان په منډه راشي او پوه شه چې الله په هر څه زوره ور او د پوره حکمت والا دی.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه آیت: (260) سورت: بقره
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

د مولوي جانباز سرفراز له خوا ترجمه شوی

بندول