Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه سورت: بقره   آیت:

بقره

الٓمّٓ ۟ۚ
الم
عربي تفسیرونه:
ذٰلِكَ الْكِتٰبُ لَا رَیْبَ ۖۚۛ— فِیْهِ ۚۛ— هُدًی لِّلْمُتَّقِیْنَ ۟ۙ
دا د الله کتاب دی هیڅ شک پکې نشته پرهیز ګارانو ته لار ښوونکی دی.
عربي تفسیرونه:
الَّذِیْنَ یُؤْمِنُوْنَ بِالْغَیْبِ وَیُقِیْمُوْنَ الصَّلٰوةَ وَمِمَّا رَزَقْنٰهُمْ یُنْفِقُوْنَ ۟ۙ
هغوی چې په غیبو ایمان راوړي لمونځونه ودروي او زمونږ د ورکړي مال ځينې برخه خیراتوي.
عربي تفسیرونه:
وَالَّذِیْنَ یُؤْمِنُوْنَ بِمَاۤ اُنْزِلَ اِلَیْكَ وَمَاۤ اُنْزِلَ مِنْ قَبْلِكَ ۚ— وَبِالْاٰخِرَةِ هُمْ یُوْقِنُوْنَ ۟ؕ
او هغه کسان چې ایمان راوړي په هغه کتاب چې تاته نازل کړای شویدی او په هغو کتابونو هم ایمان راوړي چې له تا څخه وړاندې نازل شوي دي او په آخرت پوخ باور لري ( چې خامخا راتلونکی دی)
عربي تفسیرونه:
اُولٰٓىِٕكَ عَلٰی هُدًی مِّنْ رَّبِّهِمْ ۗ— وَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْمُفْلِحُوْنَ ۟
دا ډول خلک د خپل رب له لورې په سمه او روغه لیار دي. او همدا خلک خلاصیدونکي دي.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: بقره
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

د مولوي جانباز سرفراز له خوا ترجمه شوی

بندول