Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه سورت: بقره   آیت:
وَقَالُوْا كُوْنُوْا هُوْدًا اَوْ نَصٰرٰی تَهْتَدُوْا ؕ— قُلْ بَلْ مِلَّةَ اِبْرٰهٖمَ حَنِیْفًا ؕ— وَمَا كَانَ مِنَ الْمُشْرِكِیْنَ ۟
یهودیانو به ویل چې یهودیان شئ او نصاراوو به ویل چې نصارا شئ نو روغه لیار به ومومئ، ورته ووایه چې مونږ ابراهیمي روغ رمټ مسلک منلی دی او هغه د مشرکانو له ډلې څخه نه ؤ.
عربي تفسیرونه:
قُوْلُوْۤا اٰمَنَّا بِاللّٰهِ وَمَاۤ اُنْزِلَ اِلَیْنَا وَمَاۤ اُنْزِلَ اِلٰۤی اِبْرٰهٖمَ وَاِسْمٰعِیْلَ وَاِسْحٰقَ وَیَعْقُوْبَ وَالْاَسْبَاطِ وَمَاۤ اُوْتِیَ مُوْسٰی وَعِیْسٰی وَمَاۤ اُوْتِیَ النَّبِیُّوْنَ مِنْ رَّبِّهِمْ ۚ— لَا نُفَرِّقُ بَیْنَ اَحَدٍ مِّنْهُمْ ؗ— وَنَحْنُ لَهٗ مُسْلِمُوْنَ ۟
ای مؤمنانو! ورته ووایې چې مونږ په الله ایمان راوړی او په هغه لیارښوونه هم چې مونږ ته راغلې ده او په هغو مو هم ایمان راوړی چې ابراهیم، اسماعیل، اسحق ، یعقوب او د هغوی اولادې ته نازل شوي وو او په هغو مو هم ایمان راوړی دی چې موسی، عیسی او نورو ګردو پیغمبرانو ته د دوی د رب له لورې ورکړی شوي دي، مونږ د هغوی په مینځ کې هیڅ توپیر نه کوو او مونږ الله ته غاړه ایښوونکي یو.
عربي تفسیرونه:
فَاِنْ اٰمَنُوْا بِمِثْلِ مَاۤ اٰمَنْتُمْ بِهٖ فَقَدِ اهْتَدَوْا ۚ— وَاِنْ تَوَلَّوْا فَاِنَّمَا هُمْ فِیْ شِقَاقٍ ۚ— فَسَیَكْفِیْكَهُمُ اللّٰهُ ۚ— وَهُوَ السَّمِیْعُ الْعَلِیْمُ ۟ؕ
نو که چیرې یې هغه ډول ایمان راوړو لکه چې تاسې راوړی دی نو سمه لیار یې مینده کړه، او که مخ یې واړاو نو ښکاره خبره ده چې په خورا پخه دښمنۍ کې دي، نو ډاډه اوسه چې الله پاک د هغوی په پرتله ستا بس دی او هغه ښه اوریدونکی او په هرڅه پوه دی.
عربي تفسیرونه:
صِبْغَةَ اللّٰهِ ۚ— وَمَنْ اَحْسَنُ مِنَ اللّٰهِ صِبْغَةً ؗ— وَّنَحْنُ لَهٗ عٰبِدُوْنَ ۟
مونږ د الله رنګ اخستی دی او د الله له رنګ څخه به د چا رنګ ښه وي او مونږ د هغه پوره عبادت کوونکي یو.
عربي تفسیرونه:
قُلْ اَتُحَآجُّوْنَنَا فِی اللّٰهِ وَهُوَ رَبُّنَا وَرَبُّكُمْ ۚ— وَلَنَاۤ اَعْمَالُنَا وَلَكُمْ اَعْمَالُكُمْ ۚ— وَنَحْنُ لَهٗ مُخْلِصُوْنَ ۟ۙ
ورته ووایه: آیا تاسې له مونږ سره د هغه الله په هکله جګړه کوۍ چې زمونږ پالونکی دی اوستاسې هم؟ زمونږ کړنې زمونږ او ستاسې کړنې ستاسې دي، او مونږ خپل ټول ژوند خاص د هغه په لیار سم کړی دی.
عربي تفسیرونه:
اَمْ تَقُوْلُوْنَ اِنَّ اِبْرٰهٖمَ وَاِسْمٰعِیْلَ وَاِسْحٰقَ وَیَعْقُوْبَ وَالْاَسْبَاطَ كَانُوْا هُوْدًا اَوْ نَصٰرٰی ؕ— قُلْ ءَاَنْتُمْ اَعْلَمُ اَمِ اللّٰهُ ؕ— وَمَنْ اَظْلَمُ مِمَّنْ كَتَمَ شَهَادَةً عِنْدَهٗ مِنَ اللّٰهِ ؕ— وَمَا اللّٰهُ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُوْنَ ۟
او که تاسې وایې چې ابراهیم، اسماعیل، اسحاق، یعقوب او د دوی نور ځامن( ټول پیغمبران) یهودیان یا نصارا وو؟ ووایه تاسې ښه پوهیږئ که الله؟ او له هغه چا څخه به بل لوی ظالم څوک وي چې د الله له لورې ورکړی شوی علم او شهادت له ځان سره پټوي؟ او الله پاک ستاسې له کړنو څخه ناخبره نه دی.
عربي تفسیرونه:
تِلْكَ اُمَّةٌ قَدْ خَلَتْ ۚ— لَهَا مَا كَسَبَتْ وَلَكُمْ مَّا كَسَبْتُمْ ۚ— وَلَا تُسْـَٔلُوْنَ عَمَّا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟۠
دا یو امت ؤ چې تیر شوی دی څه یې چې کړي ګټه او تاوان یې د هغوی دی ـ او تاسو به د خپلو کړو ښه او بد وینۍ او د هغوی د کړنو په هکله نه پوښتل کیږي.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: بقره
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

د مولوي جانباز سرفراز له خوا ترجمه شوی

بندول