Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه سورت: بقره   آیت:
اِنَّ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَالَّذِیْنَ هَادُوْا وَالنَّصٰرٰی وَالصّٰبِـِٕیْنَ مَنْ اٰمَنَ بِاللّٰهِ وَالْیَوْمِ الْاٰخِرِ وَعَمِلَ صَالِحًا فَلَهُمْ اَجْرُهُمْ عِنْدَ رَبِّهِمْ ۪ۚ— وَلَا خَوْفٌ عَلَیْهِمْ وَلَا هُمْ یَحْزَنُوْنَ ۟
باور ولرئ هغه څوک چې مؤمنان دي که یهودیان، نصارا او یا صابیان، که هر چا په الله او د اخرت په ورځ ایمان راوړی او غوره عمل يې کړی وي، نو د الله جل جلا له په نزد ورته اجر او ثواب دی نه به پرې ډار وي او نه غم.
عربي تفسیرونه:
وَاِذْ اَخَذْنَا مِیْثَاقَكُمْ وَرَفَعْنَا فَوْقَكُمُ الطُّوْرَ ؕ— خُذُوْا مَاۤ اٰتَیْنٰكُمْ بِقُوَّةٍ وَّاذْكُرُوْا مَا فِیْهِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُوْنَ ۟
او یاد کړئ هغه وخت چې مونږ له تاسې څخه تړون واخیست او د طور غرمې پر تاسې له پاسه رانسکور او درته مې وویل چې: کوم دین او لارښوونې چې مونږ تاسې ته درکړي په کلکه یې ونیسئ او څه چې درته وايې خپل يې کړئ نو ښايې تاسې ځانونه( له ګناهونو څخه) وژغورئ.
عربي تفسیرونه:
ثُمَّ تَوَلَّیْتُمْ مِّنْ بَعْدِ ذٰلِكَ ۚ— فَلَوْلَا فَضْلُ اللّٰهِ عَلَیْكُمْ وَرَحْمَتُهٗ لَكُنْتُمْ مِّنَ الْخٰسِرِیْنَ ۟
بیا تاسې تړون ته شاه کړه نو که الله درباندې نه وای مهربان شوی او لورینه یې درسره نه وای کړې نو خامخا به زیانمن شوی واست.
عربي تفسیرونه:
وَلَقَدْ عَلِمْتُمُ الَّذِیْنَ اعْتَدَوْا مِنْكُمْ فِی السَّبْتِ فَقُلْنَا لَهُمْ كُوْنُوْا قِرَدَةً خٰسِـِٕیْنَ ۟ۚ
او تاسې خپل هغه خلک ښه وپیژندل چې د شنبې په ورځي یې سرغړونه کوله نو ځکه مونږ ورته وویل : شئ سپک او خوار بیزوګان.
عربي تفسیرونه:
فَجَعَلْنٰهَا نَكَالًا لِّمَا بَیْنَ یَدَیْهَا وَمَا خَلْفَهَا وَمَوْعِظَةً لِّلْمُتَّقِیْنَ ۟
دا وړ عذاب مونږ د همغې زمانې اوسیدونکو او د راتلونکو نسلونو لپاره پند وګرځاو او د پرهیز ګارانو لپاره نصیحت.
عربي تفسیرونه:
وَاِذْ قَالَ مُوْسٰی لِقَوْمِهٖۤ اِنَّ اللّٰهَ یَاْمُرُكُمْ اَنْ تَذْبَحُوْا بَقَرَةً ؕ— قَالُوْۤا اَتَتَّخِذُنَا هُزُوًا ؕ— قَالَ اَعُوْذُ بِاللّٰهِ اَنْ اَكُوْنَ مِنَ الْجٰهِلِیْنَ ۟
او هغه وخت هم را په زړه کړئ چې موسی خپل قوم ته وویل: الله پاک تاسې ته امر کوي چې یوه غوا حلاله کړئ د قوم خلکو یې وویل: ته اوس له مونږ سره ټوکې کوې؟ او پر مونږ ملنډې وهې؟ موسی علیه السلام وویل: زه الله پاک ته پناه ور وړم چې د ناپوهانو په څیر خبرې وکړم.
عربي تفسیرونه:
قَالُوا ادْعُ لَنَا رَبَّكَ یُبَیِّنْ لَّنَا مَا هِیَ ؕ— قَالَ اِنَّهٗ یَقُوْلُ اِنَّهَا بَقَرَةٌ لَّا فَارِضٌ وَّلَا بِكْرٌ ؕ— عَوَانٌ بَیْنَ ذٰلِكَ ؕ— فَافْعَلُوْا مَا تُؤْمَرُوْنَ ۟
قوم یې وویل: نو اوس له خپل رب څخه مونږ ته معلومات ترلاسه کړه چې کوم ډول غوا پکار ده؟ موسی وویل : الله فرمايي چې دا غوا باید نه ډیره زړه وي او نه ډیره وړه ددې دواړو په مینځ کې دې وي لنډه دا ده چې څه درنه غوښتل شوي هغه وکړئ.
عربي تفسیرونه:
قَالُوا ادْعُ لَنَا رَبَّكَ یُبَیِّنْ لَّنَا مَا لَوْنُهَا ؕ— قَالَ اِنَّهٗ یَقُوْلُ اِنَّهَا بَقَرَةٌ صَفْرَآءُ ۙ— فَاقِعٌ لَّوْنُهَا تَسُرُّ النّٰظِرِیْنَ ۟
قوم یې وویل: له رب څخه دې دا هم راته معلومه کړه چې رنګ به یې څه ډول وي؟ موسی وویل: بې شکه چې الله فرمايې چې تکه ژیړ رنګه غوا ده د کتونکو سترګې پرې خوږیږي.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: بقره
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

د مولوي جانباز سرفراز له خوا ترجمه شوی

بندول