Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه سورت: بقره   آیت:
قَالُوا ادْعُ لَنَا رَبَّكَ یُبَیِّنْ لَّنَا مَا هِیَ ۙ— اِنَّ الْبَقَرَ تَشٰبَهَ عَلَیْنَا ؕ— وَاِنَّاۤ اِنْ شَآءَ اللّٰهُ لَمُهْتَدُوْنَ ۟
قوم یې وویل: له خپل رب څخه دې دا هم راته معلومه کړه چې: څه خیل غوا ده؟ غوا په مونږ ګډه و‌ډه شوې ده او که دالله خوښه وي نو ژر به لیار مینده کړو.
عربي تفسیرونه:
قَالَ اِنَّهٗ یَقُوْلُ اِنَّهَا بَقَرَةٌ لَّا ذَلُوْلٌ تُثِیْرُ الْاَرْضَ وَلَا تَسْقِی الْحَرْثَ ۚ— مُسَلَّمَةٌ لَّا شِیَةَ فِیْهَا ؕ— قَالُوا الْـٰٔنَ جِئْتَ بِالْحَقِّ ؕ— فَذَبَحُوْهَا وَمَا كَادُوْا یَفْعَلُوْنَ ۟۠
موسی وویل: بې شکه الله فرمایې یوه داسې غوا ده چې ستړې شوي نه ده چې ځمکي ېې اړه ولې وي، او یا یې اړهټونه تاو کړي او کښتونه یې خړوبه کړي وي پاکیزه، روغه رمټه بې داغه غوا ده، قوم یې وویل اوس دې پوره او بشپړه خبره وکړه غوا یې حلاله کړه خو داسې نه بریښیدل چې دا کار یې کړی وای.
عربي تفسیرونه:
وَاِذْ قَتَلْتُمْ نَفْسًا فَادّٰرَءْتُمْ فِیْهَا ؕ— وَاللّٰهُ مُخْرِجٌ مَّا كُنْتُمْ تَكْتُمُوْنَ ۟ۚ
او هغه وخت را په زړه کړئ چې تاسې یو سړی وواژه نو بیا سره په اختلاف کې شوئ چې چا مړ کړی دی؟ خو الله هغه خبرې بربنډوي چې تاسې یې پټوئ.
عربي تفسیرونه:
فَقُلْنَا اضْرِبُوْهُ بِبَعْضِهَا ؕ— كَذٰلِكَ یُحْیِ اللّٰهُ الْمَوْتٰی وَیُرِیْكُمْ اٰیٰتِهٖ لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُوْنَ ۟
کله چې غوا حلاله شوه نو مونږ وویل: اوس د غوا په یوه اندام سره مړی ووهئ او وګورئ چې په همدې ډول الله مړي را ژوندي کوي او تاسې ته د خپل واک نښې درښايې چې عقل مو په کار واچوۍ.
عربي تفسیرونه:
ثُمَّ قَسَتْ قُلُوْبُكُمْ مِّنْ بَعْدِ ذٰلِكَ فَهِیَ كَالْحِجَارَةِ اَوْ اَشَدُّ قَسْوَةً ؕ— وَاِنَّ مِنَ الْحِجَارَةِ لَمَا یَتَفَجَّرُ مِنْهُ الْاَنْهٰرُ ؕ— وَاِنَّ مِنْهَا لَمَا یَشَّقَّقُ فَیَخْرُجُ مِنْهُ الْمَآءُ ؕ— وَاِنَّ مِنْهَا لَمَا یَهْبِطُ مِنْ خَشْیَةِ اللّٰهِ ؕ— وَمَا اللّٰهُ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُوْنَ ۟
له دې وروسته ستاسې زړونه د ډبرې په شان سخت شول، بلکې له ډبرې څخه هم ډير سخت او کلک، ځکه چې ډبرې ځینې هغه دي چې :ویالې ترې بهیږي او ځینې یې پړکې چوي او اوبه ترې را وځي او ځینې یې د الله له ډار څخه رغړي، الله ستاسې له کړنو څخه ناخبره نه دی.
عربي تفسیرونه:
اَفَتَطْمَعُوْنَ اَنْ یُّؤْمِنُوْا لَكُمْ وَقَدْ كَانَ فَرِیْقٌ مِّنْهُمْ یَسْمَعُوْنَ كَلٰمَ اللّٰهِ ثُمَّ یُحَرِّفُوْنَهٗ مِنْ بَعْدِ مَا عَقَلُوْهُ وَهُمْ یَعْلَمُوْنَ ۟
ای مؤمنانو! تاسې لا اوس هم هیله من یاست چې دوی به ستاسې دین در سره ومنئ؟ او په دوی کې داسې خلک هم وو چې د الله کلام به یې واورید او ښه به پرې پوه شول بیا به یې ګوتې پکې وهلې او پوهیدل به چې ناوړه کار کوي.
عربي تفسیرونه:
وَاِذَا لَقُوا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا قَالُوْۤا اٰمَنَّا ۖۚ— وَاِذَا خَلَا بَعْضُهُمْ اِلٰی بَعْضٍ قَالُوْۤا اَتُحَدِّثُوْنَهُمْ بِمَا فَتَحَ اللّٰهُ عَلَیْكُمْ لِیُحَآجُّوْكُمْ بِهٖ عِنْدَ رَبِّكُمْ ؕ— اَفَلَا تَعْقِلُوْنَ ۟
او کله چې له مؤمنانو سره یو ځای شي نو وايې چې: مونږ هم ایمان راوړی او چې په خپلو مینځونو کې شي نو یو بل ته وايي: تاسې مسلمانانو ته هغه خبرې کوئ چې الله جل جلاله یوازې تاسې ته ښکاره کړې؟ تر څو بیا د الله په وړاندې تاسې په خپلو خبرو ملامته کړي، ایا په خبره نه پوهیږئ.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: بقره
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

د مولوي جانباز سرفراز له خوا ترجمه شوی

بندول