Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه سورت: بقره   آیت:
وَاِذْ قُلْنَا ادْخُلُوْا هٰذِهِ الْقَرْیَةَ فَكُلُوْا مِنْهَا حَیْثُ شِئْتُمْ رَغَدًا وَّادْخُلُوا الْبَابَ سُجَّدًا وَّقُوْلُوْا حِطَّةٌ نَّغْفِرْ لَكُمْ خَطٰیٰكُمْ ؕ— وَسَنَزِیْدُ الْمُحْسِنِیْنَ ۟
او هغه وخت هم را په یاد کړئ چې: مونږ وویل: دې کلې ته ولاړشئ او هلته مو چې څه خوښه وي ښه پریمانه یې خورئ او په دروازه باندې د سجدې او زارۍ په حال کې چې ( زمونږ ګناهونه وبښه) به مو په خولو وي ورننوځئ، نو مونږ به ستاسې ګناهونه وبښو او د نیکانو برخه به ور زیاته کړو.
عربي تفسیرونه:
فَبَدَّلَ الَّذِیْنَ ظَلَمُوْا قَوْلًا غَیْرَ الَّذِیْ قِیْلَ لَهُمْ فَاَنْزَلْنَا عَلَی الَّذِیْنَ ظَلَمُوْا رِجْزًا مِّنَ السَّمَآءِ بِمَا كَانُوْا یَفْسُقُوْنَ ۟۠
خو ظالمانو هغه خبره چې ورته ویل شوې وه بدله کړه( او له دې چیغو سره ورننوتل چې غنم غواړو) نو مونږ هم په تیري کوونکو د هغوی دمخ اړونې او سرغړونې له کبله له اسمان څخه سخت عذاب راښکته کړ.
عربي تفسیرونه:
وَاِذِ اسْتَسْقٰی مُوْسٰی لِقَوْمِهٖ فَقُلْنَا اضْرِبْ بِّعَصَاكَ الْحَجَرَ ؕ— فَانْفَجَرَتْ مِنْهُ اثْنَتَا عَشْرَةَ عَیْنًا ؕ— قَدْ عَلِمَ كُلُّ اُنَاسٍ مَّشْرَبَهُمْ ؕ— كُلُوْا وَاشْرَبُوْا مِنْ رِّزْقِ اللّٰهِ وَلَا تَعْثَوْا فِی الْاَرْضِ مُفْسِدِیْنَ ۟
او هغه وخت را په زړه کړه چې موسې ( علیه السلام) د خپل قوم لپاره اوبه وغوښتې مونږ ورته وویل: هغه ډبره په خپله امسا ووهه، کله یې چې ډبره ووهله نو دولس چینې ترې وخوټیدي، هرې ډلې خپله خپله چینه او ګودر وپیژندلو، مونږ ورته وويل: د الله درکړای شوې روزي وخورئ او وڅښئ خو په ځمکه کې د فساد او ګډوډۍ هڅه مه کوئ.
عربي تفسیرونه:
وَاِذْ قُلْتُمْ یٰمُوْسٰی لَنْ نَّصْبِرَ عَلٰی طَعَامٍ وَّاحِدٍ فَادْعُ لَنَا رَبَّكَ یُخْرِجْ لَنَا مِمَّا تُنْۢبِتُ الْاَرْضُ مِنْ بَقْلِهَا وَقِثَّآىِٕهَا وَفُوْمِهَا وَعَدَسِهَا وَبَصَلِهَا ؕ— قَالَ اَتَسْتَبْدِلُوْنَ الَّذِیْ هُوَ اَدْنٰی بِالَّذِیْ هُوَ خَیْرٌ ؕ— اِهْبِطُوْا مِصْرًا فَاِنَّ لَكُمْ مَّا سَاَلْتُمْ ؕ— وَضُرِبَتْ عَلَیْهِمُ الذِّلَّةُ وَالْمَسْكَنَةُ وَبَآءُوْ بِغَضَبٍ مِّنَ اللّٰهِ ؕ— ذٰلِكَ بِاَنَّهُمْ كَانُوْا یَكْفُرُوْنَ بِاٰیٰتِ اللّٰهِ وَیَقْتُلُوْنَ النَّبِیّٖنَ بِغَیْرِ الْحَقِّ ؕ— ذٰلِكَ بِمَا عَصَوْا وَّكَانُوْا یَعْتَدُوْنَ ۟۠
او هغه وخت هم را په زړه کړئ چې تاسې موسی ته وویل: مونږ به نور هر ګز په یو ډول خوراک صبر ونه کړو، له خپل رب څخه دې وغواړه چې مونږ ته هغه څه راکړي چې ځمکه یې زرغونوي، لکه ترکاري، بادرنګ، ترئ، اوږه، غنم، نسک، او پیاز، موسی ورته وویل: ایا ناڅیز اخلئ او غوره له لاسه ورکوئ؟ ( نو که ستاسې همدا خوښه وي) یوه ښارته ښکته شئ دغه څیزونه چې تاسې يې غواړئ هلته به په لاس درشي، هلته پري سپکاوي او تش لاسي مسلط او دالله په قهر او غضب اخته شول، ځکه چې د الله له ایتونو څخه یې مخ اړاو، او په ناروا سره یې پیغمبران وژل، او ځکه چې: سرغړونه یې کړې وه او له ټاکلو پولو څخه یې وړاندې پل اخیسته.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: بقره
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

د مولوي جانباز سرفراز له خوا ترجمه شوی

بندول