Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه سورت: حج   آیت:
ذٰلِكَ بِاَنَّ اللّٰهَ هُوَ الْحَقُّ وَاَنَّهٗ یُحْیِ الْمَوْتٰی وَاَنَّهٗ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ ۟ۙ
دا هر څه ځکه دي چې الله حق دی او همغه مړي راژوندي کوي.او پر هر څه پیاوړی دی.
عربي تفسیرونه:
وَّاَنَّ السَّاعَةَ اٰتِیَةٌ لَّا رَیْبَ فِیْهَا ۙ— وَاَنَّ اللّٰهَ یَبْعَثُ مَنْ فِی الْقُبُوْرِ ۟
او قیامت ارومرو راتلونکی او الله پاک به هغه ټول بیرته ژوندی راپورته کړي چې،په قبرونو کې پراته دي.
عربي تفسیرونه:
وَمِنَ النَّاسِ مَنْ یُّجَادِلُ فِی اللّٰهِ بِغَیْرِ عِلْمٍ وَّلَا هُدًی وَّلَا كِتٰبٍ مُّنِیْرٍ ۟ۙ
او ځینې خلک د الله په هکله پرته له دې چې پوهه،هدایت او روښنایې ورکوونکی کتاب ورسره وي شخړې او جګړې کوي.
عربي تفسیرونه:
ثَانِیَ عِطْفِهٖ لِیُضِلَّ عَنْ سَبِیْلِ اللّٰهِ ؕ— لَهٗ فِی الدُّنْیَا خِزْیٌ وَّنُذِیْقُهٗ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ عَذَابَ الْحَرِیْقِ ۟
د حق له منلو ځکه مخ اړوي،چې نور دالله له لارې نه وښویوي.په دنیا کې یې رسوايې په برخه ده. او د قیامت په ورځ به سوزوونکی عذاب وروڅکو.
عربي تفسیرونه:
ذٰلِكَ بِمَا قَدَّمَتْ یَدٰكَ وَاَنَّ اللّٰهَ لَیْسَ بِظَلَّامٍ لِّلْعَبِیْدِ ۟۠
هو!دا د همغه څه له لاسه چې تا په خپلو لاسونو وړاندې لیږلي که نه نو الله پاک په خپلو بنده ګانو هیڅ ډول تیری نکوي.
عربي تفسیرونه:
وَمِنَ النَّاسِ مَنْ یَّعْبُدُ اللّٰهَ عَلٰی حَرْفٍ ۚ— فَاِنْ اَصَابَهٗ خَیْرُ ١طْمَاَنَّ بِهٖ ۚ— وَاِنْ اَصَابَتْهُ فِتْنَةُ ١نْقَلَبَ عَلٰی وَجْهِهٖ ۫ۚ— خَسِرَ الدُّنْیَا وَالْاٰخِرَةَ ؕ— ذٰلِكَ هُوَ الْخُسْرَانُ الْمُبِیْنُ ۟
او ځینې خلک د الله عبادت په شک سره کوي. که ګټې ورته مخه کړه نو ډاډه وي او که له ازمیښت سره مخ شي نو په بل مخ اوړي.دنیا یې هم ولاړه او اخرت هم.او همدغه دی څرګند تاوان.
عربي تفسیرونه:
یَدْعُوْا مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ مَا لَا یَضُرُّهٗ وَمَا لَا یَنْفَعُهٗ ؕ— ذٰلِكَ هُوَ الضَّلٰلُ الْبَعِیْدُ ۟ۚ
له الله پرته هغه څه رابلي چې نه ورته تاوان پیښولای شي او نه ګټه.همدا خورا پخه بي لارې ده.
عربي تفسیرونه:
یَدْعُوْا لَمَنْ ضَرُّهٗۤ اَقْرَبُ مِنْ نَّفْعِهٖ ؕ— لَبِئْسَ الْمَوْلٰی وَلَبِئْسَ الْعَشِیْرُ ۟
هغه څه رابلي چې تاوان یي له ګټې نه ډير نژدې دی.ډیر بد دي د هغه دوستان،ملګري او خپلوان.
عربي تفسیرونه:
اِنَّ اللّٰهَ یُدْخِلُ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ جَنّٰتٍ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ یَفْعَلُ مَا یُرِیْدُ ۟
بې له شکه الله پاک مؤمنان او د نیکو کړو څښتنان داسې جنتونو ته ننه باسي چې لاندې به ترې ویالې بهیږي.بې له شکه الله هغه څه کوي چې خوښه یې شي.
عربي تفسیرونه:
مَنْ كَانَ یَظُنُّ اَنْ لَّنْ یَّنْصُرَهُ اللّٰهُ فِی الدُّنْیَا وَالْاٰخِرَةِ فَلْیَمْدُدْ بِسَبَبٍ اِلَی السَّمَآءِ ثُمَّ لْیَقْطَعْ فَلْیَنْظُرْ هَلْ یُذْهِبَنَّ كَیْدُهٗ مَا یَغِیْظُ ۟
که د چا دا ګومان[۱۷]وي چې الله پاک به له محمد(صلی الله علیه وسلم) سره په دنیا او اخرت کې کومک ونه کړي نو د خپل کور په چت کې دې یو پړی کلک،په خپله غاړه کې دې واچوي،او بیا دې همدا پړی غوڅ او ودې ګوري چې ایا د هغه څه مخه یي ونیوله چې دده قهر راپاروي؟
[۱۷] ـ که د چا ګومان وي چې الله پاک به د محمد (صلی الله علیه وسلم)دین بریمن نه کړي،نو د مرګ ترپولی دي خپلې ټولې هلې ځلې په کار واچوي،بیا دې وګوري چې د اسلام د بري چې دی پرې ناخوښه دی مخه نیولې ده که نه؟(فتح القدیر).
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: حج
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

د مولوي جانباز سرفراز له خوا ترجمه شوی

بندول