Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه سورت: حج   آیت:
اَلَمْ تَرَ اَنَّ اللّٰهَ سَخَّرَ لَكُمْ مَّا فِی الْاَرْضِ وَالْفُلْكَ تَجْرِیْ فِی الْبَحْرِ بِاَمْرِهٖ ؕ— وَیُمْسِكُ السَّمَآءَ اَنْ تَقَعَ عَلَی الْاَرْضِ اِلَّا بِاِذْنِهٖ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ بِالنَّاسِ لَرَءُوْفٌ رَّحِیْمٌ ۟
او ای انسانه!ته نه ګورې چې الله پاک د ځمکې ټول څیزونه درته تابع کړي.او هغه کښتۍ هم چې د الله په حکم په بحر کې چلیږي.او اسمان یې ټینګ نیولی چې د هغه له اجازې پرته په ځمکه را پرې نه وزي.بي له شکه الله پاک په خلکو ډیر مهربان او ډیر رحم والا دی.
عربي تفسیرونه:
وَهُوَ الَّذِیْۤ اَحْیَاكُمْ ؗ— ثُمَّ یُمِیْتُكُمْ ثُمَّ یُحْیِیْكُمْ ؕ— اِنَّ الْاِنْسَانَ لَكَفُوْرٌ ۟
او الله هغه ذات دی چې تاسې یې ژوندي کړئ.بیا مو مړه کړي او بیا مو بیرته را ژوندي کوي.رښتیا هم چې انسان ډیر ناشکره دی.
عربي تفسیرونه:
لِكُلِّ اُمَّةٍ جَعَلْنَا مَنْسَكًا هُمْ نَاسِكُوْهُ فَلَا یُنَازِعُنَّكَ فِی الْاَمْرِ وَادْعُ اِلٰی رَبِّكَ ؕ— اِنَّكَ لَعَلٰی هُدًی مُّسْتَقِیْمٍ ۟
مونږ د هر امت لپاره ځانکړی نظام ټاکلی دی چې هر چا خپل نظام اخیستی دی.نو باید له تاسره ستا د کار په هکله جګړه ونه کړي.د خپل رب په لور بلنه کوه.له شکه نه وتلې خبره ده چې ته پره سمه یې.
عربي تفسیرونه:
وَاِنْ جٰدَلُوْكَ فَقُلِ اللّٰهُ اَعْلَمُ بِمَا تَعْمَلُوْنَ ۟
او که جګړه درسره کوي نو ورته ووایه چې:الله ته ستاسې کړنه ښه معلومه ده.
عربي تفسیرونه:
اَللّٰهُ یَحْكُمُ بَیْنَكُمْ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ فِیْمَا كُنْتُمْ فِیْهِ تَخْتَلِفُوْنَ ۟
او الله به د قیامت په ورځ ستاسې په مینځ کې د هغه څه پریکړه وکړي چې تاسې پکې په بیلو،بیلو لارو یاست.
عربي تفسیرونه:
اَلَمْ تَعْلَمْ اَنَّ اللّٰهَ یَعْلَمُ مَا فِی السَّمَآءِ وَالْاَرْضِ ؕ— اِنَّ ذٰلِكَ فِیْ كِتٰبٍ ؕ— اِنَّ ذٰلِكَ عَلَی اللّٰهِ یَسِیْرٌ ۟
ایا په دې نه پوهیږئ چې داسمان او ځمکې ټول څیزونه د الله په علم کې دي؟ دا ټول هر څه په یوه لیکنه کې دي.او دا کار الله پاک ته ډیر اسان دی.
عربي تفسیرونه:
وَیَعْبُدُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ مَا لَمْ یُنَزِّلْ بِهٖ سُلْطٰنًا وَّمَا لَیْسَ لَهُمْ بِهٖ عِلْمٌ ؕ— وَمَا لِلظّٰلِمِیْنَ مِنْ نَّصِیْرٍ ۟
نابوهان له الله پرته د داسې څیزونو عبادت کوي چې نه پرې الله کوم دلیل راښکته کړی،او نه پرې هغوی خپله پوهیږي.او د ظالمانو لپاره هیڅ ملاتړی نشته.
عربي تفسیرونه:
وَاِذَا تُتْلٰی عَلَیْهِمْ اٰیٰتُنَا بَیِّنٰتٍ تَعْرِفُ فِیْ وُجُوْهِ الَّذِیْنَ كَفَرُوا الْمُنْكَرَ ؕ— یَكَادُوْنَ یَسْطُوْنَ بِالَّذِیْنَ یَتْلُوْنَ عَلَیْهِمْ اٰیٰتِنَا ؕ— قُلْ اَفَاُنَبِّئُكُمْ بِشَرٍّ مِّنْ ذٰلِكُمْ ؕ— اَلنَّارُ ؕ— وَعَدَهَا اللّٰهُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا ؕ— وَبِئْسَ الْمَصِیْرُ ۟۠
او کله چې پر هغوی زمونږ روښانه ایتونه ولوستل شي،نو د کافرانو په مخونو کې د ناخوښۍ نښې ښکاره او نژدې وي چې پر هغو خلکو برید وکړي چې پر هغوی زمونږ ایتونو لولي.ای محمده!ووایه:آیا هغه څه دروښایم چې تاسې ته له دې نه خطرناک دی؟اور. الله ئې له کافرانو سره وعده کړې ده.او هغه د ورتګ ډیر بد ځای دی.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: حج
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

د مولوي جانباز سرفراز له خوا ترجمه شوی

بندول