Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه سورت: قصص   آیت:
قُلْ اَرَءَیْتُمْ اِنْ جَعَلَ اللّٰهُ عَلَیْكُمُ الَّیْلَ سَرْمَدًا اِلٰی یَوْمِ الْقِیٰمَةِ مَنْ اِلٰهٌ غَیْرُ اللّٰهِ یَاْتِیْكُمْ بِضِیَآءٍ ؕ— اَفَلَا تَسْمَعُوْنَ ۟
ای محمده! هغوی ته ووایه په دې هکله تاسې کله فکر کړی که چیري الله تر قیامت شپه اوږده کړي نو پرته له الله نه بل معبود شته چې رڼا درته راولي؟ ایا تاسې خبره نااورئ؟
عربي تفسیرونه:
قُلْ اَرَءَیْتُمْ اِنْ جَعَلَ اللّٰهُ عَلَیْكُمُ النَّهَارَ سَرْمَدًا اِلٰی یَوْمِ الْقِیٰمَةِ مَنْ اِلٰهٌ غَیْرُ اللّٰهِ یَاْتِیْكُمْ بِلَیْلٍ تَسْكُنُوْنَ فِیْهِ ؕ— اَفَلَا تُبْصِرُوْنَ ۟
او ورته ووایه چې په دې مو څه فکر کړی که چیرې الله دا ورځ تر قیامت اوږده کړي نو ایا پرته له الله بل خدای شته چې ستاسې د ارام لپاره شپه راولي؟ ایا تاسې وینئ نه؟
عربي تفسیرونه:
وَمِنْ رَّحْمَتِهٖ جَعَلَ لَكُمُ الَّیْلَ وَالنَّهَارَ لِتَسْكُنُوْا فِیْهِ وَلِتَبْتَغُوْا مِنْ فَضْلِهٖ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُوْنَ ۟
هو! د خپلې مهربانۍ له مخې يي تاسې ته شپه او ورځ درکړې تر څو پکې ارام وکړئ، او د هغه فضل ولټوئ او شکر يې پر ځای کړئ.
عربي تفسیرونه:
وَیَوْمَ یُنَادِیْهِمْ فَیَقُوْلُ اَیْنَ شُرَكَآءِیَ الَّذِیْنَ كُنْتُمْ تَزْعُمُوْنَ ۟
او هغه ورځ رایاده کړه چې الله پرې غږ وکړي او ورته ووايې چې اوس چیرې دي زما هغه شریکان چې تاسو پرې ګومان درلود؟
عربي تفسیرونه:
وَنَزَعْنَا مِنْ كُلِّ اُمَّةٍ شَهِیْدًا فَقُلْنَا هَاتُوْا بُرْهَانَكُمْ فَعَلِمُوْۤا اَنَّ الْحَقَّ لِلّٰهِ وَضَلَّ عَنْهُمْ مَّا كَانُوْا یَفْتَرُوْنَ ۟۠
او مونږ به له هر امت نه یو شاهد راوباسو بیا به ووایو چې اوس مو دلیل راوړاندې کړئ؟ نو هلته به پوه شي چې حق یوازې د یو الله په خوا دی او هغه درواغ به ټول ورک شي چې له ځان نه يې جوړول.
عربي تفسیرونه:
اِنَّ قَارُوْنَ كَانَ مِنْ قَوْمِ مُوْسٰی فَبَغٰی عَلَیْهِمْ ۪— وَاٰتَیْنٰهُ مِنَ الْكُنُوْزِ مَاۤ اِنَّ مَفَاتِحَهٗ لَتَنُوْٓاُ بِالْعُصْبَةِ اُولِی الْقُوَّةِ ۗ— اِذْ قَالَ لَهٗ قَوْمُهٗ لَا تَفْرَحْ اِنَّ اللّٰهَ لَا یُحِبُّ الْفَرِحِیْنَ ۟
بې له شکه چې قارون د موسی علیه السلام د قوم یو غړی و، خو له خپل قوم نه يې سرغړونه وکړه او مونږ هغه ته هومره خزانې ورکړې وې چې یوازې کلي ګانې يې په یوه زوره ور او توانا ټولي درنې وي. د قوم خلکو هغه ته وویل: په ډیر مال مه ویاړه بې له شکه چې الله کبرجن ویاړونکي نه خوښوي.
عربي تفسیرونه:
وَابْتَغِ فِیْمَاۤ اٰتٰىكَ اللّٰهُ الدَّارَ الْاٰخِرَةَ وَلَا تَنْسَ نَصِیْبَكَ مِنَ الدُّنْیَا وَاَحْسِنْ كَمَاۤ اَحْسَنَ اللّٰهُ اِلَیْكَ وَلَا تَبْغِ الْفَسَادَ فِی الْاَرْضِ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ لَا یُحِبُّ الْمُفْسِدِیْنَ ۟
او کومه شتمني چې الله درکړې ده په هغې سره اخرت خپل کړه او د دنیوي ژوند برخه هم مه هیره وه، او ښیګڼه کوه لکه څنګه چې الله له تاسره ښیګڼه کړې ده. په ځمکه کې د فساد د راپورته کولو هڅه مکوه ـ بې له شکه چې الله پاک فساد کوونکي نه خوښوي.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: قصص
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

د مولوي جانباز سرفراز له خوا ترجمه شوی

بندول