Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه سورت: قصص   آیت:

قصص

طٰسٓمّٓ ۟
طسم(طا.سین.میم).
عربي تفسیرونه:
تِلْكَ اٰیٰتُ الْكِتٰبِ الْمُبِیْنِ ۟
دا د روښانه کتاب ایتونه دي.
عربي تفسیرونه:
نَتْلُوْا عَلَیْكَ مِنْ نَّبَاِ مُوْسٰی وَفِرْعَوْنَ بِالْحَقِّ لِقَوْمٍ یُّؤْمِنُوْنَ ۟
مونږ تا ته د موسی او فرعون کیسه د ایمان راوړونکي قوم لپاره بیانوو.
عربي تفسیرونه:
اِنَّ فِرْعَوْنَ عَلَا فِی الْاَرْضِ وَجَعَلَ اَهْلَهَا شِیَعًا یَّسْتَضْعِفُ طَآىِٕفَةً مِّنْهُمْ یُذَبِّحُ اَبْنَآءَهُمْ وَیَسْتَحْیٖ نِسَآءَهُمْ ؕ— اِنَّهٗ كَانَ مِنَ الْمُفْسِدِیْنَ ۟
په رښتیا چې فرعون په ځمکه کې لويې وکړه او د هغې اوسیدونکي يي په ډلو وویشل. ځينې يي خورا بي وسې کول چې ځامن به يي ترې وژل او ښځې به يې ورته ژوندۍ پريښوولې. په رښتیا چې هغه له وران کارو څخه وو.
عربي تفسیرونه:
وَنُرِیْدُ اَنْ نَّمُنَّ عَلَی الَّذِیْنَ اسْتُضْعِفُوْا فِی الْاَرْضِ وَنَجْعَلَهُمْ اَىِٕمَّةً وَّنَجْعَلَهُمُ الْوٰرِثِیْنَ ۟ۙ
او مونږ غواړو چې له هغو خلکو سره چې په ځمکه کې بې وزلي کړای شوي وو ښیګڼه وکړو مشران او د ځمکې وارثان يي وګرځوو.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: قصص
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

د مولوي جانباز سرفراز له خوا ترجمه شوی

بندول