Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه سورت: آل عمران   آیت:
اَلَمْ تَرَ اِلَی الَّذِیْنَ اُوْتُوْا نَصِیْبًا مِّنَ الْكِتٰبِ یُدْعَوْنَ اِلٰی كِتٰبِ اللّٰهِ لِیَحْكُمَ بَیْنَهُمْ ثُمَّ یَتَوَلّٰی فَرِیْقٌ مِّنْهُمْ وَهُمْ مُّعْرِضُوْنَ ۟
ایا تا ته هغه کسان معلوم نه دي؟ چې د کتاب څه برخه ورکړای شوې ده، او د الله د کتاب په لور بلنه ورته کیږي چې د هغوی ترمینځ د شخړو پریکړه وکړي نو بیا یې هم یوه ډله مخ اړوي او دوی مخ اړوونکي خلک دي.
عربي تفسیرونه:
ذٰلِكَ بِاَنَّهُمْ قَالُوْا لَنْ تَمَسَّنَا النَّارُ اِلَّاۤ اَیَّامًا مَّعْدُوْدٰتٍ ۪— وَّغَرَّهُمْ فِیْ دِیْنِهِمْ مَّا كَانُوْا یَفْتَرُوْنَ ۟
داوړ ځکه کوي چې ویل یې مونږ ته به اور هیڅکله ونه رسیږي او که ( بالفرض) وي هم نو څو په شمار ورځې به وي، خپلو جوړو کړو درواغو په دین کې غولولي دي.
عربي تفسیرونه:
فَكَیْفَ اِذَا جَمَعْنٰهُمْ لِیَوْمٍ لَّا رَیْبَ فِیْهِ ۫— وَوُفِّیَتْ كُلُّ نَفْسٍ مَّا كَسَبَتْ وَهُمْ لَا یُظْلَمُوْنَ ۟
هغه ورځ به یې څه حال وي؟ چې مونږ یې یوې رښتینې راتلونکې ورځې ته راټول او هر چا ته د هغه کړنې پوره ورکړای شي، او هیڅ تیری به پرې نه شي کیدای.
عربي تفسیرونه:
قُلِ اللّٰهُمَّ مٰلِكَ الْمُلْكِ تُؤْتِی الْمُلْكَ مَنْ تَشَآءُ وَتَنْزِعُ الْمُلْكَ مِمَّنْ تَشَآءُ ؗ— وَتُعِزُّ مَنْ تَشَآءُ وَتُذِلُّ مَنْ تَشَآءُ ؕ— بِیَدِكَ الْخَیْرُ ؕ— اِنَّكَ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ ۟
( ای محمده!) ووایه یا الله! ای واکمنه پاچا! ته پاچایي هغه چا ته ورکوي چې ستا خوښه شي او چې له چا ته ستا خوښه شي ترې يې اخلي، چا ته چې دې خوښه شي عزت من کوې یې، او چې چاته دې خوښه شي ذلیلوې یې، خیر ټول ستا په لاس کې دی ـ بې شکه ته په هر څه توانا ( قدرتمن) یې.
عربي تفسیرونه:
تُوْلِجُ الَّیْلَ فِی النَّهَارِ وَتُوْلِجُ النَّهَارَ فِی الَّیْلِ ؗ— وَتُخْرِجُ الْحَیَّ مِنَ الْمَیِّتِ وَتُخْرِجُ الْمَیِّتَ مِنَ الْحَیِّ ؗ— وَتَرْزُقُ مَنْ تَشَآءُ بِغَیْرِ حِسَابٍ ۟
ته شپه په ورځې کې ننه باسې، او ورځ په شپه کې ، ته ژوندی له مړي را وباسي او مړی له ژوندي او چې چا ته دې خوښه شي نو بې حسابه روزي ورکوې.
عربي تفسیرونه:
لَا یَتَّخِذِ الْمُؤْمِنُوْنَ الْكٰفِرِیْنَ اَوْلِیَآءَ مِنْ دُوْنِ الْمُؤْمِنِیْنَ ۚ— وَمَنْ یَّفْعَلْ ذٰلِكَ فَلَیْسَ مِنَ اللّٰهِ فِیْ شَیْءٍ اِلَّاۤ اَنْ تَتَّقُوْا مِنْهُمْ تُقٰىةً ؕ— وَیُحَذِّرُكُمُ اللّٰهُ نَفْسَهٗ ؕ— وَاِلَی اللّٰهِ الْمَصِیْرُ ۟
مؤمنان باید پرته له مسلمانانو کافران دوستان ونه نیسي او که څوک دا کار وکړي نو له الله سره یې هیڅ اړیکي نشته خو د هغې دوستۍ څه باک نشته چې د هغوی له شر څخه پرې ځانونه وژغورئ الله تاسې له خپل ځان څخه ډاروي، ورتګ یوازې یو الله ته دی.
عربي تفسیرونه:
قُلْ اِنْ تُخْفُوْا مَا فِیْ صُدُوْرِكُمْ اَوْ تُبْدُوْهُ یَعْلَمْهُ اللّٰهُ ؕ— وَیَعْلَمُ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَمَا فِی الْاَرْضِ ؕ— وَاللّٰهُ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ ۟
ای محمده! ووایه چې که تاسې د خپلو سینو خبرې پټې کړئ او یا یې ښکاره، الله ته معلومې دي، او هغه هم ښه ورته معلوم دي چې په اسمانونو او ځمکه کې دي، او الله پاک په هر څه توانا دی.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: آل عمران
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

د مولوي جانباز سرفراز له خوا ترجمه شوی

بندول