Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه سورت: آل عمران   آیت:
فَاسْتَجَابَ لَهُمْ رَبُّهُمْ اَنِّیْ لَاۤ اُضِیْعُ عَمَلَ عَامِلٍ مِّنْكُمْ مِّنْ ذَكَرٍ اَوْ اُ ۚ— بَعْضُكُمْ مِّنْ بَعْضٍ ۚ— فَالَّذِیْنَ هَاجَرُوْا وَاُخْرِجُوْا مِنْ دِیَارِهِمْ وَاُوْذُوْا فِیْ سَبِیْلِیْ وَقٰتَلُوْا وَقُتِلُوْا لَاُكَفِّرَنَّ عَنْهُمْ سَیِّاٰتِهِمْ وَلَاُدْخِلَنَّهُمْ جَنّٰتٍ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ ۚ— ثَوَابًا مِّنْ عِنْدِ اللّٰهِ ؕ— وَاللّٰهُ عِنْدَهٗ حُسْنُ الثَّوَابِ ۟
رب یې غوښتنې ومنلې چې زه ستاسې د هیڅ کړونکي نر وي او که ښځه کړنه نه ضایع کوم تاسې ځینې له ځینو نورو څخه یاست، نو هغو کسانو هجرت کړی، له خپلو کورونو څخه ویستل شوي، زما په لار کې ضرر ور رسول شوی جهاد یې کړی او شهیدان شوي دي نو زه به خامخا او هرو مرو له هغوی څخه بدي لرې او داسې جنتونه ته به یې داخل کړم چې لاندې به ترې ویالي بهیږي، دا د الله له لورې ثواب دی او له الله جل جلاله سره له دې هم ښه ثواب [۲۲] شته.
[۲۲] د الله جل جلاله ملاقات دی( کابلی تفسیر) الله دې زمونږ په برخه کړي امین.
عربي تفسیرونه:
لَا یَغُرَّنَّكَ تَقَلُّبُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا فِی الْبِلَادِ ۟ؕ
په ښارونو کې د کافرانو ښکته او پورته تګ او راتګ باید تا تیر نه باسي.
عربي تفسیرونه:
مَتَاعٌ قَلِیْلٌ ۫— ثُمَّ مَاْوٰىهُمْ جَهَنَّمُ ؕ— وَبِئْسَ الْمِهَادُ ۟
دا ډیره لږه ګټه ده بیا یې ورتګ جهنم ته دی او هغه د استوګنې لپاره خورا بد ځای دی.
عربي تفسیرونه:
لٰكِنِ الَّذِیْنَ اتَّقَوْا رَبَّهُمْ لَهُمْ جَنّٰتٌ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ خٰلِدِیْنَ فِیْهَا نُزُلًا مِّنْ عِنْدِ اللّٰهِ ؕ— وَمَا عِنْدَ اللّٰهِ خَیْرٌ لِّلْاَبْرَارِ ۟
خو د هغو کسانو لپاره چې له خپل رب څخه وډار شي داسې جنتونه دي چې لاندې به یې ویالې روانې وي تل تر تله به پکې وي دا د الله میلمستیا ده او هغه چې له الله سره دي د نیکانو لپاره غوره او ښه دي.
عربي تفسیرونه:
وَاِنَّ مِنْ اَهْلِ الْكِتٰبِ لَمَنْ یُّؤْمِنُ بِاللّٰهِ وَمَاۤ اُنْزِلَ اِلَیْكُمْ وَمَاۤ اُنْزِلَ اِلَیْهِمْ خٰشِعِیْنَ لِلّٰهِ ۙ— لَا یَشْتَرُوْنَ بِاٰیٰتِ اللّٰهِ ثَمَنًا قَلِیْلًا ؕ— اُولٰٓىِٕكَ لَهُمْ اَجْرُهُمْ عِنْدَ رَبِّهِمْ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ سَرِیْعُ الْحِسَابِ ۟
او بې شکه چې په اهل کتابو کې داسې کسان هم شته چې په الله او هغه کتاب ایمان راوړي چې پر تاسې نازل شوی او پر هغو هم چې هغوی ته نازل شوي دي، له الله څخه ډاریږي، د الله په ایتونو بې ارزښته مال نه اخلي همدوی ته د رب په وړاندې اجر او ثواب دی بې شکه الله پاک ډیر تیز حساب کوونکی دی.
عربي تفسیرونه:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوا اصْبِرُوْا وَصَابِرُوْا وَرَابِطُوْا ۫— وَاتَّقُوا اللّٰهَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُوْنَ ۟۠
ای مؤمنانو! صبر وکړئ نور وته هم د صبر[۲۳] توصیه وکړئ، جهاد ته ځانونه تیار کړئ او له الله څخه وډارشئ تر څو مو بری په برخه شي.
[۲۳] یا یې مانا ده چې: په دې لاره کې یو له بل سره د صبر کولو مقابله وکړئ( ابن جریر الطبري)
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: آل عمران
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

د مولوي جانباز سرفراز له خوا ترجمه شوی

بندول