Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه سورت: روم   آیت:
وَعْدَ اللّٰهِ ؕ— لَا یُخْلِفُ اللّٰهُ وَعْدَهٗ وَلٰكِنَّ اَكْثَرَ النَّاسِ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟
دا د الله وعده ده او الله هیڅکله له خپلې وعدې څخه نه وروسته کیږي.خو ډیر خلک نه پوهیږي.
عربي تفسیرونه:
یَعْلَمُوْنَ ظَاهِرًا مِّنَ الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا ۖۚ— وَهُمْ عَنِ الْاٰخِرَةِ هُمْ غٰفِلُوْنَ ۟
دوی د دنیوي ژوند په ښکاره اړخ پوهیږي.او له اخرت نه بالکل ناخبره دي.
عربي تفسیرونه:
اَوَلَمْ یَتَفَكَّرُوْا فِیْۤ اَنْفُسِهِمْ ۫— مَا خَلَقَ اللّٰهُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ وَمَا بَیْنَهُمَاۤ اِلَّا بِالْحَقِّ وَاَجَلٍ مُّسَمًّی ؕ— وَاِنَّ كَثِیْرًا مِّنَ النَّاسِ بِلِقَآئِ رَبِّهِمْ لَكٰفِرُوْنَ ۟
ایا هغوی د خپلو ځانو په هکله فکر نه دی کړی؟الله پاک اسمانونه،ځمکه او د دواړو د مینځ څيزونه پرته له حق او له ټاکلې نیټې څخه په بله توګه نه دي پیدا کړي.او بي شکه چې ډیر خلک د خپل رب له ملاقات نه منکر دي.
عربي تفسیرونه:
اَوَلَمْ یَسِیْرُوْا فِی الْاَرْضِ فَیَنْظُرُوْا كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ ؕ— كَانُوْۤا اَشَدَّ مِنْهُمْ قُوَّةً وَّاَثَارُوا الْاَرْضَ وَعَمَرُوْهَاۤ اَكْثَرَ مِمَّا عَمَرُوْهَا وَجَآءَتْهُمْ رُسُلُهُمْ بِالْبَیِّنٰتِ ؕ— فَمَا كَانَ اللّٰهُ لِیَظْلِمَهُمْ وَلٰكِنْ كَانُوْۤا اَنْفُسَهُمْ یَظْلِمُوْنَ ۟ؕ
ایا په ځمکه کې نه دي ګرځیدلي چې وګوري چې د هغو خلکو پای څه شوه چې وړاندې تیر شوي دي؟سره له دې چې له دوی نه ځواکمن وو،ځمکه یي له دوی نه ښه سپړلې او ډیره اباده کړې وه او پيغمبران هم د څرګندو دلایلو سره ورغلي وو.الله پاک پر هغوی تیری نه وو کړی.بلکې په خپله یې له خپلو ځانو سره تیری کاو.
عربي تفسیرونه:
ثُمَّ كَانَ عَاقِبَةَ الَّذِیْنَ اَسَآءُوا السُّوْٓاٰۤی اَنْ كَذَّبُوْا بِاٰیٰتِ اللّٰهِ وَكَانُوْا بِهَا یَسْتَهْزِءُوْنَ ۟۠
بالاخر د هغو کسانو پای بده شوه چې بدي یي خپله کړې وه ځکه چې د الله پاک ایتونه یي درواغ ګڼلي او ملنډې به یې پرې وهلې.
عربي تفسیرونه:
اَللّٰهُ یَبْدَؤُا الْخَلْقَ ثُمَّ یُعِیْدُهٗ ثُمَّ اِلَیْهِ تُرْجَعُوْنَ ۟
الله دی چې له نشت نه مخلوق پیدا کوي.بیا یې را ګرځوي.او بیا تاسې هغه ته وروستل کیږئ.
عربي تفسیرونه:
وَیَوْمَ تَقُوْمُ السَّاعَةُ یُبْلِسُ الْمُجْرِمُوْنَ ۟
د قیامت د ودریدلو په ورځ به مجرمان خورا پښیمان او مایوسه وي.
عربي تفسیرونه:
وَلَمْ یَكُنْ لَّهُمْ مِّنْ شُرَكَآىِٕهِمْ شُفَعٰٓؤُا وَكَانُوْا بِشُرَكَآىِٕهِمْ كٰفِرِیْنَ ۟
ځکه چې شریکان به یې سپارښت کوونکي نه او دوی به هم ترې منکر وي[۴]
[۴] ـ دوی ته چې کله جوته شي چې شریکان یې هیڅ نه شي کولای نو خپله بی زاري به ترې ښکاره،ترې به مایوسه او اعلان به وکړي چې مونږ غولیدلي وو(فتح القدیر).
عربي تفسیرونه:
وَیَوْمَ تَقُوْمُ السَّاعَةُ یَوْمَىِٕذٍ یَّتَفَرَّقُوْنَ ۟
او د قیامت د ودریدلو په ورځ به هر څه خواره واره شي.
عربي تفسیرونه:
فَاَمَّا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصَّلِحٰتِ فَهُمْ فِیْ رَوْضَةٍ یُّحْبَرُوْنَ ۟
نو چا چې ایمان راوړی او نیکۍ یې کړي دي،نو په باغچو کې به خوښ کړي شوي وي.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: روم
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

د مولوي جانباز سرفراز له خوا ترجمه شوی

بندول