Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه سورت: احزاب   آیت:

احزاب

یٰۤاَیُّهَا النَّبِیُّ اتَّقِ اللّٰهَ وَلَا تُطِعِ الْكٰفِرِیْنَ وَالْمُنٰفِقِیْنَ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ كَانَ عَلِیْمًا حَكِیْمًا ۟ۙ
ای پیغمبره!له الله وډار شه.او د کافرانو او منافقانو مه منه.بي له شکه چې الله په هر څه پوه او د حکمت څښتن دی.
عربي تفسیرونه:
وَّاتَّبِعْ مَا یُوْحٰۤی اِلَیْكَ مِنْ رَّبِّكَ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُوْنَ خَبِیْرًا ۟ۙ
او یوازې په هغه څه پسې ولاړ شه چې د خپل رب له لورې درته وحي کیږي.بې له شکه الله پاک ستاسې له کړنو پوره خبر دی.
عربي تفسیرونه:
وَّتَوَكَّلْ عَلَی اللّٰهِ ؕ— وَكَفٰی بِاللّٰهِ وَكِیْلًا ۟
او پر الله توکل وکړه.د کار جوړولو لپاره الله بس دی.
عربي تفسیرونه:
مَا جَعَلَ اللّٰهُ لِرَجُلٍ مِّنْ قَلْبَیْنِ فِیْ جَوْفِهٖ ۚ— وَمَا جَعَلَ اَزْوَاجَكُمُ الّٰٓـِٔیْ تُظٰهِرُوْنَ مِنْهُنَّ اُمَّهٰتِكُمْ ۚ— وَمَا جَعَلَ اَدْعِیَآءَكُمْ اَبْنَآءَكُمْ ؕ— ذٰلِكُمْ قَوْلُكُمْ بِاَفْوَاهِكُمْ ؕ— وَاللّٰهُ یَقُوْلُ الْحَقَّ وَهُوَ یَهْدِی السَّبِیْلَ ۟
الله د چا په ګوګل کې دوه زړونه نه دي ایښي.او نه یې ستاسې هغه ښخې ستاسې مورګانې ګڼلي دي،چې تاسې ترې[۱۰]ظهار کوئ.او نه یې په ځوی نیول شوي ځامن ستاسې رښتیني ځامن ګرځولي دي.دا ستاسې د خولې خبرې دي.او الله حقه خبره او د سمې لارې ښوونه کوي.
[۱۰] ـ ظهار دیته وایې چې یو سړی خپله پنځه یا د هغې د بدن کومه برخه له مور یا د مور له بدن سره مشابه کړي لکه چې ورته ووایې:ته په ماحرامه یې لکه مور چې را باندې حرامه ده.یا ستا شا و ستا ګیډه زما د مور د شا او یا ګيډې په شان پر ما حرامه ده.(البحر المحیط).
عربي تفسیرونه:
اُدْعُوْهُمْ لِاٰبَآىِٕهِمْ هُوَ اَقْسَطُ عِنْدَ اللّٰهِ ۚ— فَاِنْ لَّمْ تَعْلَمُوْۤا اٰبَآءَهُمْ فَاِخْوَانُكُمْ فِی الدِّیْنِ وَمَوَالِیْكُمْ ؕ— وَلَیْسَ عَلَیْكُمْ جُنَاحٌ فِیْمَاۤ اَخْطَاْتُمْ بِهٖ وَلٰكِنْ مَّا تَعَمَّدَتْ قُلُوْبُكُمْ ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ غَفُوْرًا رَّحِیْمًا ۟
په ځوی نیول شوي خلک د خپلو اصلي پلرونو په نوم وبلئ.دا د الله په وړاندې ډيره عادلانه خبره ده.او که پلرونه یي نه پيژنئ.نو بیا ستاسې دیني وروڼه او ملګري دي.او په هغه خبره کې په تاسې کومه ګناه نشته چې تاسې يي په ناپوهۍ سره وکړئ.ګناه په هغې کې ده چې له زړه نه یي وکړئ.الله پاک ډیر بښونکی او مهربان دی.
عربي تفسیرونه:
اَلنَّبِیُّ اَوْلٰی بِالْمُؤْمِنِیْنَ مِنْ اَنْفُسِهِمْ وَاَزْوَاجُهٗۤ اُمَّهٰتُهُمْ ؕ— وَاُولُوا الْاَرْحَامِ بَعْضُهُمْ اَوْلٰی بِبَعْضٍ فِیْ كِتٰبِ اللّٰهِ مِنَ الْمُؤْمِنِیْنَ وَالْمُهٰجِرِیْنَ اِلَّاۤ اَنْ تَفْعَلُوْۤا اِلٰۤی اَوْلِیٰٓىِٕكُمْ مَّعْرُوْفًا ؕ— كَانَ ذٰلِكَ فِی الْكِتٰبِ مَسْطُوْرًا ۟
پيغمبر مؤمنانو ته له خپلو ځانونو څخه ډير نژدې او د هغه بیبیانې یې مور ګانې دي.د الله د کتاب په رڼا کې د عامو مؤمنانو او مهاجرینو په پرتله خپلوان مؤمنان یو تر بله زیات حقدار دي مګر که د خپلو دوستانو او ملګرو سره څه ښیګڼه کوئ نو کولای یې شئ.دا خبرې ټولي د الله په کتاب کې ښکل شوی دي.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: احزاب
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

د مولوي جانباز سرفراز له خوا ترجمه شوی

بندول