Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه سورت: فصلت   آیت:
فَقَضٰىهُنَّ سَبْعَ سَمٰوَاتٍ فِیْ یَوْمَیْنِ وَاَوْحٰی فِیْ كُلِّ سَمَآءٍ اَمْرَهَا وَزَیَّنَّا السَّمَآءَ الدُّنْیَا بِمَصَابِیْحَ ۖۗ— وَحِفْظًا ؕ— ذٰلِكَ تَقْدِیْرُ الْعَزِیْزِ الْعَلِیْمِ ۟
نو په دوه ورځو کې يي اوه اسمانونه پوره جوړ او هر اسمان ته يي اړوند نظام وحي کړ او مونږ د دنیا اسمان په څراغونو ښایسته او هغه مو ښه محفوظ کړ. هو! دا دبرلاسي او پوه ذات اندازه او ټاکنه ده.
عربي تفسیرونه:
فَاِنْ اَعْرَضُوْا فَقُلْ اَنْذَرْتُكُمْ صٰعِقَةً مِّثْلَ صٰعِقَةِ عَادٍ وَّثَمُوْدَ ۟ؕ
نو که مخ يي واړاو نو ورته ووایه چې زه له تاسې له هغه یو ناڅاپي عذاب نه ډاروم چې پر عادیانو او ثمودیانو راغلی و.
عربي تفسیرونه:
اِذْ جَآءَتْهُمُ الرُّسُلُ مِنْ بَیْنِ اَیْدِیْهِمْ وَمِنْ خَلْفِهِمْ اَلَّا تَعْبُدُوْۤا اِلَّا اللّٰهَ ؕ— قَالُوْا لَوْ شَآءَ رَبُّنَا لَاَنْزَلَ مَلٰٓىِٕكَةً فَاِنَّا بِمَاۤ اُرْسِلْتُمْ بِهٖ كٰفِرُوْنَ ۟
کله چې هغوی ته د مخې او شاه له لورې [۱۱] رسولان راغلل او ورته يي وویل چې پرته له یو الله نه د بل هیڅ شي عبادت مه کوئ هغوی ځواب ورکړ چې: که زمونږ رب غوښتلی چې پیغمبر راولیږي نو ملایکې به يي رالیږلي وای. مونږ ستاسې راوړی پیغام نه منو.
[۱۱] رسولانو په هر شان هڅه وکړه چې هغوی لار ومومي(فتح القدیر)
عربي تفسیرونه:
فَاَمَّا عَادٌ فَاسْتَكْبَرُوْا فِی الْاَرْضِ بِغَیْرِ الْحَقِّ وَقَالُوْا مَنْ اَشَدُّ مِنَّا قُوَّةً ؕ— اَوَلَمْ یَرَوْا اَنَّ اللّٰهَ الَّذِیْ خَلَقَهُمْ هُوَ اَشَدُّ مِنْهُمْ قُوَّةً ؕ— وَكَانُوْا بِاٰیٰتِنَا یَجْحَدُوْنَ ۟
نو عادیانو په ناحقه په ځمکه کې لويي وکړه او ویل يې: له مونږ نه څوک زورور شته؟ ایا هغوی نه پوهیږي چې هغه الله له دوی نه ډیر زورور دی چې دوی يي پیدا کړي دي؟ او هغوی زمونږ له ایتونو څخه انکار کوي.
عربي تفسیرونه:
فَاَرْسَلْنَا عَلَیْهِمْ رِیْحًا صَرْصَرًا فِیْۤ اَیَّامٍ نَّحِسَاتٍ لِّنُذِیْقَهُمْ عَذَابَ الْخِزْیِ فِی الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا ؕ— وَلَعَذَابُ الْاٰخِرَةِ اَخْزٰی وَهُمْ لَا یُنْصَرُوْنَ ۟
نو مونږ هم پر هغوی په څو شومو او بدو ورځو کې سخت او طوفاني بادر راوالوزاو تر څو پرې په دنیا کې د رسوا کوونکي عذاب خوند وڅکو. او داخرت عذاب ډیر رسوا کوونکی دی. ځکه چې هلته به هیڅ کومک ورسره نه شي کیدای.
عربي تفسیرونه:
وَاَمَّا ثَمُوْدُ فَهَدَیْنٰهُمْ فَاسْتَحَبُّوا الْعَمٰی عَلَی الْهُدٰی فَاَخَذَتْهُمْ صٰعِقَةُ الْعَذَابِ الْهُوْنِ بِمَا كَانُوْا یَكْسِبُوْنَ ۟ۚ
او ثمودیانو ته مونږ لار وښووله خو هغوی د ښوونې پر ځای ړوند والی غوره کړ نو ځکه د خپلو بدو کړنو له کبله یوې سختې او هیبت ناکې چیغې ونیول.
عربي تفسیرونه:
وَنَجَّیْنَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَكَانُوْا یَتَّقُوْنَ ۟۠
او هغه کسان مو خلاص کړل چې ایمان يي راوړی او ځانونه يي له بدیو نه ژغورل.
عربي تفسیرونه:
وَیَوْمَ یُحْشَرُ اَعْدَآءُ اللّٰهِ اِلَی النَّارِ فَهُمْ یُوْزَعُوْنَ ۟
او هغه ورځ رایاده کړه چې د الله دښمنان به ګرد له یوی مخې اور ته راټول کړای شي.
عربي تفسیرونه:
حَتّٰۤی اِذَا مَا جَآءُوْهَا شَهِدَ عَلَیْهِمْ سَمْعُهُمْ وَاَبْصَارُهُمْ وَجُلُوْدُهُمْ بِمَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟
چې اور ته ورسیږي نو غوږونه، سترګې او پوستکي به يي په کړنو شاهدي ووایې.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: فصلت
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

د مولوي جانباز سرفراز له خوا ترجمه شوی

بندول