Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه سورت: فصلت   آیت:
اِلَیْهِ یُرَدُّ عِلْمُ السَّاعَةِ ؕ— وَمَا تَخْرُجُ مِنْ ثَمَرٰتٍ مِّنْ اَكْمَامِهَا وَمَا تَحْمِلُ مِنْ اُ وَلَا تَضَعُ اِلَّا بِعِلْمِهٖ ؕ— وَیَوْمَ یُنَادِیْهِمْ اَیْنَ شُرَكَآءِیْ ۙ— قَالُوْۤا اٰذَنّٰكَ ۙ— مَا مِنَّا مِنْ شَهِیْدٍ ۟ۚ
د قیامت معلومات یوازې له هغه سره دي او هیڅ میوه له خپلو پوښونو نه راووځي او نه کومه ښځینه حمل اخلي او یا يي زیږوي مګر ټول الله ته معلوم دي او هغه ورځ را یاده کړه چې الله پر هغوی غږ وکړي چې: له ماسره انګیرلي شریکان مو چیرې دي؟ هغوی به وايي مونږ تاسې ته وړاندیز کړی دی چې په مونږ کې هیڅوک ددې خبرې شاهد نشته.
عربي تفسیرونه:
وَضَلَّ عَنْهُمْ مَّا كَانُوْا یَدْعُوْنَ مِنْ قَبْلُ وَظَنُّوْا مَا لَهُمْ مِّنْ مَّحِیْصٍ ۟
او هغه ټول ترې ورک شول چې پخوا به يې بلل او پوخ باور يي راغی چې اوس يي د خلاصون هیڅ ځای نشته.
عربي تفسیرونه:
لَا یَسْـَٔمُ الْاِنْسَانُ مِنْ دُعَآءِ الْخَیْرِ ؗ— وَاِنْ مَّسَّهُ الشَّرُّ فَیَـُٔوْسٌ قَنُوْطٌ ۟
انسان د ګټې په غوښتلو هیڅکله نه ستړی کیږي او که ستونزه ور ورسیږي نو خورا مایوسه او له هر څه يي هیله ختلي وي.
عربي تفسیرونه:
وَلَىِٕنْ اَذَقْنٰهُ رَحْمَةً مِّنَّا مِنْ بَعْدِ ضَرَّآءَ مَسَّتْهُ لَیَقُوْلَنَّ هٰذَا لِیْ ۙ— وَمَاۤ اَظُنُّ السَّاعَةَ قَآىِٕمَةً ۙ— وَّلَىِٕنْ رُّجِعْتُ اِلٰی رَبِّیْۤ اِنَّ لِیْ عِنْدَهٗ لَلْحُسْنٰی ۚ— فَلَنُنَبِّئَنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا بِمَا عَمِلُوْا ؗ— وَلَنُذِیْقَنَّهُمْ مِّنْ عَذَابٍ غَلِیْظٍ ۟
او که مونږ هغه ته د ورپیښو ستونزو وروسته خپله مهرباني ور په برخه کړو نو وايې چې: زه د همدی وړ یم.او باور مې نه راځي چې قیامت به راشي او بالفرض که زه خپل رب ته وروستلای هم شم نو هلته به هم زه د ښه ژوند څښتن وم. مونږ به خامخا کافرانو ته د هغوی کړني په مخکې کیږدو او خامخا به د دردناک او سخت عذاب خوند ور وڅکو.
عربي تفسیرونه:
وَاِذَاۤ اَنْعَمْنَا عَلَی الْاِنْسَانِ اَعْرَضَ وَنَاٰ بِجَانِبِهٖ ۚ— وَاِذَا مَسَّهُ الشَّرُّ فَذُوْ دُعَآءٍ عَرِیْضٍ ۟
او کله چې مونږ پر انسان لورینه وکړو نو مخ اړوي. او خپل اړخ بل لور تاو وي.او که کوم افت ور ورسیږي نو بیا اوږدې دعاء ګانې کوي.
عربي تفسیرونه:
قُلْ اَرَءَیْتُمْ اِنْ كَانَ مِنْ عِنْدِ اللّٰهِ ثُمَّ كَفَرْتُمْ بِهٖ مَنْ اَضَلُّ مِمَّنْ هُوَ فِیْ شِقَاقٍ بَعِیْدٍ ۟
ای پیغمبره! ورته ووایه: ایا تاسې کله په دې هکله څه غور کړی که رښتیا هم دا قران د الله له لورې وي او بیا ترې تاسې انکار کړی وي. نو له هغه چا نه به بل لوی لار ورکی څوک وي چې د حق په دښمنۍ کې تر ډیرو پولو ور تیر شوی وي؟
عربي تفسیرونه:
سَنُرِیْهِمْ اٰیٰتِنَا فِی الْاٰفَاقِ وَفِیْۤ اَنْفُسِهِمْ حَتّٰی یَتَبَیَّنَ لَهُمْ اَنَّهُ الْحَقُّ ؕ— اَوَلَمْ یَكْفِ بِرَبِّكَ اَنَّهٗ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ شَهِیْدٌ ۟
مونږ به د کائناتو په مختلفو ګوټونو او د هغوی په ځانونو کې خپل ډیر دلایل وروښایو، تر څو ورته په ډاګه شي چې زمونږ خبره حقه ده. ایا دا خبره کفایت نه کوي چې الله له هر شي نه خبر او پرې شاهد وي؟
عربي تفسیرونه:
اَلَاۤ اِنَّهُمْ فِیْ مِرْیَةٍ مِّنْ لِّقَآءِ رَبِّهِمْ ؕ— اَلَاۤ اِنَّهٗ بِكُلِّ شَیْءٍ مُّحِیْطٌ ۟۠
خبر اوسئ! دوی د خپل رب سره د مخامخ کیدلو په هکله شکمن دي. او له دې نه هم خبر شئ چې الله په هر څه اخاطه کړې ده.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: فصلت
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

د مولوي جانباز سرفراز له خوا ترجمه شوی

بندول