Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه سورت: حجرات   آیت:

حجرات

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا تُقَدِّمُوْا بَیْنَ یَدَیِ اللّٰهِ وَرَسُوْلِهٖ وَاتَّقُوا اللّٰهَ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ سَمِیْعٌ عَلِیْمٌ ۟
اې مؤمنانو! د الله او د هغه له رسول نه مه وړاندې کیږئ او له الله نه وډار شئ بې له شکه چې الله د هر څه اوریدونکی او په هر څه پوه دی.
عربي تفسیرونه:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا تَرْفَعُوْۤا اَصْوَاتَكُمْ فَوْقَ صَوْتِ النَّبِیِّ وَلَا تَجْهَرُوْا لَهٗ بِالْقَوْلِ كَجَهْرِ بَعْضِكُمْ لِبَعْضٍ اَنْ تَحْبَطَ اَعْمَالُكُمْ وَاَنْتُمْ لَا تَشْعُرُوْنَ ۟
اې مؤمنانو! د پیغمبر په غږ خپل غږ مه په پورته کوئ او له هغه سره په لوړ غږ خبرې مه کوئ لکه څنګه يې چې تاسې یو له بل سره کوئ. هسې نه چې ستاسې ټولې کړني بابیزه شي او تاسې خبر هم نه واست.
عربي تفسیرونه:
اِنَّ الَّذِیْنَ یَغُضُّوْنَ اَصْوَاتَهُمْ عِنْدَ رَسُوْلِ اللّٰهِ اُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ امْتَحَنَ اللّٰهُ قُلُوْبَهُمْ لِلتَّقْوٰی ؕ— لَهُمْ مَّغْفِرَةٌ وَّاَجْرٌ عَظِیْمٌ ۟
کوم کسان چې د الله د رسول په وړاندې خپل غږونه ټیټوي په حقیقت کې هغه کسان دي چې الله يې د پرهیزګارۍ لپاره زړونه له ازمیښت نه تیر کړي دي بښنه او لوی اجر يي په برخه دی.
عربي تفسیرونه:
اِنَّ الَّذِیْنَ یُنَادُوْنَكَ مِنْ وَّرَآءِ الْحُجُرٰتِ اَكْثَرُهُمْ لَا یَعْقِلُوْنَ ۟
بې شکه کوم کسان چې بیرون له خونو څخه تاته چیغي وهي، ډیر يي له عقل نه خالي دي.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: حجرات
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

د مولوي جانباز سرفراز له خوا ترجمه شوی

بندول