Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه سورت: مائده   آیت:
سَمّٰعُوْنَ لِلْكَذِبِ اَكّٰلُوْنَ لِلسُّحْتِ ؕ— فَاِنْ جَآءُوْكَ فَاحْكُمْ بَیْنَهُمْ اَوْ اَعْرِضْ عَنْهُمْ ۚ— وَاِنْ تُعْرِضْ عَنْهُمْ فَلَنْ یَّضُرُّوْكَ شَیْـًٔا ؕ— وَاِنْ حَكَمْتَ فَاحْكُمْ بَیْنَهُمْ بِالْقِسْطِ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ یُحِبُّ الْمُقْسِطِیْنَ ۟
درواغو ته ښه غوږ نیسي او حرام څیزونه په مړه خیټه خوري نو که دوی تا ته راغلل نو په مینځ کې يې پریکړه وکړه یا ترې مخ واړه وه که ترې مخ واړوې نو هیڅ زیان نه شي در رسولای او که پریکړه دې ورته کوله نو په مینځ کې یې د انصاف پریکړه وکړه، بې شکه الله پاک انصاف کوونکي خوښوي.
عربي تفسیرونه:
وَكَیْفَ یُحَكِّمُوْنَكَ وَعِنْدَهُمُ التَّوْرٰىةُ فِیْهَا حُكْمُ اللّٰهِ ثُمَّ یَتَوَلَّوْنَ مِنْ بَعْدِ ذٰلِكَ ؕ— وَمَاۤ اُولٰٓىِٕكَ بِالْمُؤْمِنِیْنَ ۟۠
دوی به څرنګه تا منځګړی وګڼي؟ له دوی سره تورات پروت دی په هغه کې د الله پاک پریکړه څرګنده ده مګر هغوی بیا هم مخ ترې اړوي ځکه چې مؤمنا نه دي.
عربي تفسیرونه:
اِنَّاۤ اَنْزَلْنَا التَّوْرٰىةَ فِیْهَا هُدًی وَّنُوْرٌ ۚ— یَحْكُمُ بِهَا النَّبِیُّوْنَ الَّذِیْنَ اَسْلَمُوْا لِلَّذِیْنَ هَادُوْا وَالرَّبّٰنِیُّوْنَ وَالْاَحْبَارُ بِمَا اسْتُحْفِظُوْا مِنْ كِتٰبِ اللّٰهِ وَكَانُوْا عَلَیْهِ شُهَدَآءَ ۚ— فَلَا تَخْشَوُا النَّاسَ وَاخْشَوْنِ وَلَا تَشْتَرُوْا بِاٰیٰتِیْ ثَمَنًا قَلِیْلًا ؕ— وَمَنْ لَّمْ یَحْكُمْ بِمَاۤ اَنْزَلَ اللّٰهُ فَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْكٰفِرُوْنَ ۟
په یقین مونږ تورات نازل کړی ؤ په هغه کې هدایت او رڼا ده. الله ته تسلیم شوي پیغمبران د یهودیانو چارې په هغه سره چلوي او هم رب پالونکي فقهاء او علماء ځکه چې د الله د کتاب ساتنې دنده په غاړه وراچول شوی او په حقانیت او رښتینولۍ ئې شاهدان وو نو (ای یهودو علماو او مشرانو!) له خلکو مه ډاریږئ یوازې له ما وډار شئ او زما پر ایتونو لږې روپۍ مه اخلئ او هر چا چې د الله پاک په نازلې شوې وحې پریکړې نه وي کړي نو همغوی کافران دي.
عربي تفسیرونه:
وَكَتَبْنَا عَلَیْهِمْ فِیْهَاۤ اَنَّ النَّفْسَ بِالنَّفْسِ ۙ— وَالْعَیْنَ بِالْعَیْنِ وَالْاَنْفَ بِالْاَنْفِ وَالْاُذُنَ بِالْاُذُنِ وَالسِّنَّ بِالسِّنِّ ۙ— وَالْجُرُوْحَ قِصَاصٌ ؕ— فَمَنْ تَصَدَّقَ بِهٖ فَهُوَ كَفَّارَةٌ لَّهٗ ؕ— وَمَنْ لَّمْ یَحْكُمْ بِمَاۤ اَنْزَلَ اللّٰهُ فَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الظّٰلِمُوْنَ ۟
مونږ په تورات کې پر هغو فرض کړي وو چې نفس د نفس په بدل کې، سترګه د سترګې په بدل کې، پوزه د پوزې په بدل کې، غوږ د غوږ په بدل کې، غاښ د غاښ په بدل کې او زخمونه سره انډول دی او هر چاچې بدل وباښه نو دایې د ګناهونو رژیدنه ده او هر چا چې د الله په نازلو کړو شوو اصولو پریکړه نه وي کړي نو همغوی ظالمان دي.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: مائده
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

د مولوي جانباز سرفراز له خوا ترجمه شوی

بندول