Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه سورت: مائده   آیت:
لُعِنَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا مِنْ بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ عَلٰی لِسَانِ دَاوٗدَ وَعِیْسَی ابْنِ مَرْیَمَ ؕ— ذٰلِكَ بِمَا عَصَوْا وَّكَانُوْا یَعْتَدُوْنَ ۟
پر کافرو بني اسرائیلو د داود او د مریمې د ځوی عیسی پر ژبو لعنت ویل شوی دی او دا ځکه چې هغوی سرغړونه وکړه او له اندازې نه یې تیری کړی ؤ
عربي تفسیرونه:
كَانُوْا لَا یَتَنَاهَوْنَ عَنْ مُّنْكَرٍ فَعَلُوْهُ ؕ— لَبِئْسَ مَا كَانُوْا یَفْعَلُوْنَ ۟
له بدو کړنو څخه یې یو بل سره نه منع کول او کړنې یې خورا بدې او پریوتې وي.
عربي تفسیرونه:
تَرٰی كَثِیْرًا مِّنْهُمْ یَتَوَلَّوْنَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا ؕ— لَبِئْسَ مَا قَدَّمَتْ لَهُمْ اَنْفُسُهُمْ اَنْ سَخِطَ اللّٰهُ عَلَیْهِمْ وَفِی الْعَذَابِ هُمْ خٰلِدُوْنَ ۟
ته ویني چې ډیر وګړي یې له کافرانو سره دوستي کوي په یقین چې په خپله یې د ځانونو لپاره بد وکړل چې الله پاک پرې په قهر دی او تل به په عذاب کې پاتې وي.
عربي تفسیرونه:
وَلَوْ كَانُوْا یُؤْمِنُوْنَ بِاللّٰهِ وَالنَّبِیِّ وَمَاۤ اُنْزِلَ اِلَیْهِ مَا اتَّخَذُوْهُمْ اَوْلِیَآءَ وَلٰكِنَّ كَثِیْرًا مِّنْهُمْ فٰسِقُوْنَ ۟
که پر الله، پیغمبر او پر هغه څه چې پیغمبر ته نازل کړای شوي دي د هغوی باور وای نو هیڅکله به یې کافران خپل دوستان نه وو نیولي خو د دوی ډیر وګړي فاسقان دي.
عربي تفسیرونه:
لَتَجِدَنَّ اَشَدَّ النَّاسِ عَدَاوَةً لِّلَّذِیْنَ اٰمَنُوا الْیَهُوْدَ وَالَّذِیْنَ اَشْرَكُوْا ۚ— وَلَتَجِدَنَّ اَقْرَبَهُمْ مَّوَدَّةً لِّلَّذِیْنَ اٰمَنُوا الَّذِیْنَ قَالُوْۤا اِنَّا نَصٰرٰی ؕ— ذٰلِكَ بِاَنَّ مِنْهُمْ قِسِّیْسِیْنَ وَرُهْبَانًا وَّاَنَّهُمْ لَا یَسْتَكْبِرُوْنَ ۟
ته به د مؤمنانو په دښمنۍ کې تر هر چا سخت یهودیان او مشرکان ومومې او د مؤمنانو په دوستۍ کې به تر هر چا نژدې هغه خلک ومومې چې وايې مونږ نصارا یوـ او دا ځکه چې په هغوی کې پوهان او عبادت کوونکي میندل کیږي او په هغوی کې لوئې او تکبر نه شته.
عربي تفسیرونه:
وَاِذَا سَمِعُوْا مَاۤ اُنْزِلَ اِلَی الرَّسُوْلِ تَرٰۤی اَعْیُنَهُمْ تَفِیْضُ مِنَ الدَّمْعِ مِمَّا عَرَفُوْا مِنَ الْحَقِّ ۚ— یَقُوْلُوْنَ رَبَّنَاۤ اٰمَنَّا فَاكْتُبْنَا مَعَ الشّٰهِدِیْنَ ۟
او کله یې چې هغه څه واوریدل چې رسول ته نازل کړای شوي دي نو ته ګورې چې د حق پيژندني له امله یې سترګې اوښکې تویوي او وايې ای زمونږ ربه مونږ ایمان راوړی دی مونږ په منونکو کې ولیکه.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: مائده
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

د مولوي جانباز سرفراز له خوا ترجمه شوی

بندول