Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه سورت: نجم   آیت:

نجم

وَالنَّجْمِ اِذَا هَوٰی ۟ۙ
قم پر پریوتونکي ستوري.
عربي تفسیرونه:
مَا ضَلَّ صَاحِبُكُمْ وَمَا غَوٰی ۟ۚ
چې ستاسې ملګری محمد نه لار ورکې شوی او نه یې خپل سری کړې.
عربي تفسیرونه:
وَمَا یَنْطِقُ عَنِ الْهَوٰی ۟ؕۚ
له هواء نه خبرې نه کوي.
عربي تفسیرونه:
اِنْ هُوَ اِلَّا وَحْیٌ یُّوْحٰی ۟ۙ
بلکې خبرې یي وحي ده چې هغه ته وحي کولی شي.
عربي تفسیرونه:
عَلَّمَهٗ شَدِیْدُ الْقُوٰی ۟ۙ
هغه ته یوه زورلرونکي او پياوړي ور ښوولي دي.
عربي تفسیرونه:
ذُوْ مِرَّةٍ ؕ— فَاسْتَوٰی ۟ۙ
چې د ښکلي بدن او پاخه عقل څښتن دی.بیا ښه جوخت ودرید.
عربي تفسیرونه:
وَهُوَ بِالْاُفُقِ الْاَعْلٰی ۟ؕ
په داسې حال کې چې په لوړو څنډو کې وو.
عربي تفسیرونه:
ثُمَّ دَنَا فَتَدَلّٰی ۟ۙ
بیا محمد ته نژدې او لا پسې ور نژدې شو.
عربي تفسیرونه:
فَكَانَ قَابَ قَوْسَیْنِ اَوْ اَدْنٰی ۟ۚ
نو د دوه لیند یو په اندازه یا له هغه نه هم ورته نژدې ؤ.
عربي تفسیرونه:
فَاَوْحٰۤی اِلٰی عَبْدِهٖ مَاۤ اَوْحٰی ۟ؕ
نو د الله بنده نه یي هغه وحي ورسوله چې رسول یې پر غاړه وو.
عربي تفسیرونه:
مَا كَذَبَ الْفُؤَادُ مَا رَاٰی ۟
زړه هغه څه درواغ نه دی بللي چې لیدلي یي وو.
عربي تفسیرونه:
اَفَتُمٰرُوْنَهٗ عَلٰی مَا یَرٰی ۟
ایا له محمد سره د هغه په لیدلو کې جګړه کوئ.
عربي تفسیرونه:
وَلَقَدْ رَاٰهُ نَزْلَةً اُخْرٰی ۟ۙ
او هغه جبرائیل د راښکته کیدلو په دوران کې بل ځل لیدلی وو.
عربي تفسیرونه:
عِنْدَ سِدْرَةِ الْمُنْتَهٰی ۟
له سدرة المنتها سره یي لیدلي وو.
عربي تفسیرونه:
عِنْدَهَا جَنَّةُ الْمَاْوٰی ۟ؕ
هلته جنت وو اخرنی دمه ځای.
عربي تفسیرونه:
اِذْ یَغْشَی السِّدْرَةَ مَا یَغْشٰی ۟ۙ
هغه وخت یې ملائکه ولیده چې د بیرې ونه هغه څه پټه کړې وه چې هغه یي پټوله.
عربي تفسیرونه:
مَا زَاغَ الْبَصَرُ وَمَا طَغٰی ۟
سترګې نه کږې شوي وي او نه د بل څه لیدلو ته ور تیرې شوې وې.
عربي تفسیرونه:
لَقَدْ رَاٰی مِنْ اٰیٰتِ رَبِّهِ الْكُبْرٰی ۟
په رښتیا یې د خپل رب ډیرې لوی نښې لیدلي دي.
عربي تفسیرونه:
اَفَرَءَیْتُمُ اللّٰتَ وَالْعُزّٰی ۟ۙ
ایا تاسې دلات او عزا په هکله فکر کړی دی؟
عربي تفسیرونه:
وَمَنٰوةَ الثَّالِثَةَ الْاُخْرٰی ۟
او هم د هغه بل دریم مناة نومي په هکله؟
عربي تفسیرونه:
اَلَكُمُ الذَّكَرُ وَلَهُ الْاُ ۟
ایا ستاسې ځامن او د الله لورګانې دي؟
عربي تفسیرونه:
تِلْكَ اِذًا قِسْمَةٌ ضِیْزٰی ۟
دا خورا کوږ او بې انصافه ویش دی.
عربي تفسیرونه:
اِنْ هِیَ اِلَّاۤ اَسْمَآءٌ سَمَّیْتُمُوْهَاۤ اَنْتُمْ وَاٰبَآؤُكُمْ مَّاۤ اَنْزَلَ اللّٰهُ بِهَا مِنْ سُلْطٰنٍ ؕ— اِنْ یَّتَّبِعُوْنَ اِلَّا الظَّنَّ وَمَا تَهْوَی الْاَنْفُسُ ۚ— وَلَقَدْ جَآءَهُمْ مِّنْ رَّبِّهِمُ الْهُدٰی ۟ؕ
دا بوتان یوازې نومونه دي چې تاسو،او ستاسو پلرونو ایښي دي الله پرې کوم دلیل نه دی نازل کړی.هغوی یوازې د ګومان او هغه څه پسې روان دي چې:نفس یي غواړي.او سره له دې چې د خپل رب له لورې هدایت او ښوونه ورته راغلې.
عربي تفسیرونه:
اَمْ لِلْاِنْسَانِ مَا تَمَنّٰی ۟ؗۖ
ایا د انسان ټولې هیلي[۶]پوره کیږي؟
[۶] ـ د هیڅ انسان ټولې غوښتنې نه پوره کیږي پوره یوازې یو الله دی.چې د دنیا او اخرت واکمن دی(فتح القدیر).
عربي تفسیرونه:
فَلِلّٰهِ الْاٰخِرَةُ وَالْاُوْلٰی ۟۠
د دنیا او اخرت واکمن یوازې یو الله دی.
عربي تفسیرونه:
وَكَمْ مِّنْ مَّلَكٍ فِی السَّمٰوٰتِ لَا تُغْنِیْ شَفَاعَتُهُمْ شَیْـًٔا اِلَّا مِنْ بَعْدِ اَنْ یَّاْذَنَ اللّٰهُ لِمَنْ یَّشَآءُ وَیَرْضٰی ۟
د اسمانونو ډیرې ملایکې دي چې سپارښت یي هیڅ ګته نه شي رسولای.مګر یوازې هغه وخت سپارښت کولای شي چې الله د هغه چا لپاره اجازه ورکړي چې د الله خوښه او ترې راضي وي.
عربي تفسیرونه:
اِنَّ الَّذِیْنَ لَا یُؤْمِنُوْنَ بِالْاٰخِرَةِ لَیُسَمُّوْنَ الْمَلٰٓىِٕكَةَ تَسْمِیَةَ الْاُ ۟
بې له شکه کوم کسان چې په اخرت ایمان نه لري،ملايکې په ښخینه نومونو یادوي.
عربي تفسیرونه:
وَمَا لَهُمْ بِهٖ مِنْ عِلْمٍ ؕ— اِنْ یَّتَّبِعُوْنَ اِلَّا الظَّنَّ ۚ— وَاِنَّ الظَّنَّ لَا یُغْنِیْ مِنَ الْحَقِّ شَیْـًٔا ۟ۚ
په دې هکله هغوی په هیڅ نه پوهیږي.یوازې په ګومان او اټکل پسې روان دي.او ګومان هیڅکله د حق او واقعیت ځای نشي ډکولی.
عربي تفسیرونه:
فَاَعْرِضْ عَنْ مَّنْ تَوَلّٰی ۙ۬— عَنْ ذِكْرِنَا وَلَمْ یُرِدْ اِلَّا الْحَیٰوةَ الدُّنْیَا ۟ؕ
نو ای پیغمبره!له هغو خلکو مخ واړه وه چې زمونږله پند نه یې مخ اړولی او له دنیوي ژوند پرته یې بل هیڅ هدف نه وي.
عربي تفسیرونه:
ذٰلِكَ مَبْلَغُهُمْ مِّنَ الْعِلْمِ ؕ— اِنَّ رَبَّكَ هُوَ اَعْلَمُ بِمَنْ ضَلَّ عَنْ سَبِیْلِهٖ وَهُوَ اَعْلَمُ بِمَنِ اهْتَدٰی ۟
هو! ددوی پوهه یوازې تر همدې ځایه ده.بې له شکه ستا رب ته هغه ډیر ښه معلوم دي چې له لارې یې بې لارې شوي او هغه هم ورته ډیر ښه معلوم دي چې سمه لار یې میندلې ده.
عربي تفسیرونه:
وَلِلّٰهِ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَمَا فِی الْاَرْضِ ۙ— لِیَجْزِیَ الَّذِیْنَ اَسَآءُوْا بِمَا عَمِلُوْا وَیَجْزِیَ الَّذِیْنَ اَحْسَنُوْا بِالْحُسْنٰی ۟ۚ
د اسمانونو او ځمکې تول څیزونه ټول څيزونه یوازې د یو الله دي تر څو هغو کسانو ته چې بدي یې کړې جزا ورکړي او هغو ته چې نیکی یې کړې په ښه توګه بدله ورکړي.
عربي تفسیرونه:
اَلَّذِیْنَ یَجْتَنِبُوْنَ كَبٰٓىِٕرَ الْاِثْمِ وَالْفَوَاحِشَ اِلَّا اللَّمَمَ ؕ— اِنَّ رَبَّكَ وَاسِعُ الْمَغْفِرَةِ ؕ— هُوَ اَعْلَمُ بِكُمْ اِذْ اَنْشَاَكُمْ مِّنَ الْاَرْضِ وَاِذْ اَنْتُمْ اَجِنَّةٌ فِیْ بُطُوْنِ اُمَّهٰتِكُمْ ۚ— فَلَا تُزَكُّوْۤا اَنْفُسَكُمْ ؕ— هُوَ اَعْلَمُ بِمَنِ اتَّقٰی ۟۠
دوی هغه کسان دي چې له لویو ګناهونو او بد فعلی نه ځان ژغوري خو که ځیني کوچني ګناهونه ترې وشي باک یې نشته.بې له شکه چې ستا د رب بښنه ډیره پراخه ده. تاسې له هغه وخت نه پيژني چې تاسې یې له ځمکې نه پیدا او هغه وخت هم پر تاسې عالم وو چې تاسو د خپلو مورګانو په خیټو کې بچیان واست.نو تاسې د خپلې پاکۍ دعوې مه کوئ.هغه ښه پوهیږي چې رښتیني پاک څوک دی؟
عربي تفسیرونه:
اَفَرَءَیْتَ الَّذِیْ تَوَلّٰی ۟ۙ
ای پیغمبره!تا هغه څوک لیدلی چې د خدای له لارې نه یې مخ اړولی دی.
عربي تفسیرونه:
وَاَعْطٰی قَلِیْلًا وَّاَكْدٰی ۟
ډير لږ مال یې ورکړ او بیا یې لاس ونیو.
عربي تفسیرونه:
اَعِنْدَهٗ عِلْمُ الْغَیْبِ فَهُوَ یَرٰی ۟
ایا په پټو پوهیږی چې خپل خلاصون وویني.
عربي تفسیرونه:
اَمْ لَمْ یُنَبَّاْ بِمَا فِیْ صُحُفِ مُوْسٰی ۟ۙ
ایا له هغه څه نه خبر شوی نه دی چې د موسی په صحیفو کې و؟
عربي تفسیرونه:
وَاِبْرٰهِیْمَ الَّذِیْ وَ ۟ۙ
او له هغه څه چې د وفا دار ابراهیم په صحیفو کې وو.
عربي تفسیرونه:
اَلَّا تَزِرُ وَازِرَةٌ وِّزْرَ اُخْرٰی ۟ۙ
او هغه دا وو چې هیڅ بار پورته کوونکی به د بل چا بار په خپلو اوږونه اخلي.
عربي تفسیرونه:
وَاَنْ لَّیْسَ لِلْاِنْسَانِ اِلَّا مَا سَعٰی ۟ۙ
او دا چې انسان یوازې د خپلو هڅو ګټه لیدلای شي اوبس.
عربي تفسیرونه:
وَاَنَّ سَعْیَهٗ سَوْفَ یُرٰی ۟
او دا چې ډير ژر به خپلې هڅې وروښوولای شي.
عربي تفسیرونه:
ثُمَّ یُجْزٰىهُ الْجَزَآءَ الْاَوْفٰی ۟ۙ
بیا به بدل په بشپړ ډول ورکړای شي.
عربي تفسیرونه:
وَاَنَّ اِلٰی رَبِّكَ الْمُنْتَهٰی ۟ۙ
او دا چې د هر څه پای ستا د رب په لور ده.
عربي تفسیرونه:
وَاَنَّهٗ هُوَ اَضْحَكَ وَاَبْكٰی ۟ۙ
او دا چې همغه خندول کوي او هم ژړول.
عربي تفسیرونه:
وَاَنَّهٗ هُوَ اَمَاتَ وَاَحْیَا ۟ۙ
او دا چې همغه مړه کول کوي او هم ژوندي کول.
عربي تفسیرونه:
وَاَنَّهٗ خَلَقَ الزَّوْجَیْنِ الذَّكَرَ وَالْاُ ۟ۙ
او دا چې همغه نر او ښځه جوړه جوړه پیدا کړي دي.
عربي تفسیرونه:
مِنْ نُّطْفَةٍ اِذَا تُمْنٰی ۪۟
له یوه څاڅکي اوبونه چې وڅڅول شي.
عربي تفسیرونه:
وَاَنَّ عَلَیْهِ النَّشْاَةَ الْاُخْرٰی ۟ۙ
او دا چې بیا را ژوندي کول د همغه دنده ده.
عربي تفسیرونه:
وَاَنَّهٗ هُوَ اَغْنٰی وَاَقْنٰی ۟ۙ
او دا چې مالدارول کوي او نیستمن کول.
عربي تفسیرونه:
وَاَنَّهٗ هُوَ رَبُّ الشِّعْرٰی ۟ۙ
او دا چې هغه د شعر[۷]ستوري رب دی.
[۷] دا یو ستوری دی چې ناپوهانو به د کائناتو په چلښت کې اغیزمن بللو په داسې حال کې چې هغه په خپله مخلوق دی.(فتح القدیر).
عربي تفسیرونه:
وَاَنَّهٗۤ اَهْلَكَ عَادَا ١لْاُوْلٰی ۟ۙ
او دا چې همغه لومړني عادیان هلاک کړل.
عربي تفسیرونه:
وَثَمُوْدَاۡ فَمَاۤ اَبْقٰی ۟ۙ
او هم یې ثمودیان چې یو یې هم پرې نښوول.
عربي تفسیرونه:
وَقَوْمَ نُوْحٍ مِّنْ قَبْلُ ؕ— اِنَّهُمْ كَانُوْا هُمْ اَظْلَمَ وَاَطْغٰی ۟ؕ
له دې نه وړاندې یې د نوح قوم هم هلاک کړ.ځکه چې هغوی له هر چا نه ډير تیري کوونکي او ډير سرغړوونکي وو.
عربي تفسیرونه:
وَالْمُؤْتَفِكَةَ اَهْوٰی ۟ۙ
او بل مخ چپه کړی شوی کلي یې لاندې راورغورځاوو.
عربي تفسیرونه:
فَغَشّٰىهَا مَا غَشّٰی ۟ۚ
نو بیا یې د هغه څه لاندې پټ کړ چې پرې یې پټا وو.
عربي تفسیرونه:
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكَ تَتَمَارٰی ۟
نو ته به د خپل رب په کومه لورینه کې شکه کوې؟
عربي تفسیرونه:
هٰذَا نَذِیْرٌ مِّنَ النُّذُرِ الْاُوْلٰی ۟
دغه محمد هم د پخوانیو ډاروونکو په شان یو ډاروونکی دی.
عربي تفسیرونه:
اَزِفَتِ الْاٰزِفَةُ ۟ۚ
قیامت را نژدې شو.
عربي تفسیرونه:
لَیْسَ لَهَا مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ كَاشِفَةٌ ۟ؕ
خو باوري وخت یې پرته له الله بل هیڅوک نه شي ښکاره کولی.
عربي تفسیرونه:
اَفَمِنْ هٰذَا الْحَدِیْثِ تَعْجَبُوْنَ ۟ۙ
ایا له همدې خبرې نه تاسې تعجب کوئ؟
عربي تفسیرونه:
وَتَضْحَكُوْنَ وَلَا تَبْكُوْنَ ۟ۙ
خاندئ او ژاړئ نه؟
عربي تفسیرونه:
وَاَنْتُمْ سٰمِدُوْنَ ۟
بې پروا په لوبو او سندرو اخته یې.
عربي تفسیرونه:
فَاسْجُدُوْا لِلّٰهِ وَاعْبُدُوْا ۟
نو اوس یوازې یو الله ته سجده وکړئ.او یوازې د هغه عبادت وکړئ.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: نجم
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

د مولوي جانباز سرفراز له خوا ترجمه شوی

بندول