Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه سورت: رحمن   آیت:
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟
نو تاسو به د خپل رب کومه لورینه درواغ وګڼئ؟
عربي تفسیرونه:
هٰذِهٖ جَهَنَّمُ الَّتِیْ یُكَذِّبُ بِهَا الْمُجْرِمُوْنَ ۟ۘ
دا همغه دوزخ دی چې مجرمانو به درواغ ګاڼه!
عربي تفسیرونه:
یَطُوْفُوْنَ بَیْنَهَا وَبَیْنَ حَمِیْمٍ اٰنٍ ۟ۚ
هغوی به د دوزخ او ګرمو خوټیدلو اوبو په مینځ کې تاویږي راتاویږي.
عربي تفسیرونه:
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟۠
نو تاسو به د خپل رب کومه لورینه درواغ وګڼئ؟
عربي تفسیرونه:
وَلِمَنْ خَافَ مَقَامَ رَبِّهٖ جَنَّتٰنِ ۟ۚ
او د هغو خلکو لپاره چې د خپل رب په وړاندې له دریدلو نه ډاریږي دوه جنتونه دي.
عربي تفسیرونه:
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟ۙ
نو تاسو به د خپل رب کومه لورینه درواغ وګڼئ؟
عربي تفسیرونه:
ذَوَاتَاۤ اَفْنَانٍ ۟ۚ
د تازه څانګو او خرانګو لرونکي به وي.
عربي تفسیرونه:
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟
نو تاسو به د خپل رب کومه لورینه درواغ وګڼئ؟
عربي تفسیرونه:
فِیْهِمَا عَیْنٰنِ تَجْرِیٰنِ ۟ۚ
په دواړو کې به دوه چینې روانې وي.
عربي تفسیرونه:
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟
نو تاسو به د خپل رب کومه لورینه درواغ وګڼئ؟
عربي تفسیرونه:
فِیْهِمَا مِنْ كُلِّ فَاكِهَةٍ زَوْجٰنِ ۟ۚ
هره میوه به پکې جوړه جوړه وي[۱۴]
[۱۴] ـ چې یوه به یې په دنیا کې لیدلې او ورسره به آشنا وي،او له بلې سره به ناآشنا وي.یا یوه وچه بله تازه(فتح القدیر).
عربي تفسیرونه:
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟
نو ای انسانانو او پيریانو تاسو به د خپل رب کومه لورینه درواغ وګڼئ؟
عربي تفسیرونه:
مُتَّكِـِٕیْنَ عَلٰی فُرُشٍ بَطَآىِٕنُهَا مِنْ اِسْتَبْرَقٍ ؕ— وَجَنَا الْجَنَّتَیْنِ دَانٍ ۟ۚ
پر هغو فرشونو به یې تکیه کړې وي چې پوښ به یې له غټو وریښمووي.او د میوو را پر یکول به یې خورا اسان وي.
عربي تفسیرونه:
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟
نو ای انسانانو او پيریانو! تاسو به د خپل رب کومه لورینه درواغ وګڼئ؟
عربي تفسیرونه:
فِیْهِنَّ قٰصِرٰتُ الطَّرْفِ ۙ— لَمْ یَطْمِثْهُنَّ اِنْسٌ قَبْلَهُمْ وَلَا جَآنٌّ ۟ۚ
د داسې حیاناکو سترګو لرونکې ښځې به پکې وي چې له دوی نه وړاندې به هیڅ انسان او پیري لاس نه وي وروړی.
عربي تفسیرونه:
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟
نو تاسو به د خپل رب کومه لورینه درواغ وګڼئ؟
عربي تفسیرونه:
كَاَنَّهُنَّ الْیَاقُوْتُ وَالْمَرْجَانُ ۟ۚ
لکه چې لعل او مرجان وي.
عربي تفسیرونه:
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟
نو ای انسانانو او پيریانو! تاسو به د خپل رب کومه لورینه درواغ وګڼئ؟
عربي تفسیرونه:
هَلْ جَزَآءُ الْاِحْسَانِ اِلَّا الْاِحْسَانُ ۟ۚ
ایا د نیکۍ بدل پرته له نیکۍ نه بل څه کیدای شي؟
عربي تفسیرونه:
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟
نو ای انسانانو او پیریانو! تاسو به د خپل رب کومه لورینه درواغ وګڼئ؟
عربي تفسیرونه:
وَمِنْ دُوْنِهِمَا جَنَّتٰنِ ۟ۚ
او له دغو دوه باغونو پرته به دوه نور باغونه هم وي.
عربي تفسیرونه:
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟ۙ
نو ای انسانانو او پيریانو!تاسو به د خپل رب کومه لورینه درواغ وګڼئ؟
عربي تفسیرونه:
مُدْهَآمَّتٰنِ ۟ۚ
له ډیر شین والي نه به تک تور بریښي.
عربي تفسیرونه:
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟ۚ
نو ای انسانانو او پيریانو!تاسو به د خپل رب کومه لورینه درواغ وګڼئ؟
عربي تفسیرونه:
فِیْهِمَا عَیْنٰنِ نَضَّاخَتٰنِ ۟ۚ
په دواړو جنتونو کې به دوه فواره کوونکي چینې وي.
عربي تفسیرونه:
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟ۚ
نو ای انسانانو او پیریانو!تاسو به د خپل رب کومه لورینه درواغ وګڼئ؟
عربي تفسیرونه:
فِیْهِمَا فَاكِهَةٌ وَّنَخْلٌ وَّرُمَّانٌ ۟ۚ
په دواړو کې به میوې،خرماګانې او انار ښه ډیر وي.
عربي تفسیرونه:
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟ۚ
نو اې انسانانو او پيریانو!تاسو به دخپل رب کومه لورینه درواغ وګڼئ؟
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: رحمن
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

د مولوي جانباز سرفراز له خوا ترجمه شوی

بندول