Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه سورت: قمر   آیت:

قمر

اِقْتَرَبَتِ السَّاعَةُ وَانْشَقَّ الْقَمَرُ ۟
قیامت نژدې او سپوږمۍ وچاودیده[۸]
[۸] ـ د هغې پيښې یادونه ده چې کافرانو له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه معجزه وغوښته الله پاک سپوږمۍ دوه ټوټې کړه.بخاري،مسلم،ابن جریر.
عربي تفسیرونه:
وَاِنْ یَّرَوْا اٰیَةً یُّعْرِضُوْا وَیَقُوْلُوْا سِحْرٌ مُّسْتَمِرٌّ ۟
که هر نښه وویني نو مخ به ترې واړوي او وایې به چې دا یو پیاوړی جادو دی.
عربي تفسیرونه:
وَكَذَّبُوْا وَاتَّبَعُوْۤا اَهْوَآءَهُمْ وَكُلُّ اَمْرٍ مُّسْتَقِرٌّ ۟
دا پیښه یې درواغ وګڼله او په خپلو خواهشاتو پسې ولاړل.او دا پخه خبره ده چې هر شی پای ته رسیدونکی دی.
عربي تفسیرونه:
وَلَقَدْ جَآءَهُمْ مِّنَ الْاَنْۢبَآءِ مَا فِیْهِ مُزْدَجَرٌ ۟ۙ
او هغوی ته د پخوانیو هغه حالات ښه څرګند شوی چې له بدۍ څخه د مخنیوي لپاره ښه رټونکی دي.
عربي تفسیرونه:
حِكْمَةٌ بَالِغَةٌ فَمَا تُغْنِ النُّذُرُ ۟ۙ
ښه پوره او بشپړ حکمت ؤ،خو ډاروونکو د هیڅ شی مخه ونه نیوله.
عربي تفسیرونه:
فَتَوَلَّ عَنْهُمْ ۘ— یَوْمَ یَدْعُ الدَّاعِ اِلٰی شَیْءٍ نُّكُرٍ ۟ۙ
نو ای محمده!مخ ترې واړه وه.او هغه ورځ رایاده کړه چې یو بلونکی به یې د یوې نااشنا صحنې په لور وبلي.
عربي تفسیرونه:
خُشَّعًا اَبْصَارُهُمْ یَخْرُجُوْنَ مِنَ الْاَجْدَاثِ كَاَنَّهُمْ جَرَادٌ مُّنْتَشِرٌ ۟ۙ
هلته به یې سترګې مړاوي او د خورو ورو ملخانو په څير به له قبرونونه راپورته کیږي.
عربي تفسیرونه:
مُّهْطِعِیْنَ اِلَی الدَّاعِ ؕ— یَقُوْلُ الْكٰفِرُوْنَ هٰذَا یَوْمٌ عَسِرٌ ۟
د بلونکی په لور به په منډه روان وي.او کافران به وایې چې:دا ډیره سخته ورځ ده.
عربي تفسیرونه:
كَذَّبَتْ قَبْلَهُمْ قَوْمُ نُوْحٍ فَكَذَّبُوْا عَبْدَنَا وَقَالُوْا مَجْنُوْنٌ وَّازْدُجِرَ ۟
له دوی نه وړاندې د نوح قوم هم ددرواغو نسبت کړی و،زمونږ بنده یي درواغجن ګڼلی او ویلي یي وو چې:یو رټل شوی لیونی دی.
عربي تفسیرونه:
فَدَعَا رَبَّهٗۤ اَنِّیْ مَغْلُوْبٌ فَانْتَصِرْ ۟
نوح خپل رب ته لاسونه پورته کړل او دعا يي وکړه:زه بې وسې کړی شوی یم زما بدل واخله!
عربي تفسیرونه:
فَفَتَحْنَاۤ اَبْوَابَ السَّمَآءِ بِمَآءٍ مُّنْهَمِرٍ ۟ؗۖ
نوهغه وو چې مونږ د تیز او تند باران په ورولو د اسمان دروازې راخلاصې کړې.
عربي تفسیرونه:
وَّفَجَّرْنَا الْاَرْضَ عُیُوْنًا فَالْتَقَی الْمَآءُ عَلٰۤی اَمْرٍ قَدْ قُدِرَ ۟ۚ
او ځمکه موټوله د چینو په توګه راوخوټوله او دواړه اوبه د ټاکلی شوي کار لپاره سره یو ځای شوی.
عربي تفسیرونه:
وَحَمَلْنٰهُ عَلٰی ذَاتِ اَلْوَاحٍ وَّدُسُرٍ ۟ۙ
مونږ نوح په تختو او میخ لورنکو کښتۍ کې سور کړ.
عربي تفسیرونه:
تَجْرِیْ بِاَعْیُنِنَا جَزَآءً لِّمَنْ كَانَ كُفِرَ ۟
کښتۍ زمونږ د سترګو لاندې روانه وه.هو!دا د هغه چا بدل اخیستل وو چې منلی شوی نه و.
عربي تفسیرونه:
وَلَقَدْ تَّرَكْنٰهَاۤ اٰیَةً فَهَلْ مِنْ مُّدَّكِرٍ ۟
مونږ کښتۍ د یوې نښې په توګه پریښووله ایا شته کوم پند اخیستونکی؟
عربي تفسیرونه:
فَكَیْفَ كَانَ عَذَابِیْ وَنُذُرِ ۟
نو څنکه و عذاب زمونږ او زمونږ ډارول؟
عربي تفسیرونه:
وَلَقَدْ یَسَّرْنَا الْقُرْاٰنَ لِلذِّكْرِ فَهَلْ مِنْ مُّدَّكِرٍ ۟
او په یقین چې مونږ قران د پند اخیستلو لپاره اسان کړی دی ایا شته کوم پند اخیستونکی؟
عربي تفسیرونه:
كَذَّبَتْ عَادٌ فَكَیْفَ كَانَ عَذَابِیْ وَنُذُرِ ۟
عادیانو هم د دوراغو نسبت کړی وو.نو وګوره چې څرنګه وو زمونږ عذاب؟او زمونږ ډارول؟
عربي تفسیرونه:
اِنَّاۤ اَرْسَلْنَا عَلَیْهِمْ رِیْحًا صَرْصَرًا فِیْ یَوْمِ نَحْسٍ مُّسْتَمِرٍّ ۟ۙ
مونږ پرې په یوه شومه ورځ په پرله پسې توګه یو سخت تند او ډیر یخ باد راوالو زاوو.
عربي تفسیرونه:
تَنْزِعُ النَّاسَ ۙ— كَاَنَّهُمْ اَعْجَازُ نَخْلٍ مُّنْقَعِرٍ ۟
خلک به یې داسې الوزول لکه چې د ویستلو شوو خرماګانو پراته ډډونه وي.
عربي تفسیرونه:
فَكَیْفَ كَانَ عَذَابِیْ وَنُذُرِ ۟
نو وګوره چې څرنګه وو زمونږ عذاب؟او زمونږ ډارول؟
عربي تفسیرونه:
وَلَقَدْ یَسَّرْنَا الْقُرْاٰنَ لِلذِّكْرِ فَهَلْ مِنْ مُّدَّكِرٍ ۟۠
او په یقین چې مونږ قران د پند اخیستلو لباره اسان کړی دی.ایا شته کوم پند اخیستونکی؟
عربي تفسیرونه:
كَذَّبَتْ ثَمُوْدُ بِالنُّذُرِ ۟
ثمودیانو هم داروونکي دوراغجن ګڼلي وو.
عربي تفسیرونه:
فَقَالُوْۤا اَبَشَرًا مِّنَّا وَاحِدًا نَّتَّبِعُهٗۤ ۙ— اِنَّاۤ اِذًا لَّفِیْ ضَلٰلٍ وَّسُعُرٍ ۟
او ویلي یي:ایا مونږ په یوه داسې چا پسې ولاړ شو چې زمونږ په شان بشر دی؟ که مونږ دا کار وکړ نو مونږ به ډیر لار ورکي او ناپوهان یو.
عربي تفسیرونه:
ءَاُلْقِیَ الذِّكْرُ عَلَیْهِ مِنْ بَیْنِنَا بَلْ هُوَ كَذَّابٌ اَشِرٌ ۟
ایا په مونږ کې یوازې هغه وچې وحې پرې نازله شوه؟نه هیڅ ورته نه دي نازل شوي بلکې هغه ډیر لوی درواغجن متکبر دی.
عربي تفسیرونه:
سَیَعْلَمُوْنَ غَدًا مَّنِ الْكَذَّابُ الْاَشِرُ ۟
سبا ته به هغوی ته معلومه شي چې ډیر لوی درواغجن متکبر څوک دی؟
عربي تفسیرونه:
اِنَّا مُرْسِلُوا النَّاقَةِ فِتْنَةً لَّهُمْ فَارْتَقِبْهُمْ وَاصْطَبِرْ ۟ؗ
مونږ او ښه د ازمیښت په توګه ورولیږله.نو اوس ته انتظار او صبر کوه چې څه ورسره کیږي؟
عربي تفسیرونه:
وَنَبِّئْهُمْ اَنَّ الْمَآءَ قِسْمَةٌ بَیْنَهُمْ ۚ— كُلُّ شِرْبٍ مُّحْتَضَرٌ ۟
او ورته څرګنده کړه چې اوبه د دوی او اوښې ترمینځ په نوبت دي.هر څوک به خپل نوبت ته حاضریږي.
عربي تفسیرونه:
فَنَادَوْا صَاحِبَهُمْ فَتَعَاطٰی فَعَقَرَ ۟
خپل بد بخته ملګرې یې راوغوښت یو له بل سره یې لاس ور کړ او ښه یي زخمي کړه.
عربي تفسیرونه:
فَكَیْفَ كَانَ عَذَابِیْ وَنُذُرِ ۟
نووګوره چې څرنګه وو زمونږ عذاب؟او زمونږ ډارول؟
عربي تفسیرونه:
اِنَّاۤ اَرْسَلْنَا عَلَیْهِمْ صَیْحَةً وَّاحِدَةً فَكَانُوْا كَهَشِیْمِ الْمُحْتَظِرِ ۟
مونږ یوازې یوه چیغه ورولیږله ناببره د شپول د پروړی په شان ځپ،ځپ شوی وو.
عربي تفسیرونه:
وَلَقَدْ یَسَّرْنَا الْقُرْاٰنَ لِلذِّكْرِ فَهَلْ مِنْ مُّدَّكِرٍ ۟
او په یقین چې مونږ قران د پند اخیستلو لپاره اسان کړی دی.ایا شته کوم پند اخیستونکی؟
عربي تفسیرونه:
كَذَّبَتْ قَوْمُ لُوْطٍۭ بِالنُّذُرِ ۟
د لوط قوم هم ډاروونکي درواغجن ګڼل.
عربي تفسیرونه:
اِنَّاۤ اَرْسَلْنَا عَلَیْهِمْ حَاصِبًا اِلَّاۤ اٰلَ لُوْطٍ ؕ— نَجَّیْنٰهُمْ بِسَحَرٍ ۟ۙ
مونږ پرې کاڼي ویشتونکی باد راوالوزاوه خو د لوط کورنۍ وژغورل وه.په سپیده چاود کې مو هغو یته نجات ورکړ.
عربي تفسیرونه:
نِّعْمَةً مِّنْ عِنْدِنَا ؕ— كَذٰلِكَ نَجْزِیْ مَنْ شَكَرَ ۟
دا زمونږ لورینه وه.او زمونږ هر شکر کوونکي ته په همدې ډول بدله ورکوو.
عربي تفسیرونه:
وَلَقَدْ اَنْذَرَهُمْ بَطْشَتَنَا فَتَمَارَوْا بِالنُّذُرِ ۟
په یقین چې لوط هغوی زمونږ له نیولو نه ډارولی وو. خو هغوی ډاروونکو ته د شک په سترګه کتل.
عربي تفسیرونه:
وَلَقَدْ رَاوَدُوْهُ عَنْ ضَیْفِهٖ فَطَمَسْنَاۤ اَعْیُنَهُمْ فَذُوْقُوْا عَذَابِیْ وَنُذُرِ ۟
او د هغه د میلمنو د لاس ته راوړلو پوره هڅه یي وکړه خو مونږ په سترګو ړانده کړل.او ورته مو وویل:چې اوس زما د عذاب او ډارولو خوند واخلئ.
عربي تفسیرونه:
وَلَقَدْ صَبَّحَهُمْ بُكْرَةً عَذَابٌ مُّسْتَقِرٌّ ۟ۚ
سهار وختي پرې پوخ او نه خوځیدونکی عذاب راښکته شو.
عربي تفسیرونه:
فَذُوْقُوْا عَذَابِیْ وَنُذُرِ ۟
نو وڅکئ زما عذاب او دارول.
عربي تفسیرونه:
وَلَقَدْ یَسَّرْنَا الْقُرْاٰنَ لِلذِّكْرِ فَهَلْ مِنْ مُّدَّكِرٍ ۟۠
او په یقین چې مونږ قران د پند اخیستو لپاره اسان کړی دی.ایا شته پند اخیستونکی؟
عربي تفسیرونه:
وَلَقَدْ جَآءَ اٰلَ فِرْعَوْنَ النُّذُرُ ۟ۚ
د فرعون خلکو ته ډاروونکي راغلي وو.
عربي تفسیرونه:
كَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَا كُلِّهَا فَاَخَذْنٰهُمْ اَخْذَ عَزِیْزٍ مُّقْتَدِرٍ ۟
زمونږ ټولې نښې یې درواغ وګڼلې نو مونږ د یوه برلاسي او پیاوړي ځواک په توګه ونیول.
عربي تفسیرونه:
اَكُفَّارُكُمْ خَیْرٌ مِّنْ اُولٰٓىِٕكُمْ اَمْ لَكُمْ بَرَآءَةٌ فِی الزُّبُرِ ۟ۚ
ایا ننه ني کافران له پرونیو کافرانو څخه غوره دي؟او که په کتابونو کې ستاسې خلاصون اعلان شوی دی؟
عربي تفسیرونه:
اَمْ یَقُوْلُوْنَ نَحْنُ جَمِیْعٌ مُّنْتَصِرٌ ۟
ایا هغوی وايې چې مونږ یو موټې او یو د بل بدل اخیستونکي یو؟
عربي تفسیرونه:
سَیُهْزَمُ الْجَمْعُ وَیُوَلُّوْنَ الدُّبُرَ ۟
ډیر ژر به دا ډله ماته او مخ په څټ تیښته به وکړي.
عربي تفسیرونه:
بَلِ السَّاعَةُ مَوْعِدُهُمْ وَالسَّاعَةُ اَدْهٰی وَاَمَرُّ ۟
بلکې داصلي ماتې وعده ځای ئې قیامت دی.او هغه خورا سخت او تریخ وخت دی.
عربي تفسیرونه:
اِنَّ الْمُجْرِمِیْنَ فِیْ ضَلٰلٍ وَّسُعُرٍ ۟ۘ
بې شکه چې مجرمان په ګمراهۍ کې اخته او له سوزوونکي اور سره مخ دي.
عربي تفسیرونه:
یَوْمَ یُسْحَبُوْنَ فِی النَّارِ عَلٰی وُجُوْهِهِمْ ؕ— ذُوْقُوْا مَسَّ سَقَرَ ۟
هغه ورځ چې پړ مخ پر مخونو په اور کې راکش،او ورته به وویل شي چې:اوس د دوزخ خوند وڅکئ.
عربي تفسیرونه:
اِنَّا كُلَّ شَیْءٍ خَلَقْنٰهُ بِقَدَرٍ ۟
او بې له شکه مونږ هر شی په تاکلې اندازه پیدا کړی دی.
عربي تفسیرونه:
وَمَاۤ اَمْرُنَاۤ اِلَّا وَاحِدَةٌ كَلَمْحٍ بِالْبَصَرِ ۟
او زمونږ هر کار یو حکم دی چې د سترګو په رپ کې پوره کیږي.
عربي تفسیرونه:
وَلَقَدْ اَهْلَكْنَاۤ اَشْیَاعَكُمْ فَهَلْ مِنْ مُّدَّكِرٍ ۟
او ستاسې په څیر مونږ ډیر خلک هلاک کړي دي.ایا شته کوم پند اخیستونکی؟
عربي تفسیرونه:
وَكُلُّ شَیْءٍ فَعَلُوْهُ فِی الزُّبُرِ ۟
هغوی چې هرڅه کړي،په کتابونو کې ښکل شوي دي.
عربي تفسیرونه:
وَكُلُّ صَغِیْرٍ وَّكَبِیْرٍ مُّسْتَطَرٌ ۟
او هر کوچنی او لوی کار ښکل شوی دی.
عربي تفسیرونه:
اِنَّ الْمُتَّقِیْنَ فِیْ جَنّٰتٍ وَّنَهَرٍ ۟ۙ
بې له شکه پرهیزګاران به په باغونو او ویالو کې وي.
عربي تفسیرونه:
فِیْ مَقْعَدِ صِدْقٍ عِنْدَ مَلِیْكٍ مُّقْتَدِرٍ ۟۠
د توانا او پیاوړي پاچا په وړاندې به د رښتیا او عزت په ځای کې ناست وي.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: قمر
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

د مولوي جانباز سرفراز له خوا ترجمه شوی

بندول