Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه سورت: قمر   آیت:
خُشَّعًا اَبْصَارُهُمْ یَخْرُجُوْنَ مِنَ الْاَجْدَاثِ كَاَنَّهُمْ جَرَادٌ مُّنْتَشِرٌ ۟ۙ
هلته به یې سترګې مړاوي او د خورو ورو ملخانو په څير به له قبرونونه راپورته کیږي.
عربي تفسیرونه:
مُّهْطِعِیْنَ اِلَی الدَّاعِ ؕ— یَقُوْلُ الْكٰفِرُوْنَ هٰذَا یَوْمٌ عَسِرٌ ۟
د بلونکی په لور به په منډه روان وي.او کافران به وایې چې:دا ډیره سخته ورځ ده.
عربي تفسیرونه:
كَذَّبَتْ قَبْلَهُمْ قَوْمُ نُوْحٍ فَكَذَّبُوْا عَبْدَنَا وَقَالُوْا مَجْنُوْنٌ وَّازْدُجِرَ ۟
له دوی نه وړاندې د نوح قوم هم ددرواغو نسبت کړی و،زمونږ بنده یي درواغجن ګڼلی او ویلي یي وو چې:یو رټل شوی لیونی دی.
عربي تفسیرونه:
فَدَعَا رَبَّهٗۤ اَنِّیْ مَغْلُوْبٌ فَانْتَصِرْ ۟
نوح خپل رب ته لاسونه پورته کړل او دعا يي وکړه:زه بې وسې کړی شوی یم زما بدل واخله!
عربي تفسیرونه:
فَفَتَحْنَاۤ اَبْوَابَ السَّمَآءِ بِمَآءٍ مُّنْهَمِرٍ ۟ؗۖ
نوهغه وو چې مونږ د تیز او تند باران په ورولو د اسمان دروازې راخلاصې کړې.
عربي تفسیرونه:
وَّفَجَّرْنَا الْاَرْضَ عُیُوْنًا فَالْتَقَی الْمَآءُ عَلٰۤی اَمْرٍ قَدْ قُدِرَ ۟ۚ
او ځمکه موټوله د چینو په توګه راوخوټوله او دواړه اوبه د ټاکلی شوي کار لپاره سره یو ځای شوی.
عربي تفسیرونه:
وَحَمَلْنٰهُ عَلٰی ذَاتِ اَلْوَاحٍ وَّدُسُرٍ ۟ۙ
مونږ نوح په تختو او میخ لورنکو کښتۍ کې سور کړ.
عربي تفسیرونه:
تَجْرِیْ بِاَعْیُنِنَا جَزَآءً لِّمَنْ كَانَ كُفِرَ ۟
کښتۍ زمونږ د سترګو لاندې روانه وه.هو!دا د هغه چا بدل اخیستل وو چې منلی شوی نه و.
عربي تفسیرونه:
وَلَقَدْ تَّرَكْنٰهَاۤ اٰیَةً فَهَلْ مِنْ مُّدَّكِرٍ ۟
مونږ کښتۍ د یوې نښې په توګه پریښووله ایا شته کوم پند اخیستونکی؟
عربي تفسیرونه:
فَكَیْفَ كَانَ عَذَابِیْ وَنُذُرِ ۟
نو څنکه و عذاب زمونږ او زمونږ ډارول؟
عربي تفسیرونه:
وَلَقَدْ یَسَّرْنَا الْقُرْاٰنَ لِلذِّكْرِ فَهَلْ مِنْ مُّدَّكِرٍ ۟
او په یقین چې مونږ قران د پند اخیستلو لپاره اسان کړی دی ایا شته کوم پند اخیستونکی؟
عربي تفسیرونه:
كَذَّبَتْ عَادٌ فَكَیْفَ كَانَ عَذَابِیْ وَنُذُرِ ۟
عادیانو هم د دوراغو نسبت کړی وو.نو وګوره چې څرنګه وو زمونږ عذاب؟او زمونږ ډارول؟
عربي تفسیرونه:
اِنَّاۤ اَرْسَلْنَا عَلَیْهِمْ رِیْحًا صَرْصَرًا فِیْ یَوْمِ نَحْسٍ مُّسْتَمِرٍّ ۟ۙ
مونږ پرې په یوه شومه ورځ په پرله پسې توګه یو سخت تند او ډیر یخ باد راوالو زاوو.
عربي تفسیرونه:
تَنْزِعُ النَّاسَ ۙ— كَاَنَّهُمْ اَعْجَازُ نَخْلٍ مُّنْقَعِرٍ ۟
خلک به یې داسې الوزول لکه چې د ویستلو شوو خرماګانو پراته ډډونه وي.
عربي تفسیرونه:
فَكَیْفَ كَانَ عَذَابِیْ وَنُذُرِ ۟
نو وګوره چې څرنګه وو زمونږ عذاب؟او زمونږ ډارول؟
عربي تفسیرونه:
وَلَقَدْ یَسَّرْنَا الْقُرْاٰنَ لِلذِّكْرِ فَهَلْ مِنْ مُّدَّكِرٍ ۟۠
او په یقین چې مونږ قران د پند اخیستلو لباره اسان کړی دی.ایا شته کوم پند اخیستونکی؟
عربي تفسیرونه:
كَذَّبَتْ ثَمُوْدُ بِالنُّذُرِ ۟
ثمودیانو هم داروونکي دوراغجن ګڼلي وو.
عربي تفسیرونه:
فَقَالُوْۤا اَبَشَرًا مِّنَّا وَاحِدًا نَّتَّبِعُهٗۤ ۙ— اِنَّاۤ اِذًا لَّفِیْ ضَلٰلٍ وَّسُعُرٍ ۟
او ویلي یي:ایا مونږ په یوه داسې چا پسې ولاړ شو چې زمونږ په شان بشر دی؟ که مونږ دا کار وکړ نو مونږ به ډیر لار ورکي او ناپوهان یو.
عربي تفسیرونه:
ءَاُلْقِیَ الذِّكْرُ عَلَیْهِ مِنْ بَیْنِنَا بَلْ هُوَ كَذَّابٌ اَشِرٌ ۟
ایا په مونږ کې یوازې هغه وچې وحې پرې نازله شوه؟نه هیڅ ورته نه دي نازل شوي بلکې هغه ډیر لوی درواغجن متکبر دی.
عربي تفسیرونه:
سَیَعْلَمُوْنَ غَدًا مَّنِ الْكَذَّابُ الْاَشِرُ ۟
سبا ته به هغوی ته معلومه شي چې ډیر لوی درواغجن متکبر څوک دی؟
عربي تفسیرونه:
اِنَّا مُرْسِلُوا النَّاقَةِ فِتْنَةً لَّهُمْ فَارْتَقِبْهُمْ وَاصْطَبِرْ ۟ؗ
مونږ او ښه د ازمیښت په توګه ورولیږله.نو اوس ته انتظار او صبر کوه چې څه ورسره کیږي؟
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: قمر
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

د مولوي جانباز سرفراز له خوا ترجمه شوی

بندول