Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه سورت: قمر   آیت:

قمر

اِقْتَرَبَتِ السَّاعَةُ وَانْشَقَّ الْقَمَرُ ۟
قیامت نژدې او سپوږمۍ وچاودیده[۸]
[۸] ـ د هغې پيښې یادونه ده چې کافرانو له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه معجزه وغوښته الله پاک سپوږمۍ دوه ټوټې کړه.بخاري،مسلم،ابن جریر.
عربي تفسیرونه:
وَاِنْ یَّرَوْا اٰیَةً یُّعْرِضُوْا وَیَقُوْلُوْا سِحْرٌ مُّسْتَمِرٌّ ۟
که هر نښه وویني نو مخ به ترې واړوي او وایې به چې دا یو پیاوړی جادو دی.
عربي تفسیرونه:
وَكَذَّبُوْا وَاتَّبَعُوْۤا اَهْوَآءَهُمْ وَكُلُّ اَمْرٍ مُّسْتَقِرٌّ ۟
دا پیښه یې درواغ وګڼله او په خپلو خواهشاتو پسې ولاړل.او دا پخه خبره ده چې هر شی پای ته رسیدونکی دی.
عربي تفسیرونه:
وَلَقَدْ جَآءَهُمْ مِّنَ الْاَنْۢبَآءِ مَا فِیْهِ مُزْدَجَرٌ ۟ۙ
او هغوی ته د پخوانیو هغه حالات ښه څرګند شوی چې له بدۍ څخه د مخنیوي لپاره ښه رټونکی دي.
عربي تفسیرونه:
حِكْمَةٌ بَالِغَةٌ فَمَا تُغْنِ النُّذُرُ ۟ۙ
ښه پوره او بشپړ حکمت ؤ،خو ډاروونکو د هیڅ شی مخه ونه نیوله.
عربي تفسیرونه:
فَتَوَلَّ عَنْهُمْ ۘ— یَوْمَ یَدْعُ الدَّاعِ اِلٰی شَیْءٍ نُّكُرٍ ۟ۙ
نو ای محمده!مخ ترې واړه وه.او هغه ورځ رایاده کړه چې یو بلونکی به یې د یوې نااشنا صحنې په لور وبلي.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: قمر
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

د مولوي جانباز سرفراز له خوا ترجمه شوی

بندول