Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه سورت: واقعه   آیت:
ثُمَّ اِنَّكُمْ اَیُّهَا الضَّآلُّوْنَ الْمُكَذِّبُوْنَ ۟ۙ
بیا به تاسې ای لار ورکو درواغجنو!
عربي تفسیرونه:
لَاٰكِلُوْنَ مِنْ شَجَرٍ مِّنْ زَقُّوْمٍ ۟ۙ
خامخا به د زقوم له ونې څخه خوراک کوئ.
عربي تفسیرونه:
فَمَالِـُٔوْنَ مِنْهَا الْبُطُوْنَ ۟ۚ
او خیټې به مو ترې ډکوئ.
عربي تفسیرونه:
فَشٰرِبُوْنَ عَلَیْهِ مِنَ الْحَمِیْمِ ۟ۚ
او د پاسه به پرې ګرمې خوټیدونکې اوبه څښئ.
عربي تفسیرونه:
فَشٰرِبُوْنَ شُرْبَ الْهِیْمِ ۟ؕ
په شان د څښلو د جل وهلي اوښ[۲۱]
[۲۱] ـ هیم هغه جل وهلي اوښ ته وایې چې په هیڅ یې تنده نه ماتیږي او بله معنې یې شوې ده.لکه څښل د شګو چې هر څومره اوبه پکې واچوې درک یې نه ښکاري.(الماوردی).
عربي تفسیرونه:
هٰذَا نُزُلُهُمْ یَوْمَ الدِّیْنِ ۟ؕ
دا يې د حساب د ورځې میلمستیا ده.
عربي تفسیرونه:
نَحْنُ خَلَقْنٰكُمْ فَلَوْلَا تُصَدِّقُوْنَ ۟
یوازې مونږ تاسې پیدا کړي یې نو بیا ولې زمونږ خبره نه منئ.
عربي تفسیرونه:
اَفَرَءَیْتُمْ مَّا تُمْنُوْنَ ۟ؕ
ستاسې دغورزولې نطفې په هکله مې پوه کړئ؟
عربي تفسیرونه:
ءَاَنْتُمْ تَخْلُقُوْنَهٗۤ اَمْ نَحْنُ الْخٰلِقُوْنَ ۟
ایا تاسې ترې کوچنی پیدا کوئ او که پیدا کوونکي مونږ یو؟
عربي تفسیرونه:
نَحْنُ قَدَّرْنَا بَیْنَكُمُ الْمَوْتَ وَمَا نَحْنُ بِمَسْبُوْقِیْنَ ۟ۙ
مونږ ستاسې په مینځ کې مرګ اندازه کړی او مونږ بې وسه کیدای نشو.
عربي تفسیرونه:
عَلٰۤی اَنْ نُّبَدِّلَ اَمْثَالَكُمْ وَنُنْشِئَكُمْ فِیْ مَا لَا تَعْلَمُوْنَ ۟
چې ستاسې پر ځای نور خلک راولو او تاسې په هغه شکل پورته کړو چې تاسې پرې نه پوهیږئ.
عربي تفسیرونه:
وَلَقَدْ عَلِمْتُمُ النَّشْاَةَ الْاُوْلٰی فَلَوْلَا تَذَكَّرُوْنَ ۟
تاسې ته خو لومړنی پیدایښت ښه څرګند شوی دی.نو ولې پند نه اخلئ؟
عربي تفسیرونه:
اَفَرَءَیْتُمْ مَّا تَحْرُثُوْنَ ۟ؕ
په دې مې پوه کړئ چې کوم څه تاسې کرئ.
عربي تفسیرونه:
ءَاَنْتُمْ تَزْرَعُوْنَهٗۤ اَمْ نَحْنُ الزّٰرِعُوْنَ ۟
ایا تاسې یې رازرغونوئ؟که مونږ یې زرغونوونکي یو؟
عربي تفسیرونه:
لَوْ نَشَآءُ لَجَعَلْنٰهُ حُطَامًا فَظَلْتُمْ تَفَكَّهُوْنَ ۟
که مونږ وغواړو نو ستاسې کښت به وچ یې ګټې واښه وګرځوو.بیا به نو تاسې هک پک پاتې یې.
عربي تفسیرونه:
اِنَّا لَمُغْرَمُوْنَ ۟ۙ
او وايي به چې مونږ له تاوان سره مخ شو.
عربي تفسیرونه:
بَلْ نَحْنُ مَحْرُوْمُوْنَ ۟
بلکې له هر څه څخه بې برخې.
عربي تفسیرونه:
اَفَرَءَیْتُمُ الْمَآءَ الَّذِیْ تَشْرَبُوْنَ ۟ؕ
او د هغو اوبو په هکله هم معلومات راکړئ چې تاسې یې څښئ.
عربي تفسیرونه:
ءَاَنْتُمْ اَنْزَلْتُمُوْهُ مِنَ الْمُزْنِ اَمْ نَحْنُ الْمُنْزِلُوْنَ ۟
ایا تاسې له وریځو نه راښکته کړی دي؟که راښکته کوونکي مونږ یو؟
عربي تفسیرونه:
لَوْ نَشَآءُ جَعَلْنٰهُ اُجَاجًا فَلَوْلَا تَشْكُرُوْنَ ۟
که مونږ وغواړو نو تروې مالګینې به یې وګرځوو.نو تاسې ولې شکر نه باسئ؟
عربي تفسیرونه:
اَفَرَءَیْتُمُ النَّارَ الَّتِیْ تُوْرُوْنَ ۟ؕ
او د هغه اور په هکله هم معلومات راکړئ چې تاسې یې بلوئ.
عربي تفسیرونه:
ءَاَنْتُمْ اَنْشَاْتُمْ شَجَرَتَهَاۤ اَمْ نَحْنُ الْمُنْشِـُٔوْنَ ۟
ایا تاسې یې ونه پيدا کړې ده؟که پیدا کوونکي یې مونږ یو؟
عربي تفسیرونه:
نَحْنُ جَعَلْنٰهَا تَذْكِرَةً وَّمَتَاعًا لِّلْمُقْوِیْنَ ۟ۚ
مونږ اور ستاسې لپاره یو پند او د ټولو اړو خلکو لپاره ګټه او څوری ګرځولی دی.
عربي تفسیرونه:
فَسَبِّحْ بِاسْمِ رَبِّكَ الْعَظِیْمِ ۟
نو د خپل رب چې له هر څه لوی دی د پاک نامه ستاینه وکړه.
عربي تفسیرونه:
فَلَاۤ اُقْسِمُ بِمَوٰقِعِ النُّجُوْمِ ۟ۙ
نو نه .... زما دې د ستورو پر ځایونو قسم وي.
عربي تفسیرونه:
وَاِنَّهٗ لَقَسَمٌ لَّوْ تَعْلَمُوْنَ عَظِیْمٌ ۟ۙ
که تاسې پوهیږئ،نو دا خورا لوی قسم دی.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: واقعه
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

د مولوي جانباز سرفراز له خوا ترجمه شوی

بندول