Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه سورت: واقعه   آیت:

واقعه

اِذَا وَقَعَتِ الْوَاقِعَةُ ۟ۙ
کله چې پیښیدونکې،پیښه شي.
عربي تفسیرونه:
لَیْسَ لِوَقْعَتِهَا كَاذِبَةٌ ۟ۘ
هیڅوک به یي درواغ نه ګڼي.
عربي تفسیرونه:
خَافِضَةٌ رَّافِعَةٌ ۟ۙ
هغه به ښکته کوونکې[۱۵]او لوړوونکې پیښه وي.
[۱۵] ـ هغه چې په دنیا کې ښکته وو پورته به یې کړي یا کافران به جهنم ته وغورزوي،او مؤمنان به جنتونو ته پورته کړي.(الماوردی).
عربي تفسیرونه:
اِذَا رُجَّتِ الْاَرْضُ رَجًّا ۟ۙ
کله چې ځمکه په بشپړ ډول ولړزول شي.
عربي تفسیرونه:
وَّبُسَّتِ الْجِبَالُ بَسًّا ۟ۙ
او غرونه ټوټه،ټوټه او میده کړای شي.
عربي تفسیرونه:
فَكَانَتْ هَبَآءً مُّنْۢبَثًّا ۟ۙ
ته به وايې چې الوتونکی ګرد او وړانګې دي.
عربي تفسیرونه:
وَّكُنْتُمْ اَزْوَاجًا ثَلٰثَةً ۟ؕ
نو تاسې به درې ډلي واست.
عربي تفسیرونه:
فَاَصْحٰبُ الْمَیْمَنَةِ ۙ۬— مَاۤ اَصْحٰبُ الْمَیْمَنَةِ ۟ؕ
نو د ښي لاس خاوندان.[۱۶]او څومره غوره دي د ښي لاس خاوندان.
[۱۶] ـ هغه چې په شې لاس عملنامه ور کړای شي او هغه چې په کیڼ لاس عملنامه ورکړای شي د عرش په ښي اړخ او کیڼ اړخ کې وي.(الماوردی).
عربي تفسیرونه:
وَاَصْحٰبُ الْمَشْـَٔمَةِ ۙ۬— مَاۤ اَصْحٰبُ الْمَشْـَٔمَةِ ۟ؕ
او د کیڼ لاس خاوندان.څومره به دي د کیڼ لاس خاوندان.
عربي تفسیرونه:
وَالسّٰبِقُوْنَ السّٰبِقُوْنَ ۟ۙ
او لومړني[۱۷]لومړني دي.
[۱۷] ـ لومړني بیعت کوونکي،لومړني هجرت کوونکي یا په لومړنیو پیغمبرانو لومړني ایمان راوړونکي.(الماوردی).
عربي تفسیرونه:
اُولٰٓىِٕكَ الْمُقَرَّبُوْنَ ۟ۚ
همدوی الله ته نژدې کړي شوي دي.
عربي تفسیرونه:
فِیْ جَنّٰتِ النَّعِیْمِ ۟
له نعمتونو په ډکو جنتونو کې به اوسیږي.
عربي تفسیرونه:
ثُلَّةٌ مِّنَ الْاَوَّلِیْنَ ۟ۙ
لومړني[۱۸]به زیات وي.
[۱۸] د پخوانیو امتونو له ادم علیه السلام څخه تر محمد صلی الله علیه وسلم پورې به ډير او له محمدي امت څخه به لږ وي.یا د محمدي امت لومړني خلک او وروستني خلک (الماوردی).
عربي تفسیرونه:
وَقَلِیْلٌ مِّنَ الْاٰخِرِیْنَ ۟ؕ
او وروستي به لږ.
عربي تفسیرونه:
عَلٰی سُرُرٍ مَّوْضُوْنَةٍ ۟ۙ
د سرو او سپینو زرو په تارونو او بدل شوو تختونو.
عربي تفسیرونه:
مُّتَّكِـِٕیْنَ عَلَیْهَا مُتَقٰبِلِیْنَ ۟
یو بله ته مخامخ به یې تکیه کړې وي.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: واقعه
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

د مولوي جانباز سرفراز له خوا ترجمه شوی

بندول