Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه سورت: انعام   آیت:
وَلَوْ اَنَّنَا نَزَّلْنَاۤ اِلَیْهِمُ الْمَلٰٓىِٕكَةَ وَكَلَّمَهُمُ الْمَوْتٰی وَحَشَرْنَا عَلَیْهِمْ كُلَّ شَیْءٍ قُبُلًا مَّا كَانُوْا لِیُؤْمِنُوْۤا اِلَّاۤ اَنْ یَّشَآءَ اللّٰهُ وَلٰكِنَّ اَكْثَرَهُمْ یَجْهَلُوْنَ ۟
او که مونږ ورته ملایکې راښکته کړې وای، او مړو ورسره خبرې کړې وای او هر څه مو ورته مخامخ درولي وای بیا هم پرته له هغو چې د الله خوښه وه بل چا به ایمان نه وای راوړی او ډیر پکې ناپوه او جاهل دي.
عربي تفسیرونه:
وَكَذٰلِكَ جَعَلْنَا لِكُلِّ نَبِیٍّ عَدُوًّا شَیٰطِیْنَ الْاِنْسِ وَالْجِنِّ یُوْحِیْ بَعْضُهُمْ اِلٰی بَعْضٍ زُخْرُفَ الْقَوْلِ غُرُوْرًا ؕ— وَلَوْ شَآءَ رَبُّكَ مَا فَعَلُوْهُ فَذَرْهُمْ وَمَا یَفْتَرُوْنَ ۟
او په همدې توګه مونږ هر نبي ته ځیني هغه انسانان او پیریان دښمنان ګرځولي دي چې په خپلو مینځونو کې یو بل ته د غولونې کارونه په ښکلي ډول وړاندې کوي. که ستا رب غوښتي وای دا کار یې نه شو کولای نو ته دوی او درواغ یي سره پریږده.
عربي تفسیرونه:
وَلِتَصْغٰۤی اِلَیْهِ اَفْـِٕدَةُ الَّذِیْنَ لَا یُؤْمِنُوْنَ بِالْاٰخِرَةِ وَلِیَرْضَوْهُ وَلِیَقْتَرِفُوْا مَا هُمْ مُّقْتَرِفُوْنَ ۟
او مونږ ځکه هغوی ته وخت او مهلت ورکړ چې د اخرت نه منونکو زړونه ورته مایل، پرې خوښ او هغه څه وکړي چې هغوی یې کوونکي دي.
عربي تفسیرونه:
اَفَغَیْرَ اللّٰهِ اَبْتَغِیْ حَكَمًا وَّهُوَ الَّذِیْۤ اَنْزَلَ اِلَیْكُمُ الْكِتٰبَ مُفَصَّلًا ؕ— وَالَّذِیْنَ اٰتَیْنٰهُمُ الْكِتٰبَ یَعْلَمُوْنَ اَنَّهٗ مُنَزَّلٌ مِّنْ رَّبِّكَ بِالْحَقِّ فَلَا تَكُوْنَنَّ مِنَ الْمُمْتَرِیْنَ ۟
ای محمده! هغوی ته ووایه ایا پرته له الله نه بل څوک د فیصله کوونکي په توګه ولټوم په داسې حال کې چې الله تاسې ته په پوره تفصیل سره کتاب نازل کړی دی. او چا ته چې مونږ کتاب ورکړی دی ښه پوهیږي چې دا قران د الله له لورې په حقه نازل شوی دی. نو ته له شک کونکو څخه مه کیږه.
عربي تفسیرونه:
وَتَمَّتْ كَلِمَتُ رَبِّكَ صِدْقًا وَّعَدْلًا ؕ— لَا مُبَدِّلَ لِكَلِمٰتِهٖ ۚ— وَهُوَ السَّمِیْعُ الْعَلِیْمُ ۟
ستا د رب وینا په رښتینولۍ او انصاف کې بشپړه او پوره ده. څوک نشته چې د هغه خبرې بدلې کړي. هغه هر څه اوري او ښه پوه دی.
عربي تفسیرونه:
وَاِنْ تُطِعْ اَكْثَرَ مَنْ فِی الْاَرْضِ یُضِلُّوْكَ عَنْ سَبِیْلِ اللّٰهِ ؕ— اِنْ یَّتَّبِعُوْنَ اِلَّا الظَّنَّ وَاِنْ هُمْ اِلَّا یَخْرُصُوْنَ ۟
او که ته د ځمکي د مخ د ډیرو خلکو خبره ومنې نو د الله له لارې نه به دې واړوي. ځکه چې هغوی په ګومانو پسې روان او اټکلیان دي.
عربي تفسیرونه:
اِنَّ رَبَّكَ هُوَ اَعْلَمُ مَنْ یَّضِلُّ عَنْ سَبِیْلِهٖ ۚ— وَهُوَ اَعْلَمُ بِالْمُهْتَدِیْنَ ۟
بې شکه ستا رب ته بې لارې او لار میندونکي ډیر ښه معلوم دي.
عربي تفسیرونه:
فَكُلُوْا مِمَّا ذُكِرَ اسْمُ اللّٰهِ عَلَیْهِ اِنْ كُنْتُمْ بِاٰیٰتِهٖ مُؤْمِنِیْنَ ۟
که د الله پر ایتونو مو پوره ایمان وي نو یوازې د هغو څارویو غوښه وخورئ چې د الله نوم پرې ویل شوی وي.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: انعام
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

د مولوي جانباز سرفراز له خوا ترجمه شوی

بندول