Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه سورت: انعام   آیت:
وَلَا تَقْرَبُوْا مَالَ الْیَتِیْمِ اِلَّا بِالَّتِیْ هِیَ اَحْسَنُ حَتّٰی یَبْلُغَ اَشُدَّهٗ ۚ— وَاَوْفُوا الْكَیْلَ وَالْمِیْزَانَ بِالْقِسْطِ ۚ— لَا نُكَلِّفُ نَفْسًا اِلَّا وُسْعَهَا ۚ— وَاِذَا قُلْتُمْ فَاعْدِلُوْا وَلَوْ كَانَ ذَا قُرْبٰی ۚ— وَبِعَهْدِ اللّٰهِ اَوْفُوْا ؕ— ذٰلِكُمْ وَصّٰىكُمْ بِهٖ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُوْنَ ۟ۙ
د یتیم مال ته تر هغو چې زلمی شوی نه وي مه نژدې کیږئ خو کولی شئ چې په غوره او ښه توګه پکې تصرف وکړئ. په پیمانه او تله کې انصاف وکړئ. مونږ پر هیچا د هغه له توانه پورته بار نه ږدو. او کله مو چې خبره کوله نو په انصاف يې کوئ که څه هم ستاسې د خپلوانو په تاوان وي. د الله په نوم تړون خامخا پوره کړئ. الله پاک درته په دی څیزونو امر کړی دی تر څو تاسې پند واخلئ.
عربي تفسیرونه:
وَاَنَّ هٰذَا صِرَاطِیْ مُسْتَقِیْمًا فَاتَّبِعُوْهُ ۚ— وَلَا تَتَّبِعُوا السُّبُلَ فَتَفَرَّقَ بِكُمْ عَنْ سَبِیْلِهٖ ؕ— ذٰلِكُمْ وَصّٰىكُمْ بِهٖ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُوْنَ ۟
دا زما روغه لاره ده ویې منئ ـ او په اخوا دیخوا لارو مه ځئ چې د الله له لارې نه مو جلا کړي. الله په دې خبره امر کوي تر څو تاسې ځانونه له خرابو لارو څخه وژغورئ.
عربي تفسیرونه:
ثُمَّ اٰتَیْنَا مُوْسَی الْكِتٰبَ تَمَامًا عَلَی الَّذِیْۤ اَحْسَنَ وَتَفْصِیْلًا لِّكُلِّ شَیْءٍ وَّهُدًی وَّرَحْمَةً لَّعَلَّهُمْ بِلِقَآءِ رَبِّهِمْ یُؤْمِنُوْنَ ۟۠
او مونږ موسی ته داسې کتاب ورکړی وو چې د نیک عملو لپاره د لوریني، بشپړتیا وه هر څه پکې پوره بیان شوي لار ښوونه او رحمت وو. تر څو هغوی خپل رب ته په مخ کیدلو ایمان راوړي.
عربي تفسیرونه:
وَهٰذَا كِتٰبٌ اَنْزَلْنٰهُ مُبٰرَكٌ فَاتَّبِعُوْهُ وَاتَّقُوْا لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُوْنَ ۟ۙ
او مونږ دا له برکت نه ډک کتاب قران نازل کړی دی مننه یې وکړئ او پرهیزګاره شئ تر څو پر تاسې مهرباني وکړای شي.
عربي تفسیرونه:
اَنْ تَقُوْلُوْۤا اِنَّمَاۤ اُنْزِلَ الْكِتٰبُ عَلٰی طَآىِٕفَتَیْنِ مِنْ قَبْلِنَا ۪— وَاِنْ كُنَّا عَنْ دِرَاسَتِهِمْ لَغٰفِلِیْنَ ۟ۙ
( ددې مباک کتاب له نزول وروسته پلمه نه شئ کولای) چې وووایې کتاب خو یوازې له مونږ وړانډې دوه قومونو ته [۵] نازل شوی وو او مونږ ته معلومه نه وه چې هغوی ته پکې څه ښوولې شوي وو.
[۵] یهود او نصارا ( ابن جریر الطبری)
عربي تفسیرونه:
اَوْ تَقُوْلُوْا لَوْ اَنَّاۤ اُنْزِلَ عَلَیْنَا الْكِتٰبُ لَكُنَّاۤ اَهْدٰی مِنْهُمْ ۚ— فَقَدْ جَآءَكُمْ بَیِّنَةٌ مِّنْ رَّبِّكُمْ وَهُدًی وَّرَحْمَةٌ ۚ— فَمَنْ اَظْلَمُ مِمَّنْ كَذَّبَ بِاٰیٰتِ اللّٰهِ وَصَدَفَ عَنْهَا ؕ— سَنَجْزِی الَّذِیْنَ یَصْدِفُوْنَ عَنْ اٰیٰتِنَا سُوْٓءَ الْعَذَابِ بِمَا كَانُوْا یَصْدِفُوْنَ ۟
او ( دا پلمه هم نشئ کولای ) چې ووایې که پر مونږ کتاب نازل شوی وای نو مونږ به له هغوی څخه ښه لار میندلې وي. نو دا دی تاسې ته د خپل رب له لورې روښانه دلیل، هدایت او رحمت راغلی دی. نو له هغه چا څخه به بل لوی ظالم څوک وي چې د الله ایتونه درواغ ګڼي او له منلو څخه يې ډډه کوي. مونږ به ډیر ژر هغو کسانو ته چې زمونږ له ایتونو څخه ډډه کړي د هغوی د مخ اړونې ډیره سخته سزا ورکړو.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: انعام
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

د مولوي جانباز سرفراز له خوا ترجمه شوی

بندول