Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه سورت: قلم   آیت:
خَاشِعَةً اَبْصَارُهُمْ تَرْهَقُهُمْ ذِلَّةٌ ؕ— وَقَدْ كَانُوْا یُدْعَوْنَ اِلَی السُّجُوْدِ وَهُمْ سٰلِمُوْنَ ۟
سترګې به یي ټیټي او سپکاوي به خوار کړي وي هو! هغه وخت چې دوی روغ رمټ وو سجدې ته بلل شوي وو.
عربي تفسیرونه:
فَذَرْنِیْ وَمَنْ یُّكَذِّبُ بِهٰذَا الْحَدِیْثِ ؕ— سَنَسْتَدْرِجُهُمْ مِّنْ حَیْثُ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟ۙ
نو اوس ما او هغه سره پریږده چې دا خبرې درواغ ګڼي.زه به یې په داسې ډول ورو ورو ونیسم چې دوی به پرې پوه هم نشي.
عربي تفسیرونه:
وَاُمْلِیْ لَهُمْ ؕ— اِنَّ كَیْدِیْ مَتِیْنٌ ۟
مهلت ورکوم.زما پلان او پروګرام ډیر پوخ دی.
عربي تفسیرونه:
اَمْ تَسْـَٔلُهُمْ اَجْرًا فَهُمْ مِّنْ مَّغْرَمٍ مُّثْقَلُوْنَ ۟ۚ
د دین رسونې په بدل کې ترې داسې څه غواړې چې د هغوی اوګي یې نشي پورته کولی؟
عربي تفسیرونه:
اَمْ عِنْدَهُمُ الْغَیْبُ فَهُمْ یَكْتُبُوْنَ ۟
ایا له دوی سره داسې پټ معلومات شته چې دوې یې لیکي؟
عربي تفسیرونه:
فَاصْبِرْ لِحُكْمِ رَبِّكَ وَلَا تَكُنْ كَصَاحِبِ الْحُوْتِ ۘ— اِذْ نَادٰی وَهُوَ مَكْظُوْمٌ ۟ؕ
نو د خپل رب د پریکړې انتظار وکړه!او د کب د خاوند(یونس علیه السلام)پشان مه کیږه کله چي هغه د غمونو او ستونزو په مینځ کې غږ وکړ.
عربي تفسیرونه:
لَوْلَاۤ اَنْ تَدٰرَكَهٗ نِعْمَةٌ مِّنْ رَّبِّهٖ لَنُبِذَ بِالْعَرَآءِ وَهُوَ مَذْمُوْمٌ ۟
نو که د خپل رب پيرزوني ورته نه واې رسیدلې نو په یوه خالي دښته کې به رټل شوی غورځول شوی وای.
عربي تفسیرونه:
فَاجْتَبٰىهُ رَبُّهٗ فَجَعَلَهٗ مِنَ الصّٰلِحِیْنَ ۟
خو الله پاک غوره،او له نیکانو څخه یي وګرځاوو.
عربي تفسیرونه:
وَاِنْ یَّكَادُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا لَیُزْلِقُوْنَكَ بِاَبْصَارِهِمْ لَمَّا سَمِعُوا الذِّكْرَ وَیَقُوْلُوْنَ اِنَّهٗ لَمَجْنُوْنٌ ۟ۘ
نژدې ده چې کافران تا په سترګو سترګو کې له خپل ځان څخه وښویوي او چې ستا راوړې پند واروي نو وايي چې محمد په رښتیا لیونی دی.
عربي تفسیرونه:
وَمَا هُوَ اِلَّا ذِكْرٌ لِّلْعٰلَمِیْنَ ۟۠
پداسي حال کې چې قران کریم د ګرد عالم لپاره پند او نصیحت دی.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: قلم
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

د مولوي جانباز سرفراز له خوا ترجمه شوی

بندول