Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه سورت: قلم   آیت:

قلم

نٓ وَالْقَلَمِ وَمَا یَسْطُرُوْنَ ۟ۙ
ن .لوړه پر قلم او پر هغه څه چې يي لیکلي.
عربي تفسیرونه:
مَاۤ اَنْتَ بِنِعْمَةِ رَبِّكَ بِمَجْنُوْنٍ ۟ۚ
ته د خپل رب د پيرزونې له مخې لیونی نه يي.
عربي تفسیرونه:
وَاِنَّ لَكَ لَاَجْرًا غَیْرَ مَمْنُوْنٍ ۟ۚ
او تاته پای ته نه رسیدونکی اجر در کول کیږي.
عربي تفسیرونه:
وَاِنَّكَ لَعَلٰی خُلُقٍ عَظِیْمٍ ۟
او ته د ډیر لوی او اوچت خوی څښتن يي.
عربي تفسیرونه:
فَسَتُبْصِرُ وَیُبْصِرُوْنَ ۟ۙ
نو ډیر ژر به ته ووینې او هغوی به یي هم وویني.
عربي تفسیرونه:
بِاَیِّىكُمُ الْمَفْتُوْنُ ۟
چې په تاسې کې څوک لیونی دی؟
عربي تفسیرونه:
اِنَّ رَبَّكَ هُوَ اَعْلَمُ بِمَنْ ضَلَّ عَنْ سَبِیْلِهٖ ۪— وَهُوَ اَعْلَمُ بِالْمُهْتَدِیْنَ ۟
بیشکه چې ستا رب ته ښه معلوم دي چې څوک د هغه له روغې لارې بې لارې شوی دی.او لار میندونکي هم ورته ښه معلوم دي.
عربي تفسیرونه:
فَلَا تُطِعِ الْمُكَذِّبِیْنَ ۟
نو د هغو خلکو مه منه چې د حق پیغام درواغ ګڼي.
عربي تفسیرونه:
وَدُّوْا لَوْ تُدْهِنُ فَیُدْهِنُوْنَ ۟
ډیر خوښوي چې ته د حق په پریښوولو کې نرمي وکړی نو هغوی به هم په دښمنۍ کې نرمي وکړي.
عربي تفسیرونه:
وَلَا تُطِعْ كُلَّ حَلَّافٍ مَّهِیْنٍ ۟ۙ
نو ته باید د هر سپک قسم خور ونه منې.
عربي تفسیرونه:
هَمَّازٍ مَّشَّآءٍ بِنَمِیْمٍ ۟ۙ
طعنې ورکوونکی،خبرووړونکی راوړونکی.
عربي تفسیرونه:
مَّنَّاعٍ لِّلْخَیْرِ مُعْتَدٍ اَثِیْمٍ ۟ۙ
د ښیګنو مخ نیوی کوونکی،تیری کوونکی او په ګناهونو کې ډوب.
عربي تفسیرونه:
عُتُلٍّۢ بَعْدَ ذٰلِكَ زَنِیْمٍ ۟ۙ
بدخویه او ددې ټولو لپاسه حرامي.
عربي تفسیرونه:
اَنْ كَانَ ذَا مَالٍ وَّبَنِیْنَ ۟ؕ
که څه هم د ډیر مال او ځامو څښتن وي.
عربي تفسیرونه:
اِذَا تُتْلٰی عَلَیْهِ اٰیٰتُنَا قَالَ اَسَاطِیْرُ الْاَوَّلِیْنَ ۟
کله چې زمونږ ایتونه پرې ولوستل شی نو وايي چې:دا د پخوانیو خلکو کیسې دي.
عربي تفسیرونه:
سَنَسِمُهٗ عَلَی الْخُرْطُوْمِ ۟
ډیر ژر به يي په خړتم داغ ولګوو.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: قلم
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

د مولوي جانباز سرفراز له خوا ترجمه شوی

بندول