Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه سورت: اعراف   آیت:
وَاذْكُرُوْۤا اِذْ جَعَلَكُمْ خُلَفَآءَ مِنْ بَعْدِ عَادٍ وَّبَوَّاَكُمْ فِی الْاَرْضِ تَتَّخِذُوْنَ مِنْ سُهُوْلِهَا قُصُوْرًا وَّتَنْحِتُوْنَ الْجِبَالَ بُیُوْتًا ۚ— فَاذْكُرُوْۤا اٰلَآءَ اللّٰهِ وَلَا تَعْثَوْا فِی الْاَرْضِ مُفْسِدِیْنَ ۟
او هغه را په زړه کړئ چې الله پاک له عادیانو وروسته د هغوی پر ځای میشته کړئ په ځمکه کې یې ځای درکړ دا دی نن یې په هوارو او نرمو برخو کې ماڼۍ جوړ وئ او غرونه یې د هستوګنې لپاره کنئ، نو د الله نعمتونه مه هیروئ او په ځمکه کې د ګډوډۍ او فساد هڅه مه کوئ.
عربي تفسیرونه:
قَالَ الْمَلَاُ الَّذِیْنَ اسْتَكْبَرُوْا مِنْ قَوْمِهٖ لِلَّذِیْنَ اسْتُضْعِفُوْا لِمَنْ اٰمَنَ مِنْهُمْ اَتَعْلَمُوْنَ اَنَّ صٰلِحًا مُّرْسَلٌ مِّنْ رَّبِّهٖ ؕ— قَالُوْۤا اِنَّا بِمَاۤ اُرْسِلَ بِهٖ مُؤْمِنُوْنَ ۟
سر غړوونکو لویې کوونکو مشرانو د قوم ناتوانو او بې وسې مؤمنانو ته وویل: ایا تاسې په رښتیا سره پوهیږئ چې صالح د خپل رب له لورې رالیږلی شوی دی؟ هغو وویل هو! او زمونږ په هغه څه ایمان دی چې دی پرې رالیږلی شوی دی.
عربي تفسیرونه:
قَالَ الَّذِیْنَ اسْتَكْبَرُوْۤا اِنَّا بِالَّذِیْۤ اٰمَنْتُمْ بِهٖ كٰفِرُوْنَ ۟
مستکبرینو وویل او مونږ باکل له هغه څه نه منکر یو چې تاسې پرې ایمان راوړی دی.
عربي تفسیرونه:
فَعَقَرُوا النَّاقَةَ وَعَتَوْا عَنْ اَمْرِ رَبِّهِمْ وَقَالُوْا یٰصٰلِحُ ائْتِنَا بِمَا تَعِدُنَاۤ اِنْ كُنْتَ مِنَ الْمُرْسَلِیْنَ ۟
نو هغه وو چې او ښه یې ووژله او له خپل رب نه یې پوره سروغړاوه او صالح ته یې وویل که ته رښتیا پیغمبر یې نو هغه عذاب دې راوله چې ته پرې مونږ ډاروې.
عربي تفسیرونه:
فَاَخَذَتْهُمُ الرَّجْفَةُ فَاَصْبَحُوْا فِیْ دَارِهِمْ جٰثِمِیْنَ ۟
ناببره یوه ټکان زلزلې ونیول نو په خپلو خپلو ځایونو کې پرمخ پریوتل.
عربي تفسیرونه:
فَتَوَلّٰی عَنْهُمْ وَقَالَ یٰقَوْمِ لَقَدْ اَبْلَغْتُكُمْ رِسَالَةَ رَبِّیْ وَنَصَحْتُ لَكُمْ وَلٰكِنْ لَّا تُحِبُّوْنَ النّٰصِحِیْنَ ۟
صالح له هغوی نه ولاړ او ویل یې ای زما قومه! ما د خپل رب پیغام تاسې ته ورساوو، د نیکۍ په لور مې وبللئ خو افسوس چې تاسې پند ورکوونکي نه خوښوئ.
عربي تفسیرونه:
وَلُوْطًا اِذْ قَالَ لِقَوْمِهٖۤ اَتَاْتُوْنَ الْفَاحِشَةَ مَا سَبَقَكُمْ بِهَا مِنْ اَحَدٍ مِّنَ الْعٰلَمِیْنَ ۟
او لوط مو هم د خپل استازي په توګه ولیږه هغه خپل قوم ته وویل: ایا تاسې یو داسې بد کار کوئ چې له تاسې وړاندې هیچا نه دی کړی؟
عربي تفسیرونه:
اِنَّكُمْ لَتَاْتُوْنَ الرِّجَالَ شَهْوَةً مِّنْ دُوْنِ النِّسَآءِ ؕ— بَلْ اَنْتُمْ قَوْمٌ مُّسْرِفُوْنَ ۟
تاسې ښځې پریږدئ او له نارینه وو سره دشهوت غریزه سړوئ. رښتیا هم چې تاسې له پولو نه ډیر وړاندې ګام اخیستی دی.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: اعراف
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

د مولوي جانباز سرفراز له خوا ترجمه شوی

بندول